ads

شمالي وزيرستان كې ۱۲ وسله وال او څلور پاكستاني سرتېري وژل شوي

پاكستاني پوځ په شمالي وزيرستان کې په خپلو پرونيو عملياتو کې د ۱۲ وسله والو د وژلو ادعا كړې ده. د پاكستاني پوځ په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې ځواکونو يې په دته خېل سيمه کې د عملياتو پر مهال وسله والو سره مخامخ نښته هم پاكستاني پوځ په شمالي وزيرستان کې […]

نویسنده: TKG
15 چنګاښ 1394
شمالي وزيرستان كې ۱۲ وسله وال او څلور پاكستاني سرتېري وژل شوي

پاكستاني پوځ په شمالي وزيرستان کې په خپلو پرونيو عملياتو کې د ۱۲ وسله والو د وژلو ادعا كړې ده. د پاكستاني پوځ په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې ځواکونو يې په دته خېل سيمه کې د عملياتو پر مهال وسله والو سره مخامخ نښته هم

پاكستاني پوځ په شمالي وزيرستان کې په خپلو پرونيو عملياتو کې د ۱۲ وسله والو د وژلو ادعا كړې ده.

د پاكستاني پوځ په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې ځواکونو يې په دته خېل سيمه کې د عملياتو پر مهال وسله والو سره مخامخ نښته هم کړې، چې په ترڅ کې يې څلور پوځيان وژل شوي دي.

د پوځي چارواکو په خبره، وسله والو خپل مړي له سيمې انتقال کړي دي.

ياد عمليات وروسته له هغې پيل شول، چې پرون سهار د شمالي وزيرستان دته خېل سيمه کې د پاكستاني پوځ پر کاروان د سړک غاړې ماين چاودنه کې درې سرتېري ووژل شول او شپږ نور ټپيان شول.

پوځي چارواكو ويلي، چې چاودنه د ريموټ کنټرول په مټ تر سره شوې ده.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA