ads

بلوچستان كې نامعلومو وسله والو پنځو تنو ته مرګ ژوبله اړولې

د پاكستان په بلوچستان ايالت کې د نامعلومو وسله والو بريد کې پنځو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې. پاکستاني رسنيو د سيمه ييزو چارواکو له قوله ويلي، دا پېښه نن سهار د بلوچستان ايالت مرکز کويټې جواينټ سړک ته څېرمه رامنځته شوې ده.     د پاكستان په بلوچستان ايالت کې د نامعلومو وسله والو […]

نویسنده: TKG
15 چنګاښ 1394
بلوچستان كې نامعلومو وسله والو پنځو تنو ته مرګ ژوبله اړولې

د پاكستان په بلوچستان ايالت کې د نامعلومو وسله والو بريد کې پنځو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې. پاکستاني رسنيو د سيمه ييزو چارواکو له قوله ويلي، دا پېښه نن سهار د بلوچستان ايالت مرکز کويټې جواينټ سړک ته څېرمه رامنځته شوې ده.

 

 

د پاكستان په بلوچستان ايالت کې د نامعلومو وسله والو بريد کې پنځو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې.

پاکستاني رسنيو د سيمه ييزو چارواکو له قوله ويلي، دا پېښه نن سهار د بلوچستان ايالت مرکز کويټې جواينټ سړک ته څېرمه رامنځته شوې ده.

د سرچينې په وينا په دې پېښه كې د يوه پوليس په ګډون درې تنه وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.

په ټپيانو کې يوه مېرمن هم شامله ده.

دا په داسې حال کې ده، چې پرون هم د کويټې په باچا خان څلورلارې کې ماين چاودنې درې تنه وژلي او يو شمېر نور ټپيان كړي وو.

تراوسه د دې دواړو پېښو مسووليت چا پرغاړه نه دى اخيستى، خو په بلوچستان کې د دغسې بريدونو پړه ترډېره بلوڅ بېلتون غوښتونکي پرغاړه اخلي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA