د نشه يي توكو كركيله او اعتياد هغه ناوړه پديدې دي چې ورځ تر بلې يې لمن په هېواد كې پراخېږي. په تېرو وروستیو كلونو کې افغانستان د نړیوالو په وینا هغه هېواد وګڼل شو چې په کې تر ټولو زیات نشه یي توکي کرل کېږي او ورسره په څنګ كې
د نشه يي توكو كركيله او اعتياد هغه ناوړه پديدې دي چې ورځ تر بلې يې لمن په هېواد كې پراخېږي.
په تېرو وروستیو كلونو کې افغانستان د نړیوالو په وینا هغه هېواد وګڼل شو چې په کې تر ټولو زیات نشه یي توکي کرل کېږي او ورسره په څنګ كې قاچاق او کارول کېږي، خو په نشه يي توكو د روږدو كسانو له لوړې شمېرې سره سره ۸۰ فيصده معتادين درملنې ته لاسرسى نه لري.
د اندېښنې وړ زياتوالى
په هغه رپوټ كې چې د عامې روغتيا وزارت له خوا په ۲۰۰۵ كال كې خپور شوى و، په هېواد په نشه يي توكو د روږدو كسانو شمېره ۹۲۰ زره تنه ښودل شوې وه چې دا رقم په ۲۰۰۹ كال كې له يو ميليون څخه زيات او په ۲۰۱۴ ميلادي كال كې ۳ ميليونو ته رسېدلى دى.
د هغې ارزونې پايله چې په دې وروستيو كې له نشه يي توكو سره د مبارزې او عامې روغتيا وزارتونو له خوا د امريكا د متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزارت د معينيت په مرسته “په افغانستان كې د نشه يي توكو د كارونې ملي ارزونې” په نوم ترسره شوې، په هېواد كې په نشه د روږدو كسانو د شمېرې زياتېدل د اندېښنې وړ بولي.
دا ارزونه چې د هېواد په ۲۴ ولايتونو كې ترسره شوې ښيي چې په هېواد كې په نشه يي توكو د درې ميليونه روږدو كسانو له ډلې څخه ۳۰ په سلو كې يې ماشومان او ۷ په سلو كې يې ښځې دي.
د يادې شمېرې يو فيصد ماشومان په مستقيم ډول نشه يي توكي كاروي او پاتې نور يې په يو نه يو ډول له نشه يي توكو سره په تماس كې دي.
د عامې روغتيا وزارت وايي، په نشه يي توكو د روږدو درې ميليونه كسانو له ډلې څخه يوازې يو اعشاريه شپږ ميليونه سل په سلو كې روږدي دي او پاتې نور يې په اتفاقي ډول له نشه يي توكو څخه كار اخلي.
خو له نشه يي توكو سره د مبارزې وزيره سلامت عظيمي وايي، افغان حكومت اوسمهال د نشه يي توكو د غوښتنې د كمښت ۱۲۳ پروګرامونه تر لاس لاندې لري چې په هېواد كې به پلي شي.
ياده ارزونه دا هم ښيي، هغه كسان چې په كليو كې ژوند كوي له ښاري استوګنو څخه درې برابره زيات نشه يي توكي كاروي. د هېواد د كليو ۱۳ فيصده نفوس نشه يي توكي كاروي، په داسې حال كې چې دا رقم په ښارونو كې ۵ فيصده ته رسېږي او له ۱۵ كلونو څخه كم عمره ۹ فيصده ماشومان يو يا څو ډوله نشه يي توكي كاروي. تر ټولو زيات ترياك، ورپسې چرس او په درېيم ګام كې الكول كارول كېږي.
له نشه يي توكو سره د مبارزې وزارت چارواكي وايي، په تېرو كلونو كې به هر كال ۱۰ زره تنه په نشه يي توكو روږدېدل، خو اوس دا شمېره هر كال ۴۰ زرو ته پورته شوې او د درملنې ظرفيت ډېر لږ دى.
له نشه توكو سره د مبارزې وزيره سلامت عظیمي وايي، تروريزم، د نشه يي توكو د قاچاق شبكې او نا امني د افغانستان د بې ثباتۍ سبب ګرځېدلي او تر ټولو لوى علت يې د نشه يي توكو قاچاق دى.
د نوموړې په وينا، د هېواد په ۳۲ ولايتونو كې نشه توكي كرل كېږي، خو له ۹۴ فيصده څخه زيات دغه توكي د هېواد په ۴۱ ولسواليو كې كرل كېږي او له دې شمېرې څخه په ۱۰ ولسواليو كې د نشه يي توكو د كښت كچه ډېره لوړه ده چې په ټوليز ډول د هېواد ۵۴ فيصده نشه يي توكي جوړوي.
عظيمي وايي: “د اړوندو دولتي ادارو او سيمه ييزو چارواكو په مرسته به په دې ۱۰ ولسواليو باندې فشار راوړو، ترڅو د نشه يي توكو كښت راكم كړو، په دې اړه له ښو اجرااتو څخه د تقدير پروګرام په تېرو كلونو كې يو ميليون ډالره له هغو ولايتونو سره مرسته وكړه چې د نشه يي توكو كښت پكې صفر ته راټيټ شوى و، خو دا پروګرام اوس د ټولو هغو ولايتونو لپاره دى چې د قانون د تنفيذ، بديل معيشت او د تقاضا د كمولو په برخه كې لاسته راوړنې لري.”
د درملنې كم امكانات
په ورته مهال بيا د عامې روغتيا وزير فيروزالدين فيروز په تېر حكومت كې په نشه يي توكو د روږدو كسانو د ستونزې د حل لپاره جوړې شوې پاليسۍ هومره ګټورې نه بولي او وايي، دې پاليسيو عملي كارونه نه درلودل.
د هغه په وينا، د هېواد د عامې روغتيا وزارت د يوه كال په موده كې په نشه يي توكو د ۳۵ زره روږدو كسانو د درملنې توان لري، خو د دې د اندېښنې وړ شمېرې د درملنې لپاره ۵۰۰ زرو ډالرو ته اړتيا شته چې ياد وزارت يې په لاس كې نه لري.
نوموړى زياتوي چې د نورو سكټورونو تر منځ د همكارۍ پروګرام چې د دوى له خوا يې وړانديز شوى و، د وزيرانو شورا له خوا تاييد شوى چې پر بنسټ يې د عامې روغتيا، له نشه يي توكو سره د مبارزې، كورنيو چارو او د كار او ټولنيزو چارو وزارتونه به د يو بل ترڅنګ د دې ستونزې د حل لپاره هڅه وكړي.
فيروز وايي: “په ټول هېواد كې په نشه يي توكو د روږدو كسانو د درملنې لپاره ۲۵۰۰ بسترونه لرو او هر روږدى بايد د ۴۵ ورځو لپاره بستر شي، كله چې مو د يوه كال لپاره محاسبه وكړه، نو موږ په يوه كال كې له ۳۵ تر ۴۰ زرو په نشه يي توكو د روږدو افغانانو درملنه كولاى شو، حال دا چې د دا ډول كسانو شمېره درې ميليونه تنه ده او يوازې درملنه د حل لار نه ده.”
د هغه په خبره، ټولنه په دې برخه كې اساسي رول لري او د ديني عالمانو، مدني ټولنو، رسنيو او ښوونكو رول هم اغېزمن دى.
بلخوا بيا له نشه توكو سره د مبارزې وزيره سلامت عظيمي وايي، يوازې ۲۰ په سلو كې معتادين د اعتياد د پرېښودو خدمتونو ته لاسرسى لري او اوسمهال په نشه يي توكو ۴۰ زره روږدي كسان په ۱۰۸ مركزونو كې تر پاملرنې لاندې دي.
نوموړې زياتوي، بېكاري، د نشه يي توكو له زيانونو څخه د خلكو ناخبري او په ټولنه كې په نشه يي توكو د روږدو كسانو شتون په نشه د ځوانانو د اخته كېدو اساسي عوامل ګڼل كېږي.
د ښځو د معتادېدو علت
له نشه يي توكو سره د مبارزې وزارت د پاليسۍ او پلان جوړونې مرستيال محمد ابراهيم ازهر وايي، د نويو احصايو موندنې ښيي چې په هېواد كې له ۱۱۰ تر ۲۵۰ زره تنه ښځې په نشه يي توكو روږدې دي چې لومړى يې ترياك كارولي او وروسته چې د ترياكو اغېز ورباندې كم شوى، نو هيرويينو ته يې مخه كړې.
د هغه په وينا، زياتره معتادې ښځې د هرات، نيمروز، فراه، كندهار او ننګرهار ولايتونو په لرو پرتو ولسواليو كې اوسېږي، ځكه چې په يادو سيمو كې د خلكو د پوهاوي كچه ټيټه ده او له نشه يي توكو څخه د درملو په توګه كار اخلي چې د وخت په تېرېدو سره په دې موادو روږدې كېږي.
څېړنو ښودلې چې ښځې د بېلابېلو علتونو له كبله د نشه يي توكو كارولو ته مخه كوي، يو شمېر ښځې د ناپوهۍ له كبله نشه يي توكي د طبي هدفونو لپاره لكه د غاښونو د درد، د سر درد او يا د ځان درد د ارامولو په هدف كاروي.
يو شمېر نورې يې بيا د خپلو عزيزانو د مړينې د غم هېرولو، كورنيو ستونزو او تاوتريخوالي له كبله كاروي.
په ټوليز ډول ښځې له نشه يي توكو څخه د روغتيايي، كورنيو او ټولنيزو ستونزو د حل لپاره كار اخلي.
ښځې په خپلو كورنيو كې د مور د دندې تر څنګ د كورنۍ د غړو د پرستارۍ دنده هم پر غاړه لري، نو له همدې كبله كه چېرې په يوه كور كې د كور نارينه په نشه يي توكو روږدي وي، د كور ښځه هم په نشه اخته كېږي او نارينه خو بيا په اسانۍ سره د درملنې مركزونو ته مراجعه كوي، خو ښځې د زياتو محدوديتونو له كبله روغتيايي مركزونو ته لاسرسى نه لري.
بلخوا په زياترو ولايتونو كې چې كوكنار كرل كېږي، ښځې د نارينه وو ترڅنګ د كوكنارو په ځمكو كې كار كوي او په داسې حال كې چې خپله هم د هغو له زيانونو څخه ناخبره وي؛ معتادېږي.
له نشه يي توكو سره د مبارزې وزارت د شمېرو پر بنسټ همدا اوس په ټول هېواد كې د معتادينو د درملنې لپاره ۱۰۷ مركزونه شته چې له دې شمېرې څخه يوازې ۲۸ مركزونه يې په كابل كې پرانيستي دي.
د ياد وزارت چارواكي وايي، د معتادو ښځو او نجونو د درملنې لپاره ځانګړي مركزونه شته، خو د ټولنيزو او فرهنګي ستونزو په خاطر زيات شمېر كورنۍ خپلې په نشه يي توكو روږدې ښځې او نجونې د درملنې لپاره دې مركزونو ته نه وروړي.
بلخوا د كار او ټولنيزو چارو وزارت د ټولنيزو چارو مرستيال واصل نور مومند وايي چې اوسمهال ياد وزارت د معتادينو لپاره د حرفوي زده كړو يوازې يو مركز لري.
د هغه په خبره، په ۱۳۹۰ لمريز كال كې د وزيرانو شورا څلور وزارته دې ته اړ كړل، ترڅو په نشه يي توكو د روږدو كسانو د راټولولو، د هغوى د درملنې او ورته د كار موندنې لپاره يو پلان جوړ كړي.
د وزيرانو شورا د هماغې پرېكړې پر بنسټ، د كار موندنې مسووليت د كار او ټولنيزو چارو وزارت ته وسپارل شو چې په ۱۳۹۲ كال كې ۴۰۰ تنو (۲۰۰ ښځو او ۲۰۰ نارينه وو) ته حرفوي زده كړې وركړل شوې.
د نوموړي په وينا، دا پروژه د كولمبو پلان له خوا چې يو نړيوال بنسټ دى او له ۲۰۰۳ كال راپدېخوا په افغانستان كې له نشه يي توكو سره د مبارزې د ملي ستراتيژۍ د پروګرامونو د همغږۍ په خاطر د نشه يي توكو په وړاندې د مبارزې وزارت سره همكاري لري؛ تمويل شوه او د كولمبو پلان د مرستو د دوام په صورت كې به ۵۰۰ تنه نور هم په دې پروګرام كې شامل شي.
روږدي ماشومان د راتلونكي لپاره ګواښ
يو شمېر افغان ماشومان له پټکس سرېښ او پټرول تېلو څخه د کاذبو خوښيو او نشې لپاره کار اخلي او د يادو ماشومانو شمېر هم مخ په لوړېدو دى.
د ماشومانو تر منځ په انشاقي بڼه له پټکس سرېښ او پټرول تېلو ورځ تر ورځې زياتېدونکې کارونې د ماشومانو په اړه اندېښنې رامنځته کړي او تر اوسه پورې اړوند بنسټونو د دې ستونزې د مخنيوي لپاره اغېزناکې هڅې نه دي کړي.
زياتره هغه ماشومان چې موچيتوب كوي او يا هم د موټرونو د سيټونو جوړولو په دوكان كې كار كوي، په پټكس سرېښ روږدي شوي دي.
په كابل كې د امريكا د سفارت له نشه يي توكو سره د مبارزې د همغږۍ رئيس ډنفوټ وايي، له پنځلس كلنۍ څخه كم عمره لس فيصده افغان ماشومان په نشه يي توكو روږدي دي.
نوموړى د دې ماشومانو كورنۍ او لويان په نشه د دوى په اخته كېدو كې ګرم ګڼي او زياتوي، ډېرى ماشومان ځكه معتاد شوي چې كورنۍ يې نشه يي توكو كاروي.
د افغانستان د بشري حقونو په خپلواک کمېسيون کې د ماشومانو له حقونو د ملاتړ ملي همغږي کوونکي نجيب الله ځدراڼ د ماشومانو د معتادېدو په برخه کې د دولت د کړنو په اړه وويل: “له بده مرغه د هغو زيانونو په برخه کې چې ماشومان له خطر سره مخ دي، ډېر کم کار شوى دى، د سمي توکو کارول چې ماشومان مسموموي، په رښتيا هم د ماشومانو لپاره خطرناک دي.”
هغه زياته کړه، د ماشومانو د حقونو کنوانسيون پر بنسټ، اړوند ارګانونه دې ته اړ دي، د ټولو هغو خطرونو مخه ونيسي چې د ماشومانو سلاماتيا، جسمي او فکري ودې ته زيان رسوي.
ځدراڼ په افغانستان کې په نشه يي توکو د روږدو زرګونو ماشومانو شتون د افغانستان د راتلونکي لپاره ستر خطر وباله او ويې ويل چې له دغه خطر څخه د مخنيوي په برخه کې بايد اړوند ارګانونه جدي اقدامات ترسره کړي.
په ورته مهال د شهيد استاد رباني د ښوونې او روزنې پوهنتون استاد سيد حسين سجاد په هېواد كې په نشه يي توكو د روږدو كسانو لوړه شمېره په ټولنيزو بدلونونو، د بېوزلۍ د كچې پراخېدو، بېكارۍ، د كوكنارو په كروندو كې د ماشومانو كار كولو، له ترياكو څخه د درملو په توګه كار اخيستلو، نشه يي توكو اسانه لاسرسي او ګاونډيو هېوادونو ته د افغانانو تګ پورې تړلې بولي.
د كندهار روغتيايي چارواكي وايي چې په دې ولايت كې ۱۰۰ زره تنه په نشه يي توكو روږدي دي.
د كندهار امنيه قوماندان جنرال عبدالرازق په خپل شخصي لګښت د معتادينو د درملنې لپاره دوه روغتيايي مركزونه جوړ كړي دي.
له دې مركزونو څخه يو په ډنډ ولسوالۍ كه دى چې په نشه يي توكو د روږدو كسانو د درملنې ترڅنګ هغوى ته د حرفوي زده كړو پروګرام هم لري.
د كندهار د امنيه قوماندانۍ له نشه يي توكو سره د مبارزې امريت مرستيال محمد اسماعيل وايي، هغه معتادين چې درملنه يې شوې او له روغتون څخه رخصت شوي دي؛ د دې لپاره چې بيا معتاد نه شي د روغتيايي كاركوونكو له خوا تعقيبېږي او په مكرر ډول له هغوى سره په اړيكه كې وي.
په هرات ولايت كې هم په نشه يي توكو د روږدو كسانو شمېر ۶۰ زره تنو ته رسېږي چې ۱۳ فيصده يې ښځې او ۷ فيصده يې ماشومان دي.
د دې ولايت له نشه يي توكو سره د مبارزې رئيس غلام جیلاني دقیق وايي، د معتادينو له ډلې څخه ۴۵ په سلو كې له كريسټال او ترياكو او ۵۵ په سلو كې له نورو نشه يې توكو څخه كار اخلي.
د بدخشان د عامې روغتيا رئيس ډاكټر محمد نور خاوري په دې ولايت كې د معتادينو شمېر ۴۰ زره تنه ښيي چې ښځې، ځوانان او ماشومان دي.
د هغه په وينا، د دغو معتادينو ډېر كم شمېر يې د درملنې په درېيو مركزونو كې چې يوازې يو ۲۰ بستريز مركز يې د ښځو او ماشومانو او دوه نور مركزونه د نارينه وو لپاره دي؛ تر درملنې لاندې دي.
په بلخ كې په دې وروستيو كې د ترسره شوې ارزونې له مخې، په دې ولايت كې ۲۰۰ زره تنه په نشه يي توكو روږدي دي. دا ارزونه د “خط نو” په نوم بنسټ له خوا شوې ده.
د دې بنسټ مرستيال شكور نجفي زاده وايي، د دغو معتادينو له ډلې ۳۴ فيصده يې ماشومان دي او په وينا يې، په نشه يي توكو د دغو ماشومانو د روږدېدو اصلي علت روږدې ميندې دي.
نوموړى زياتوي، ډېرى ماشومان له زېږېدو وړاندې د مور په رحم كې د مور له اعتياد څخه اغېزمن شوي دي.
پايله
يو شمېر پوهان په دې اند دي چې كه چېرې په نشه يي توكو د روږدو كسانو درملنه او د هغوى لپاره د كارموندلو موضوع ته دولت او نړيواله ټولنه پاملرنه ونه كړي او لازمه بودجه ورته ونه ټاكل شي، نو زموږ هېواد به تر راتلونكو لسو كلونو پورې تر دې هم د معتادينو له لوړې شمېر سره مخ شي چې له ناامنۍ څخه وروسته به زموږ د هېواد لپاره ستر ګواښ وي.
يوازې د درملنې د مركزونو موجوديت به د معتادينو د شمېرې په راكمولو كې ګټور نه وي، بلكې نشه يي توكو ته په اسانه د لاسرسي او د كوكنارو د كښت مخه بايد په جدي توګه ونيول شي، ځكه تجربو ښودلې چې زيات شمېر معتادينو له درملنې وروسته نشه پريښې، خو كله چې نشه يي توكي ورته په اسانۍ سره لاس ته ورغلي، د دويم او درېيم ځل لپاره يې ورته مخه كړې ده.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


