ads

د جلال اباد ډېری سړکونه د خلکو پرمخ تړلي

د جلال اباد ښار یو شمېر اوسېدونکي د ښار په ځینو فرعي لارو او کوڅو کې د ځینو دولتي او نادولتي  ادارو او د زورواکو د کورونو په مخکې د موانعو له شتون څخه نور پوزې ته راغلي او وايي چې دوی ان خپلو کورونو ته په اسانه له تګ راتګ څځه محروم شوي دي. […]

نویسنده: TKG
13 چنګاښ 1394
د جلال اباد ډېری سړکونه د خلکو پرمخ تړلي

د جلال اباد ښار یو شمېر اوسېدونکي د ښار په ځینو فرعي لارو او کوڅو کې د ځینو دولتي او نادولتي  ادارو او د زورواکو د کورونو په مخکې د موانعو له شتون څخه نور پوزې ته راغلي او وايي چې دوی ان خپلو کورونو ته په اسانه له تګ راتګ څځه محروم شوي دي.

د جلال اباد ښار یو شمېر اوسېدونکي د ښار په ځینو فرعي لارو او کوڅو کې د ځینو دولتي او نادولتي  ادارو او د زورواکو د کورونو په مخکې د موانعو له شتون څخه نور پوزې ته راغلي او وايي چې دوی ان خپلو کورونو ته په اسانه له تګ راتګ څځه محروم شوي دي.

دوی د ننګرهار له ولایتي ادارې څخه غواړي چې د لارو او کوڅو خلاصون ته جدي پاملرنه وکړي او خلک نور په عذاب نه کړي. د جلال اباد اوسېدونکي وايي چې د زورواکو، دولتي او نادولتي ادارو له لوري د فرعي کوڅو او سړکونو بندېدلو د ښار په لویو واټونو او سړکونو کې ګڼه ګوڼه زیاته کړې ده.

د جلال اباد ښار ځینې اوسېدونکي وايي چې د عاجلې اړتیا پرمهال د پولیسو له لوري د تلاشۍ باوجود هم تګ راتګ ته نه پرېښودل کېږي.

د جلال اباد ښار اوسېدونکی میرویس چې له غوسې تک سور اوښتی و، وویل: (( نور یې تېښتې ته مجبور کړي یو، په جلال اباد کې موانعې بیخي ډېرې شوې او ستونزې یې زیاتې کړې دي، هر لور ته چې ځې سمټي دیوالونه ترمخ راڅرګندېږي.))

د ننګرهار د خوګیاڼیو ولسوالۍ اوسېدونکی سمسور چې دم ګړۍ په جلال اباد ښار کې اوسېږي، وايي چې یو شمېر لوی سړکونه او لاروې امنیتي ادارو هم تړلې دي:(( په ښار كې د امنیه قومندانۍ مخه بنده وي، د ملي امنیت مخه بنده وي، د هوايي میدان مخه بنده وي او هر وکیل د كور مخې ته تېره شوې لاره او کوڅه بنده کړې، د دوی له لاسه موږ خپلو کورونو ته هم تګ راتګ نشو کولای.))

منتقدین وايي، په لارو او سړکونو کې د موانعو په اېښودو سره نه یوازې امنیت نشي تامیندای، بلکې برعکس د ولسي او حکومت ترمنځ واټن او پرېکوڼ ته هم لمن وهلی شي. د ننګرهار د عالی دارالمعلمین استاد عبدالصبور وطنوال وايي چې د امنیت ټینګول د دولت دنده ده:((دولت باید خپل امنیت ونیسي، نه دا چې د خلکو پر مخ لارې وتړي.))

د ننګرهار د والي ویاند احمدضیا عبدالزی بیا وايي چې نوی والي د خلکو ستونزې له نږدې څخه څاري او د ښاري نظم او دسپلین لپاره له ځانه سره ځانګړی پلان لري:(( په دغه برخه کې ښاروالۍ، ټرانسپورټ، پولیسو، ټرافیکو او نورو اړوند ادارو ته دنده سپارل شوې چې لارې بندې نه کړي او د ښاریانو لپاره د زحمت سبب ونه ګرځي.))

د عبدالزي په خبره په ښار کې د ټولو ستونزو د حل په هدف د پلان په سر کې یوه هم په  لارو کې د شته موانعو له منځه وړل او لرې کول دي. نوموړی وايي چې د شتو موانعو په اړه په راتلونکې کې کار کوي، خو ډاډ یې ور کړ چې نوې لارې به په موانعو بندې نه شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA