د ننګرهار مرکز جلال اباد کې د بیارغونې برخه کې د یو این هبیتات موسسې په مرسته د ۴ میلیونه ډالرو په لګښت د دوو پروژو چارې پيل شوې. چارواکي وايي، یادې پروې به د درېیو کلونو په موده کې بشپړې شي.
د ننګرهار مرکز جلال اباد کې د بیارغونې برخه کې د یو این هبیتات موسسې په مرسته د ۴ میلیونه ډالرو په لګښت د دوو پروژو چارې پيل شوې.
چارواکي وايي، یادې پروې به د درېیو کلونو په موده کې بشپړې شي.
د ننګرهار والي سلیم کندوزي د یوې خبري غونډې پرمهال وویل، چې د ۴ میلیونو ډالرو په ارزښت دغه دوه لویې رغنیزې پروژې د یو این هبیتات او جلال اباد ښاروالۍ ترمنځ لاسلیک شوې.
هغه زیاته کړه ، د دغو پروژو په درې کلنه موده کې به د ۲ اعشاره ۱ میلیون ډالرو په ارزښت د ښار په اووه ګونو ناحیو کې ۳۰ کیلو متره ویالې، د ۱۹ کیلو متره سړکونو کانکریټ او ۵۰ متره پولچکونه ورغول شي.
د والي کندوزي د معلوماتو له مخې د پروژې بله برخه کې د ښار په تنظیم، پاکوونې او ساتنه کې د خلکو ونډه اخیستنه او دغه راز د ښاریانو په خوښه او ونډه اخیستنه د ویالو، سړکونو او پولچکونو جوړول شامل دي.
افغانستان کې د یو این هبیتات موسسې مشر ډاکټر متیو فرینچ وویل، چې دا پروژې به د ولایتي ادارې او ښاروالۍ له لورې تطبیقيږي، چې موخه یې خلکو ته د بنسټیزو خدمتونو وړاندې کول دي.
د یادولو وړ ده، چې یو این هبیتات موسسه له تیرو شاوخوا ۲۰ کلونو راهیسې په افغانستان کې د ښاري پراختیا او رغونې په برخه کې له ښاروالیو سره مرستې کوي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


