د پاكستان د سند ايالت په مركز كراچۍ ښار كې د سختې ګرمۍ له كبله ۱۷ نورو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړى دى. د پاکستان جيو ټلوېزيون د سيمه ييزو چارواکو له قوله ويلي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د كراچۍ ښار په بېلابېلو روغتونونو کې ۱۷ نور کسان د سختې
د پاكستان د سند ايالت په مركز كراچۍ ښار كې د سختې ګرمۍ له كبله ۱۷ نورو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړى دى.
د پاکستان جيو ټلوېزيون د سيمه ييزو چارواکو له قوله ويلي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د كراچۍ ښار په بېلابېلو روغتونونو کې ۱۷ نور کسان د سختې ګرمۍ له كبله مړه شوي دي، چې په دې سره له تېرو دوو اونيو راهيسې په سند ايالت كې د مړو شويو کسانو شمېر ۱۱۶۶ کسانو ته پورته شوى دى.
د کراچۍ ښار په ټولو روغتونونو کې بېړنى حالت په خپل ځاى پاتې دى.
ځايي چارواکو له خلکو غوښتي، چې له اړتيا پرته دې له خپلو کورونو نه وځي.
داپه داسې حال کې ده، چې د کراچۍ په ګډون د پاکستان ستر ښارونه د برېښنا د پرچاوۍ له كبله ګڼو ستونزو سره مخ دي او په همدې تړاو يو شمېر خلكو اعتراضونه پيل كړي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


