نن د جون دېرشمه د ايران او پنځه جمع يو هېوادونو ترمنځ د شوې موافقې له مخې د ايران د اټومي پروګرام په اړه وروستۍ هوكړې ته د رسېدو لپاره د ضرب الاجل وروستۍ نېټه ده.
نن د جون دېرشمه د ايران او پنځه جمع يو هېوادونو ترمنځ د شوې موافقې له مخې د ايران د اټومي پروګرام په اړه وروستۍ هوكړې ته د رسېدو لپاره د ضرب الاجل وروستۍ نېټه ده.
په همدې حال کې د فرانسې د بهرنيو چارو وزير ويلي، مذاکره کوونکو ډلو د تېرې يکشنبې په ورځ په ويانا کې هوکړه وکړه، چې د ايران اټومي مذاکراتو د پاى لپاره کومه بله نېټه ونه ټاکي.
خو بله غاړه بيا ايران او د پنځه جمع يو هېوادونو استازو تاييد کړې، چې پيل شوي مذاکرات تر ټاکلې نېټې ختمېدلاى نه شي او ښايي تر راتلونکو څو ورځو پورې دوام وکړي.
د ايران لانجمن اټومي پروګرام په اړه روان مذاکرات په دې هدف ترسره کېږي، چې دغه هېواد له خپل اټومي فعاليت څخه لاس واخلي او په بدل کې به يې نړيوال پرې لګېدلي اقتصادي بنديزونه لرې کوي.
دا په داسې حال کې ده، چې د ايران د بهرنيو چارو وزير او د خپل اټومي پروګرام مرکچي محمد جواد ظريف وړمه ورځ ناوخته تهران ته ستون شوى، ترڅو له خپل حکومت سره تر مشورې وروسته نن بېرته ويانا ته لاړ شي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


