ads

لاهور ښار كې د امنيتي ځواكونو او وسله والو ترمنځ نښته شوې

د پاکستان په لاهور ښار کې د پوليسو او استخباراتي شبکو عملياتو کې د څلورو وسله والو د وژلو ادعا شوې ده. پاکستاني رسنيو د پوليسو له قوله ويلي، چې له تېرې شپې تر نن سهاره عملياتو كې دوه وسله وال په ټپي حالت کې نيول شوي هم دي. د پاکستان په لاهور ښار کې […]

نویسنده: TKG
8 چنګاښ 1394
لاهور ښار كې د امنيتي ځواكونو او وسله والو ترمنځ نښته شوې

د پاکستان په لاهور ښار کې د پوليسو او استخباراتي شبکو عملياتو کې د څلورو وسله والو د وژلو ادعا شوې ده. پاکستاني رسنيو د پوليسو له قوله ويلي، چې له تېرې شپې تر نن سهاره عملياتو كې دوه وسله وال په ټپي حالت کې نيول شوي هم دي.

د پاکستان په لاهور ښار کې د پوليسو او استخباراتي شبکو عملياتو کې د څلورو وسله والو د وژلو ادعا شوې ده.
پاکستاني رسنيو د پوليسو له قوله ويلي، چې له تېرې شپې تر نن سهاره عملياتو كې دوه وسله وال په ټپي حالت کې نيول شوي هم دي.
د رپوټونو له مخې، دغه عمليات د لاهور شيخپورې پټهان کالونۍ سيمه کې ترسره شوي دي.
ويل كېږي يو شمېر وسله وال په يو کور کې پټ وو، چې د پوليسو په راتګ يې ډزې کړې او د دواړو لوريو تر منځ سخته نښته وشوه.
د نښتې پرمهال يوه ځانمرګي بريدګر خپلو چاودېدونکو توکو ته چاودنه هم ورکړې، چې په نتيجه کې يې د يوه پوليس په ګډون نهه تنه ټپيان شوي دي.
د پوليسو په وينا، له وسله والو وسلې، ځانمرګي واسکټونه او نور چاودېدونکي توکي نيول شوي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA