په ننګرهار کې د کورنیو تولیدي فابریکو مسوولین وايي، که په بهرنیو توکو ټکسونه لوړ نشي؛ نو د دوی فابریکې به له سقوط سره مخ شي. دوی په دولت نیوکه کوي چې د برېښنا، امنیت، ځمکې او نورو اسانتیاو په برخه کې يې ورسره تر اوسه هېڅ راز مرسته نه ده کړې. د دغو صنعتي فابریکو مسوولین
په ننګرهار کې د کورنیو تولیدي فابریکو مسوولین وايي، که په بهرنیو توکو ټکسونه لوړ نشي؛ نو د دوی فابریکې به له سقوط سره مخ شي. دوی په دولت نیوکه کوي چې د برېښنا، امنیت، ځمکې او نورو اسانتیاو په برخه کې يې ورسره تر اوسه هېڅ راز مرسته نه ده کړې. د دغو صنعتي فابریکو مسوولین وايي، که حکومت ورسره په یادو برخو کې مرسته وکړي؛ نو کورنیو تولیداتو ته د ودې ترڅنګ به ګڼو بی روزګاره ځوانانو ته د کار زمینه برابره شي.
د خپل تولید اړتیا
شیرمحمد په جلال اباد ښار کې د (ګیفټ ټو زیسټ) په نوم د خوراکي توکو د پروسیس فابریکه لري. له نوموړي سره په فابریکه کې شاوخوا ۳۵ تنه کار کوي، غیر مستقیم یې سلګونه تنو ته د کار زمینه برابره کړې ده: ((که حکومت په صنعتي ښارګوټو کې موږ ته د امنیت او برېښنا ستونزې حل کړي، نورو خلکو ته به هم د کار زمینه برابره شي.)) نوموړی له بهرنیو توکو سره د دوی د رقابت د کمزورۍ یوازینی علت په بهرنیو توکو د ټکس کموالی په ګوته کوي:(( که پر بهرنیو توکو ټکسونه لوړ شي، موږ به ورسره ښه رقابت وکړاى شو.)) شیرمحمدي په دې برخه کې پر عامو خلکو د افغاني تولیداتو غږ وکړ:((له خلکو مو دا غوښتنه ده چې خپل افغاني تولیدات واخلي او دې تولیداتو ته وده ورکړي او له تجارانو مې دا غوښتنه ده، هغه پيسې چې په بهرنیو توکو بندوي موږ ته دې راکړي، موږ به ورته په ښه کیفیت اجناس برابر کړو.))
اصلي ستونزې
په ننګرهار کې د جاوید افغان په نوم د وسپنې د ویلي کولو او کرنیزو افزارو جوړولو فابریکې مسوول تور ملنګ هم دغو ستونزو ته اشاره کوي او د دولت د همکارۍ غوښتنه لري. هغه وايي:((صنعتي پارکونو ته د امنیت نشتوالي له كبله نه شو ورتلی، په ښار کې د ځایونو د نشتوالي ستونزه لرو او ترڅنګ یې پر بهرنیو توکو کم ټکسونه بله لویه ستونزه ده. دغو چارو موږ له رقابت پاتې کړې یو.)) محمد نادر بختانی په ننګرهار کې د احسان حمایت په نوم د یوناني دوایانو د تولید فابریکه لري. دی وايي د بریښنا نشت او امنیتي ستونزو یې د اجناسو بیې لوړې کړې او نه شي کولی له ګاونډیو هېوادونو سره رقابت وکړي: ((که پر بهرنیو توکو ګمرکي ټکسونه لوړ شي، د هغې بیې لوړیږي؛ نو بیا موږ کولی شو، رقابت ورسره وکړو.))
د چارواکو غبرګون
د ننګرهار ولایت چارواکي هم د امنیت، برېښنا او ټکسونو په برخه کې د صنعتکارانو ستونزې مني او وايي چې د حل لپاره یې هلې ځلې پیل کړې دي.
د ننګرهار د سوداګرۍ او صنایعو رئیس شیرعالم امله وال له کلید سره د یوې ځانګړې مرکې پر مهال وویل چې د سوداګرو دغه ستونزې یې د حل لپاره د وزارت تر کچې رسولې او هم یې نوي والي ته په خپل درې میاشتني کاري پلان کې ځای پرځای کړې دي:((ستونزې د امنیت، برېښنا او ټکسونو په برخه کې شته؛ موږ یو منظم پلان جوړ کړی، وزارت ته مو هم رسولی او نوي والي صاحب ته مو هم د خپل درې میاشتني کاري پلان پر مهال وړاندې کړې.))
د یاد ریاست د معلوماتو له مخې اوسمهال په ننګرهار کې درې صنعتي پارکونه شتون لري چې تر ډېره په کې د یادو ستونزو له كبله فابریکې فعالیت نه کوي. د شیرعالم امله وال په وینا، په ننګرهار کې یې د لویو او وړو صنعتي فابریکو په اړه یوه سروې پیل کړې چې د جلال اباد ښار په ګډون يې په نږدې ولسوالیو کې ۱۸۰ لويې او وړې فابریکې راجسټر کړې دي:((دغه فابریکې د وسپنې له ویلي کولو پيل، د المونیمي لوښو جوړولو، خوراکي توکو تولید او پروسس، لاسي صنایعو او فرنیچر په برخه کې تولیدات کوي.))
د صنعتي فابریکو ګټې
د اقتصادي چارو پوهان په دې باور دي چې په هېواد کې دننه د صنعتي فابریکو شتوالی د اقتصادي پرمختګ او جرایمو د مخنیوي سبب کیږي. د ننګرهار پوهنتون استاد پوهنیار الهام الدین ساپی وايي:(( پر بهرنیو تولیداتو د ټکس لوړوالی، د امنیت ټینګښت او د برېښنا ستونزه حل کول هغه څه دي چې له کبله یې د یو هېواد لویې او وړې صنعتي فابریکې پرمختګ کولی شي.)) نوموړی د فابریکو شتوالی د اقتصاد لوړوالی بولي او زیاتوي:((که په یو هېواد کې صنعتي فابریکې تقویه شي، له یوې خوا ځوانانو ته د کار زمینه برابریږي، له بلې خوا کله چې ځوانان په کار مصروف شي د جرایمو کچه ورسره کمیږي.))
په ننګرهار کې که څه هم درې صنعتي ښارګوټي جوړ شوي؛ خو دغه ګڼې فابریکې ځکه په ښاري سیمو کې فعالیت کوي چې په لرو پرتو سیمو کې د امنیت د نشتوالي ترڅنګ د برېښنا اسانتیاوې هم نه دي برابرې شوې او صنعتي ښارګوټي په خپل حال پاته دي.


