د چنګاښ په لومړۍ نېټه پر ولسي جرګه د وسله والو له لوري ډله ييز بريد او د يوه سرتېري لخوا يې خنثى كولو، كه څه هم پر افغان ځواكونو د خلكو باور زیات کړ، خو د امنيتي وضعيت د نه كنټرول په برخه كې په لويه كچه د چارواكو او مسوولينو د بې غورۍ په اړه ګڼې اندېښنې راپورته شوې دي.
د چنګاښ په لومړۍ نېټه پر ولسي جرګه د وسله والو له لوري ډله ييز بريد او د يوه سرتېري لخوا يې خنثى كولو، كه څه هم پر افغان ځواكونو د خلكو باور زیات کړ، خو د امنيتي وضعيت د نه كنټرول په برخه كې په لويه كچه د چارواكو او مسوولينو د بې غورۍ په اړه ګڼې اندېښنې راپورته شوې دي.
په دې منځ کې تر ټولو مهمه پوښتنه دا ده چې څنګه كېداى شي په کابل کې د دا دومره ډېرو امنیتي تدابیرو با وجود، برید کوونکي ځان د پارلمان تر ودانۍ ورسوي او یوه چټکه حمله ترسره کړي. په دې پسې تړلې پوښتنه دا ده چې ايا له بريدګرو سره له داخل څخه همکاري شوې او كه نه؛ نورې مافيايي او استخباراتي كړۍ دومره فعاله دي چې بريدګر د قانون جوړولو د کور تر درشله پورې رسوي؟ که څه هم په کره توګه به د دغو پوښتنو لپاره، ځوابونه د امنیتي ځواکونو تر پلټنو وروسته وموندل شي، خو د ولسي جرګې استازي او کارپوهان په دې اړه خورا ډېر شکونه لري.
په ولسي جرګه کې د کابل د خلکو استازي فرخنده زهرا نادري په دې باور ده چې دا برید ناڅاپه نه دی ترسره شوی، بلکې د یو شمېر ملي غدارانو په همکارۍ ترسره شوی دی. د بدخشان د خلکو استازو نیلوفر ابراهیمي وویل، څو چې همکاري نه وي، څوک زموږ حریم ته راننوتی نشي.
د کابل د خلکو استازې جنرال نظیفه ذکي وویل، بریدګر د تورو ښیښه لرونکو او بې نمبر پلیټه موټرو پر مټ کابل ته رادننه شوي او دا موضوع باید جدي وڅېړل شي.
د لغمان د خلکو استازي جنرال نقیب الله پر دې ټینګار وکړ، کوم کسان چې په حکومت کې واک لري، برید کوونکي یې تر ملي شورا راوستي دي.
د پوځي چارو كارپوه ډګروال صابرغروال وايي، دا بريد كه څه هم طالبانو یې مسوولیت پر خپله غاړه اخستى، خو طراحي یې په ټيټه كچه ناممکنه ده:(( يو خو ظاهري تحليل دى چې طالبان هر شی په خپله غاړه اخلي، اما دا ډېره ستره دسيسه كېداى شي.))
خو د ولسي جرګې یو شمېر نور غړي او کارپوهان بيا پر ولسي جرګې بريد له پاكستاني استخباراتو سره د حكومت د امنيتي تفاهم ليك له مسئلې سره تړلی بولي او وايي، د ياد تړون په اړه ولسي جرګې سخت غبرګون وښود، ځكه نو پاکستاني استخباراتي کړیو د دې بريد په ترسره كولو افغان وكيلانو ته يوه اخطاريه وركړه.
په ولسي جرګه کې د بدخشان د خلکو استازې فوزیه کوفي همدا خبره کوي. نوموړې وايي چې پر ملي شورا برید د کابل او اسلام اباد ترمنځ د استخباراتي هوکړه لیک په تړاو د ولسي جرګې د دریځ پر وړاندې د غچ اخستنې په هدف ترسره شوی.
هغې زیاته کړه چې په دې اړه باید جدي څېړنې وشي. د کندهار د خلکو استازې شکیبا هاشمي هم پر ولسي جرګه د تېرې اوونۍ برید د پاکستان او سیمې د استخباراتو کار وباله او ویې ویل برید ځکه شوی چې شورا شتون ونه لري او په افغانستان کې د داعش فعالیت ته لار اواره شي.
د چارو كارپوه ډاكټر عبدالاحد بیا په دې اړه شكونه او تردیدونه په دوو كټګوريو وېشي. دى وايي له پاكستان سره پر سند د ولسي جرګې مخالفت او د هندي رسنيو لخوا د بريد په تړاو خپاره شوي مطالب لاپسې دا شکونه پیاوړي کوي:((ولسي جرګې د دې تړون مخالفت وكړ ځكه چې ويل يې دې كې د افغانستان ملي ګټې نه دي خوندي شوي، بله دا چې هند وويل د افغانستان پر پارلمان بريد څو كاله پخوا د هند پر پارلمان د بريد ياد تازه كړ، دا په دې معنی ده چې هند په ښكاره په دې موضوع كې د پاكستان لاس لرلو ته اشاره كړې ده.)) هندي رسنيو د هېواد پر ملي شورا تر برید وروسته، د خپل هېواد د مهمو چارواكو په حواله دا ټکي خپاره کړي دي. خو پاکستان د افغانستان پر ملي شورا د برید غندنه کړې ده.
پر ولسي جرګه تېره اوونۍ داسې مهال برید وشو چې په پام کې وه د ملي دفاع وزیر معصوم ستانکزی د جمهور رئیس د دوهم مرستال له لوري جرګې ته معرفي او خپل پروګرامونه تشریح کړي. په دغه برید کې د یوې ښځې او ماشومې په ګډون پنځه تنه وژل شوي او ۳۱ نور ملکي وګړي ټپیان دي. ویل کېږي چې په دغه برید کې اتو تنو وسله والو برخه درلوده چې تر برید وروسته د وسله والو او افغان ځواکونو تر منځ نښته هم شوې او اته واړه برید کوونکي وژل شوي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


