ads

نا امني د ملت تر کوره

که څه هم له ګڼو امنیتي پوستو د ځانمرګو برید كوونكو تېرېدل او پر ملي شورا د هغوی ډله ييز برید د امنيت په اړه ګڼې پوښتنې او اندېښنې راولاړې کړې دي، خو یو زیات شمېر افغانان په ډېر کم وخت کې د دې برید مهارول، د افغان سرتېرو وړتيا او زړورتیا بولي. که څه […]

نویسنده: TKG
7 چنګاښ 1394
نا امني د ملت تر کوره

که څه هم له ګڼو امنیتي پوستو د ځانمرګو برید كوونكو تېرېدل او پر ملي شورا د هغوی ډله ييز برید د امنيت په اړه ګڼې پوښتنې او اندېښنې راولاړې کړې دي، خو یو زیات شمېر افغانان په ډېر کم وخت کې د دې برید مهارول، د افغان سرتېرو وړتيا او زړورتیا بولي.

که څه هم له ګڼو امنیتي پوستو د ځانمرګو برید كوونكو تېرېدل او پر ملي شورا د هغوی ډله ييز برید د امنيت په اړه ګڼې پوښتنې او اندېښنې راولاړې کړې دي، خو یو زیات شمېر افغانان په ډېر کم وخت کې د دې برید مهارول، د افغان سرتېرو وړتيا او زړورتیا بولي.

ګڼو افغان رسنيو او ټولنيزو شبکو کې د افغان پوځي عیسى خان انځورونه او خبرې خپرې شوې چې په ډېر کم وخت کې د هغه د زړورتیا له کبله ټول ځانمرګي برید كوونكي له پښو وغورځول شول او ويې نه شوای کړی چې د ملي شورا ودانۍ ته ننوځي.

ګڼ افغانان په دې نظر دي چې د عیسی خان زړورتیا د دې باعث شوه چې د ملي شورا غړو ته د ستر ورپېښ ګواښ مخنیوی وکړي. خلکو ته د ملي امنيتي ځواکونو دا په وخت اقدام او له یوه ستر امنيتي ګواښ نه مخنیوی، یوه لویه لاس ته راوړنه ښکاري او دا باور څرګندوي چې دغه ځواکونه کولای شي د امکاناتو، وسلو او تجهیزاتو په لرلو سره د ناامنیو مخه ونیسي.

د افغان دولت وسله والو مخالفينو په داسې وخت کې د افغانستان پر ملي شورا برید وکړ چې د افغانستان د اساسي قانون له مخې تر پنځو کلونو وروسته د دوی کاري دوره پاى ته رسېده، خو جمهور رئیس محمد اشرف غني د پارلماني ټاكنو د پايلو تر اعلان پورې د ولسي جرګې د کاري دورې د غځولو لپاره د ګڼو بنسټونو له استازو سره ولیدل او د دې جرګې کاري دوره یې وغځوله.

د برید په ورځ د ولسي جرګې د غځول شوې كاري دورې لومړۍ عمومي غونډه وه چې په كې  دفاع وزارت ته کاندید معصوم ستانکزی ورپېژندل کېده. همدا چې د ولسي جرګې مشر د جمهور رئیس دویم مرستیال، ستانکزي او ورسره راغلو مېلمنو ته تالار ته د ننوتو خبره وکړه، د ملي شورا امنيتي وره سره لومړى موټر بم ځانمرګى بريد وشو او شپږ تنه نورو برید كوونكو ملي شورا ته د ننوتو هڅه وکړه، خو د یوه ځوان افغان پوځي عیسی خان له خوا د برید په لومړيو شېبو کې په نښه شول.

د دغه برید د مخنيوي په تړاو، د عیسی خان او نورو امنيتي ځواکونو دا په وخت اقدام، په ټولو افغان رسنیو او ټولنیزو شبکو کې وستایل شو. حتی دا هم وویل شول چې ځینو وکیلانو او د کندهار امنیه قوماندان له یاد پوځي سره د نغدي مرستو ژمنې وکړې.

سره له دې چې د دې برید په وخت مخنیوی د ټولو افغانانو او د ولسي جرګې د ټولو غړو له خوا وستایل شو، خو ورسره د امنيت په اړه ځينې پوښتنې او اندېښنې هم راولاړې شوې. ډېری دا پوښتنه لري چې په کابل ښار کې د ګڼو امنیتي پوستو باوجود برید كوونكي څنګه وتوانېدل چې له ار پي جي او نورو مهماتو سره ځانونه د افغانستان ملي شورا ته ورسوي.

د خلکو اندېښنه دا ده چې د کابل ښار په يوه مهمه سیمه کې د دولت یو بنسټ ولسي جرګه په نښه شوې او که د امنیتي مسایلو په اړه جدي غور ونه شي او امنيتي طرحو باندې له سره غور ونه شي، ښايي د دولت نور مهم بنسټونه هم د برید نښه وګرځي او په نتيجه کې يې عام افغانان تلفات وويني. د خلکو اندېښنه دا هم ده چې وسله والو طالبانو د روژې په مبارکه میاشت کې دا برید ترسره کړ او د دوی په اند ښايي وروسته تر دې دا ډول بریدونه ډېر شي او تر روژې وروسته لوړې کچې ته ورسېږي.

وسله وال طالبان دا برید په داسې حال کې کوي چې سیاسي استازو يې بهرنیو هېوادونو کې له یو شمېر سیاسي افغان استازو او مخورو سره د خبرو اترو لړۍ پیل کړې. افغانان چې د ښه نیت لرونکي دي دې خبرو ته لېواله وو او په اړه يې تر حده زیاته خوشبیني څرګندوله خو اوس دا اندېښنه لري چې د طالبانو دا ناستې د وخت ګټلو په معنا دي او یوازې ذهنونه مصروف ساتي.

په دې برید کې د ولسي جرګې غړو ته کوم زیان نه دی رسېدلی، خو د دې جرګې له امنيتي وره سره موټر بم ځانمرګي بريد چې د دارالامان عمومي سړک ته مخامخ دى، دوه ښځې وژلي او ۳۱ تنه نور يې ټپيان كړي دي.

د ولس غوښتنه دا ده چې حکومت دې د دغو بریدونو د مهارولو لپاره پر خپلې امنيتي طرحې ژوره کتنه وکړي او افغانان دې د امنيت په اړه له راولاړو شویو اندېښنو خلاص کړي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA