ads

په كراچۍ ښار كې د سختې ګرمۍ له كبله ۳۵ نورو كسانو خپل ژوند له لاسه وركړى

پاكستاني رسنۍ وايي، که څه هم پرون د سند ايالت مركز كراچۍ ښار كې د تودوخې درجه لږ څه ټيټه وه، خو بيا هم په روغتونونو كې د سختې ګرمۍ له كبله بستر شويو لږ تر لږه ۳۵ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړى. پاكستاني رسنۍ وايي، که څه هم پرون د سند ايالت مركز […]

نویسنده: TKG
6 چنګاښ 1394
په كراچۍ ښار كې د سختې ګرمۍ له كبله ۳۵ نورو كسانو خپل ژوند له لاسه وركړى

پاكستاني رسنۍ وايي، که څه هم پرون د سند ايالت مركز كراچۍ ښار كې د تودوخې درجه لږ څه ټيټه وه، خو بيا هم په روغتونونو كې د سختې ګرمۍ له كبله بستر شويو لږ تر لږه ۳۵ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړى.

پاكستاني رسنۍ وايي، که څه هم پرون د سند ايالت مركز كراچۍ ښار كې د تودوخې درجه لږ څه ټيټه وه، خو بيا هم په روغتونونو كې د سختې ګرمۍ له كبله بستر شويو لږ تر لږه ۳۵ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړى.

د کراچۍ ښار روغتيايي چارواکي وايي، لا هم  په روغتونونو کې سلګونه جل وهلي ناروغان تر درملنې لاندې دي، چې د ځينو روغتيايي حالت په کې مرګونى دى.

له تېرې يکشنبې راهيسې سختې ګرمۍ په کراچۍ ښار او د سند ايالت په نورو برخو کې تر ١١٠٠ زيات كسان مړه كړي او دا لړۍ لا دوام لري.

د پاکستان دولتي چارواکو خبردارى ورکړى، چې په نړيوال چاپېريال کې د بدلون له كبله ښايي په راتلونکي کې د ګرمۍ دا ډول څپې نورې هم راشي.

 

 

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA