ads

د پاكستان كراچۍ ښار كې څلور وسله وال وژل شوي

د پاکستان ستر سوداګريز ښار کراچۍ کې پوليسو سره په مخامخ نښته کې څلور وسله وال وژل شوي او دوه نور ژوندي نيول شوي دي. د کراچۍ يو پوليس افسر فدا حسين رسنيو ته ويلي، چې ياد وسله وال تېره شپه په لياري سيمه کې وژل شوي دي. د پاکستان ستر سوداګريز ښار کراچۍ کې […]

نویسنده: TKG
6 چنګاښ 1394
د پاكستان كراچۍ ښار كې څلور وسله وال وژل شوي

د پاکستان ستر سوداګريز ښار کراچۍ کې پوليسو سره په مخامخ نښته کې څلور وسله وال وژل شوي او دوه نور ژوندي نيول شوي دي. د کراچۍ يو پوليس افسر فدا حسين رسنيو ته ويلي، چې ياد وسله وال تېره شپه په لياري سيمه کې وژل شوي دي.

د پاکستان ستر سوداګريز ښار کراچۍ کې پوليسو سره په مخامخ نښته کې څلور وسله وال وژل شوي او دوه نور ژوندي نيول شوي دي.

د کراچۍ يو پوليس افسر فدا حسين رسنيو ته ويلي، چې ياد وسله وال تېره شپه په لياري سيمه کې وژل شوي دي.

پوليسو ويلي، وژل شوي کسان په هدفي وژنو کې تورن پېژندل شوي وو، چې ورڅخه يوه اندازه وسله هم تر لاسه شوې ده.

په کراچۍ کې له تېرو شلو کلونو راهيسې په هدفي وژنو کې زرګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې، چې دا مهال په حساسو سيمو کې د امنيت راوستلو په هدف پوځ ځاى په ځاى شوى دى.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA