ads

د خوست ښار او اداري کمپلکس ترمنځ د پله د جوړېدو چارې بشپړې شوې

د خوست ښار په لویدیزه برخه کې د څړبني په نوم سیمه کې د یوه پله د جوړېدو چارې بشپړې او نن ګټې اخیستنې ته وړاندې شو. دغه پل خوست ښار او شیخ زاید پوهنتون له اداري کمپلکس، ولایتي روغتون، ګمرک او اړوندو کلیو سره نخلوي. د خوست ښار په لویدیزه برخه کې د څړبني […]

نویسنده: TKG
6 چنګاښ 1394
د خوست ښار او اداري کمپلکس ترمنځ د پله د جوړېدو چارې بشپړې شوې

د خوست ښار په لویدیزه برخه کې د څړبني په نوم سیمه کې د یوه پله د جوړېدو چارې بشپړې او نن ګټې اخیستنې ته وړاندې شو. دغه پل خوست ښار او شیخ زاید پوهنتون له اداري کمپلکس، ولایتي روغتون، ګمرک او اړوندو کلیو سره نخلوي.

د خوست ښار په لویدیزه برخه کې د څړبني په نوم سیمه کې د یوه پله د جوړېدو چارې بشپړې او نن ګټې اخیستنې ته وړاندې شو.

دغه پل خوست ښار او شیخ زاید پوهنتون له اداري کمپلکس، ولایتي روغتون، ګمرک او اړوندو کلیو سره نخلوي.

د خوست والي حکم خان حبیبي د دغه پله د پرانستې په مراسمو کې وویل، چې اوږدوالی یې ۲۸،۲ متره دی او د نړیوال بانک په مالي همکارۍ جوړ شو.

حبیبي زیاته کړه، پر دې پله ۱۶،۷ ميلیونه افغانۍ لګښت راغلی، چې چارې یې د یو کال په موده کې بشپړې شوي دي.

ځايي چارواکي او د سیمې خلک وايي، په دې سره د خلکو او دولت مهمه ستونزه هواره شوه.

د یادونې وړده، چې پر دې لاره د یو بل پل اړتیا هم شته، چې ځايي چارواکو یې د جوړولو په برخه کې د هڅو ژمنه وکړه.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA