په جنوبي کوريا کې د مېرس په نوم ويروس له كبله تر پرون ورځې د مړو شويو کسانو شمېر ۳۱ ته رسېدلى او په همدې ناروغۍ د يو بل کس په اخته کېدو د ناروغانو شمېر ۱۸۱ تنو ته پورته شوى دى.
په جنوبي کوريا کې د مېرس په نوم ويروس له كبله تر پرون ورځې د مړو شويو کسانو شمېر ۳۱ ته رسېدلى او په همدې ناروغۍ د يو بل کس په اخته کېدو د ناروغانو شمېر ۱۸۱ تنو ته پورته شوى دى.
وروسته له هغې، چې درې کاله وړاندې په سعودي عربستان کې دغه ويروسي ناروغي وموندل شوه، دا له سعودي عربستانه بهر په يادې ناروغۍ د اخته كېدونكو كسانو تر ټولو لوړ شمېر دى.
د جنوبي کوريا د روغتيا وزارت اعلان کړى، چې په مېرس ناروغۍ وروستۍ اخته شوې دوه مېرمنې دي، چې دا مهال تر درملنې لاندې دي.
ياد وزارت وايي، په دې ناروغۍ د اخته ۸۱ کسانو درملنه شوې او د ۱۳ نورو حالت نازک ښودل شوى، چې تر سختې درملنې لاندې نيول شوي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


