ads

موږ د يو بل زړه ته نه يو رسېدلي

د هلمند سيمه، كلي، ګودرونه، چينې، ويالې او ګڼ شنه باغونه د يوه اوږده او تحميلي جنګ بې شمېره ترخې خاطرې لري، خو الله تعالي په دې خاوره يوه داسې ملاله ولوروله چې دا خاطرې يې يوازې، د دې تر پلو يا د هلمند تر كليو، ګودرونو، چينو، رڼو ويالو او شنو كروندو پورې محدودې […]

نویسنده: The Killid Group
3 چنګاښ 1394
موږ د يو بل زړه ته نه يو رسېدلي

د هلمند سيمه، كلي، ګودرونه، چينې، ويالې او ګڼ شنه باغونه د يوه اوږده او تحميلي جنګ بې شمېره ترخې خاطرې لري، خو الله تعالي په دې خاوره يوه داسې ملاله ولوروله چې دا خاطرې يې يوازې، د دې تر پلو يا د هلمند تر كليو، ګودرونو، چينو، رڼو ويالو او شنو كروندو پورې محدودې نه كړې، بلكې د

د هلمند سيمه، كلي، ګودرونه، چينې، ويالې او ګڼ شنه باغونه د يوه اوږده او تحميلي جنګ بې شمېره ترخې خاطرې لري، خو الله تعالي په دې خاوره يوه داسې ملاله ولوروله چې دا خاطرې يې يوازې، د دې تر پلو يا د هلمند تر كليو، ګودرونو، چينو، رڼو ويالو او شنو كروندو پورې محدودې نه كړې، بلكې د شعر په ژبه يې تر لريو لريو سيمو پورې لكه د مين شپونكي د شپېلۍ ازانګې چې له دردوونكي سوزه ډكې وي، ورسولې.

د خاطره فيضي شاعرۍ نوى كتاب (موږ د يو بل زړه ته نه يو رسېدلي) د  ډېرو شاعرانو له شاعرۍ سره توپير لري، د هغې شعر يوازې د خيال په وزرونو نه دی روان، بلكې ډېر فكرونه يې شاعرنه كړي او په خپل شعر كې يې د خيال او فكر خوندوره موازنه ساتلې ده.

كېداى شي خاطره فيضي په شمار هغو پيغلو كې حساب كړو چې په خپل شعر كې د هېواد جوړونې، رهبرۍ، سولې راوستلو لپاره داسې شاعري كوي چې تر ډېره يې مثال نه شي پيدا كېدلى، كه خبره د غزل د طبيعت شي؛ نو خاطره فيضي بايد د نورو پيغلو او ځوانانو په څېر د بېلتون، زلفو، لونګين غزلې ووايي، خو دا چې زموږ هېواد او ولس له كلونو كلونو د تحميل شوې جګړې په لومړۍ كرښه كې دی؛ نو له دې كبله فيضي د يوې مبارزې او ملالې په څېر د خپلې شاعرۍ ډېره برخه، دې ته ځانګړې كوي چې څنګه كولى شي، خپلو ولسونو ته د ورورولۍ، سولې، وطن ابادولو، دښمن پېژندلو او له پرديو غلاميو

د خلاصيدو پيغامونه وركړي.

موږ د غلامانو، غلامان شولو
ولې خوشحال خانه را پاڅيږې نه
او
د پرمختللې نړۍ دې بشردوستۍ ته ګوره
د جنګ ميدان يې زما د ګل په شان هېواد كړى دى

په پورته بيتونو كې له وطن سره مينه او د خلكو د ژوند د ښېرازه كولو د مبارزې عالي احساس په څپو دى، خاطرې ټول هغه مسووليت چې يوه پيغله او يا يو ځوان، شاعر، ليكوال او خدمتګار يې د هېواد او خپلو ټبرونو پر وړاندې لري، په ښه پوره ايماندارۍ سره ادا كړى او د هغې د كتاب له نوم (موږ د يو بل زړه ته نه يو رسېدلي) هم د هېواد د روانو حالاتو په اړه يو نادره تصوير وړاندې كوي، په وطن كې ځكه نادودې روانې دي چې دلته وګړي د يو او بل زړه ته نه دي رسېدلي، هغه د دروېش دراني بيت دى چې:
كه زړونه سره يو كړو او لاسونه سره وركړو
دا كاڼي به لعلونه شي، دا بوټي به لونګ شي
همدا ډول په شاعري كې تر ټولو مهمه دا ده چې شاعر د خپل ژوند روانو حالاتو ته په خپل شعر كې څنګه ځاى وركولى شي او د شاعر هنر دا دى چې څه يې پر وړاندې تېريږي، هماغه ټولنې ته ورسوي، څه چې ښه روان دي، ښه او څه چې بد روان دي پر وړاندې يې شاعرانه بغاوت وکړي. همدا لاره شاعر په شعر كې له نوښتونو سره مخ كوي، له نيكمرغه د خاطرې فيضي د شاعرۍ تر لوستلو وروسته پوهېږو چې له څومره عالي ټولنيزو پيغامونو سره شاعري كوي.
موږ هر چا په سپين لباس خطا ايستلي
زموږ يقين وي چې په دې كې به مو خير وي
او همدا ډول يې لاندې بيت څومره په عالي انداز د هغو بې وسه وګړو درد تمثیلوي چې د يو شمېر زورواكو له لاسه په ښارونو كې كړيږي او په لوى لاس له لوږې او بدبختۍ سره مخ كېږي:

صاحبه! تا خو ښار ته نوې نقشه بيا راوړله
فيضي پوهيږم پر خوارانو نړوي كورونه

په كور كې دننه دښمنانو ته اشاره د خاطرې فیضي د شاعرۍ بل اړخ دی. فیضي په خپلو شعرونو کې په دې باور ده چې په وطن کې د روانې جګړې اور ته ګاونډي پوكى وهي، خو دا زمينه په كور دننه دښمن ورته مساعده كړې ده.

ولې و بل ته د پلو رويونه ونيسمه
وروركه! ته يې چې په موږ باندې پريږدې كورونه

د پلو روى او همدا ډول دښمن ته د ورورك له عاطفې ډك غږ يو بل خوند او رنګ دى چې ډېر ځايونه همداسې شيريني د خاطرې په شاعرى كې ليدل كيږي، ورورك لفظ په زياتو سيمو كې د غوسې په وخت كې هم ويل كېږي، د عجز په وخت كې هم ويل كېږي او كله چې يوه سرتورې د ورورك لفظ کاروي؛ نو كه نارينه لږ هم د سړيتوب پر پل روان وي، ضرور به يې وجدان لړزيږي او د خپل هېواد او خلكو په اړه به مثبت فكر كوي، د فيضي په شاعري كې ډېر داسې رنګونه ليدلى شو.
او همدا ډول لاندې بيتونه يې ټول هغه دردونه شاعرانه كړي چې دم ګړى زموږ ولس او وطن ورسره مخ دى.

چې دا ولې او د څه مقصد لپاره

وژل كېږو دا څو كاله خبر نه يو

دا چې كورته مو راغورځوي ډبرې

ستا تر شا څوك دي ديواله خبر نه يو

بيا يوه موركۍ بې زويه شوې ده

بيا د هديرې خواته رهي يو موږ

 

 

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA