په نورستان کې د لومړي ځل لپاره د ۵۰ بستریز روغتون د جوړلو کار پیل شو، چې په جوړېدو سره به یې د روغتیا په برخه کې د دغه ولایت د خلکو ډېرې ستونزې حل شي.
په نورستان کې د لومړي ځل لپاره د ۵۰ بستریز روغتون د جوړلو کار پیل شو، چې په جوړېدو سره به یې د روغتیا په برخه کې د دغه ولایت د خلکو ډېرې ستونزې حل شي.
چارواکي وایي، په دغه روغتون د عامې روغتیا وزارت څه باندې ۱۸۶ میلیونه افغانۍ لګښت راځي او د دوه نيمو کلونو په موده کې به یې چارې بشپړې شي.
د نورستان ولایت له مطبوعاتي دفتره کلید ته په راستول شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د نورستان والي حافظ عبدالقیوم د دغه روغتون د بنسټ ډبرې ايښودو مراسمو کې وویل، دا پنځوس بستريز روغتون به د نورو دولتي روغتونونو په څېر د تشخیص او درملنې هر ډول اسانتیاوې لري.
هغه هیله وښوده، چې د یاد روغتون په رغېدو سره به د نورستان ناروغان نورو سیمو ته د ورتګ له احتیاجه خلاص شي.
خبرپاڼې د حافظ عبدالقیوم د معلوماتو له مخې لیکي، چې پر دغه روغتون د عامې روغتیا وزرات د انکشافی بودیجې ۱۸۶ میلیونه او ۷۰۰ زره افغانۍ لګښت راځي، چې د ۳۰ میاشتو په موده کې به ورغول شي.
چارواکي وايي، دغه ۵۰ بستریز روغتون شاوخوا ۸۰ بېلابېلې خونې لري او دغه راز به په عصري وسایلو هم سمبال شي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


