د ننګرهار په دره نور ولسوالۍ كې د دوو كورنيو ترمنځ د یو نومره ځمکې پر سر چې د قضیې د یوه اړخ له لوري په کې څو خونې جوړې شوې وې، څلور کلنې شخړې پای وموند.
د ننګرهار په دره نور ولسوالۍ كې د دوو كورنيو ترمنځ د یو نومره ځمکې پر سر چې د قضیې د یوه اړخ له لوري په کې څو خونې جوړې شوې وې، څلور کلنې شخړې پای وموند.
د دغې ځمکې پر سر د عبدالله جان او معلم شيرعلي كورنۍ سره نښتې وې، دوه ځله یې ترمنځ سختې شخړې هم شوې چې په نتیجه یې څلور تنه ټپیان او د قضیې بل اړ له سیمې کډه کړې وه. خو اوس د قومي مشرانو په هلو ځلو او منځګړیتوب دغو دواړو کورنیو د عدم تشدد لار خپله كړې او ټولې پخوانۍ تربګنیو ته یې د پای ټکی اېښی.
معلم شيرعلي چې د پېښې يو اړخ دى، وايي چې دغې لانجې له یوې حقوقې مسئلې سر راپورته کړ. دی وايي، كله چې د عبدالله جان او ملاجان كورنۍ چې سره وروڼه دي، د كډوالۍ له دياره كلي ته راستنې شوې؛ نو د اوسېدو لپاره يې كومه سرپناه نه لرله. شیرعلي زیاتوي چې پلار يې د عبدالله جان او ملاجان بې کورۍ ته په كتو ښه وګڼله چې د خپلې لويې كلا دننه دوى ته د اوسېدو لپاره ځمکه بېله او ځای وركړي:(( خو ما مې هغه وخت پلار ته ويلي و، پلاره! دې خلكو ته په كلا كې دننه ځاى مه وركوه، ښه دا ده چې دباندې يو پټى د اوسېدو لپاره ورته بېل كړي. په دې وخت كې مې پلار راته وويل، بچيه! ځمكه څوك نشي په شاه كولى.))
معلم شيرعلي وړاندې وايي چې کلونه پس عبدالله جان پر ځمکه دعوه وكړه،. د ده په خبره عبدالله جان غوښتل په دې ځاى كې نوې ودانۍ جوړه او د كلا په منځ كې دیوال وكړي. خو د عبدالله جان دا كار د دې سبب كيږي چې له دوى سره د معلم شيرعلي كورنۍ مخالفتونو ته لاره خلاصه او پر عبدالله جان ځمكه تنګه شي. د معلم شيرعلي د خولې خبره ده چې د عبدالله جان له لوري دوی ته یوه وړه جرګه ورغله او ورته یې وویل که ځمکه ستاسو وې، نو قسم وکړئ:(( پلار مې جرګې ته وويل، قسم ته حاجت نشته، كه چېرې ځاى د دوى وي؛ نو كه كومه شرعي قباله ورسره وي را ښكاره دې يې كړي او كه چېرې داسې كوم سند راښكاره نه كړي، بيا ترې خپل بخشش شوى ځاى بېرته اخلم.))
خو د عبدالله جان زوی شيرجان بيا وايي، دا ځاى يې بابا خپلې لورته چې د ده مور ده، په برخه كې وركړی و. نوموړى وايي:(( دا ځمكه د هغوی وه، خو بابا مې زما مور ته په برخه كې وركړې وه، خو له دې پرته پر دوى زموږ پيسې هم وې. پلار مې دوى ته وويل چې دا ځمكه د هغو پيسو په بدل كې درنه نيسم چې زما پر تاسې وې او خبره خلاصه ده.)) شيرجان وايي، له دې پرته يوه بله ستونزه هم وه چې د دغې منازعې اوږدېدو ته یې لمن ووهله:(( د همدې كور تر څنګ يوه بله ځمكه وه چې خاوند يې خرڅوله، موږ غوښتل چې هغه واخلو، خو يو بل چا دې ځمكې ته دام اېښې و. كله چې موږ دواړه ډلې سره جوړ نه شوو، خبره ولسوالۍ ته لاړه او حكومت پرېكړه وكړه څوك چې نږدې شپدار وي، هماغه دې ځمكه واخلي او دا پرېكړه يې زموږ بابا ته راجع كړه.))
شيرجان وړاندې وايي، كله چې يې بابا ته خبره ورسېده؛ نو دى خپله ورغى او ترې ویې غوښتل، لکه څنګه چې دوی حقدار دی؛ نو د خپل لمسي په ګټه دې شاهدي وركړي. مګر بابا يې دا كار نه كوي او د ټولې جرګې په مخ كې وايي:((عبدالله جان اوس راغلى او كوم كور چې په كې اوسيږي، هغه هم ما وركړى او هغه بل لوری حق لري چې دا ځمكه واخلي.)) له دې وروسته جرګه هم همداسې پرېكړه كوي او عبدالله جان د دې ځمكې له اخستو څخه بې برخې كيږي.
د جرګې مشر او د دې شخړى د حل منځګړى ضابط اميرمحمد دره نوري وايي، كله يې چې خُسر د عبدالله جان په ګټه شاهدي ورنكړه؛ نو هغه هم سخت ګيله من شو او پر هغه ځاى( ځمکه) یې دعوه وكړه چې دوی په کې اوسېدل.
د شخړې شدت
د عبدالله جان تر نهیلۍ او پرځمکه تر دعوې وروسته د دواړو لوریو ترمنځ وضعیت نور هم پېچلی کېږي او ان سره لاسونه اچوي. معلم شيرعلي وايي، يوه شپه د ماسختن تر لمانځه وروسته له خپل پلار سره یو ځای له جومات څخه کور ته د راستنېدو پرمهال متوجه کېږي چې د عبدالله جان په کور کې تېزه برېښنا لګېدلې: (( د رڼا په لېدو وارخطا شوم، چې كور ته ورسېدم ومې لېدل چې د كلا په منځ كې دیوال کوي. پوښتنه مې ترې وكړه چې څه کوئ، ویل یې چې دیوال.)) معلم شيرعلي وايي چې ده یې د دیوال مخنيوى وكړ او ترې ویې غوښتل چې له دې كاره لاس په سر شي، خو د عبدالله جان له شدید مخالفت سره مخ کېږي. دغه شیبه شیرعلي لاس اوږدوي او غواړي چې دیوال راونړوي، خو عبدالله جان پرې وارونه کوي. دا اخ و ډب په سوک او څپېړه پای مومي، مګر سکروټې یې تر سبا چې د جمعې مبارکه ورځ ده، تازه پاتې کېږي. د جمعې په سهار یو تن چې معلم شيرعلي يې د نوم له اخستو ډډه كوي، ده ته احوال ورکوي چې د عبدالله جان د کورنۍ غړي تصمیم لري چې د وسلو په زور د دوی د څارویو د تړلو کنډرې تخریب کړي. خو په ځواب کې یې معلم شیرعلي ورته وايي:(( اى وروره! ته عجيبه خبره كړې، هغوی دې راشي، كلاشينكوفونه هم ورسره دي، زما كنډرې دې ورانې كړي، كه چېرې ما منع كړى شو، له خپل ځايه به دفاع وكړم كه نه هغوی به خپل كار وكړي او خلاص.))
تر دغه ځواب وروسته د معلم شیرعلي تره په دې مقصد چې لانجه غټه نشي، هماغه ځای ته درومي چې عبدالله جان او وسله په لاس کسانو یې د ورانولو نیت درلود. معلم شیرعلي وايي، همدا چې تره یې سیمې ته رسېږي، پرې ګوزارونه کېږي او سر يې څو ځايه ماتېږي. معلم شيرعلي چې له شخړې خبرېږي، شخړه نوره هم پسې پراخېږي، هغه وايي:(( مشر تره مې په وينو كې لېت پېت و، نور مې حوصله له لاسه وركړه او سره اخته شوو.)) د شخړې له تودېدو سره جوخت د معلم شيرعلي د كورنۍ غړي هم ځان ورسوي او د شخړې په نتیجه کې د عبدالله جان د كورنۍ ۴ تنه غړي سخت ټپيان كيږي. دا جګړه دومره پسې سختيږي چې د عبدالله جان پلویان د كلاشينكوف ډزې كوي، خو خوشبختي دلته وي چې مرمۍ د چا پر بدن نه لګيږي. شيرجان د عبدالله جان زوی هم مني چې په دې نښته كې يې د كورنۍ ۴ تنه غړي او همدارنګه بابا ټپي شوى و. د جګړې دوام او ډزې سبب كيږي چې د كور او كلي خلك خبر او د شخړې د اواري لپاره لاس په کار شي. که څه هم د کیلوالو په منځګړتوب شخړه پای مومي، خو د عبدالله جان كورنۍ له سیمې ګډه كوي.
د جرګې پرېكړه
له كلي د عبدالله جان کورنۍ ګډه كېدل، د دواړو كورنيو د بيا مخامخ كېدو مخه نيسي او د ننګرهار د ولايتي شورا پخوانى وكيل او قومي مشر ضابط اميرمحمد دره نوري د دواړو لوریو ترمنځ د سولې هڅې پیلوي چې په نتیجه کې یې تېرکال( ۱۳۹۳) دغه لانجه بشپړه اوارېږي.
دره نوري وايي چې د دې شخړې د اواري لپاره یې په ځلونو ځلونو د دواړو لوریو دروازې ټکولې دي. ضابط اميرمحمد زیاتوي چې دا ستونزه له يوې وړې موضوع رازېږېدلې وه او بالاخره لوري قانع شول چې سره سوله وکړي:(( پرېكړه مې داسې وكړه چې دا ځاى ټولو ته معلوم و چې د معلم شيرعلي و او مقابل اړخ هم په همدې قانع و؛ نو د كور ساحه مې بېرته معلم صاحب شيرعلي ته وركړه، ځكه عبدالله جان دوی هسې هم له دې ځايه ګډه شوي وو. له دې پس مې له دواړو لورو وغوښتل چې تېر هېر کړي.)) ضابط اميرمحمد دره نوري وايي، له دې وروسته د دواړو كورنيو غړي او مشران يوه او بل ته ور تر غاړې وتل او ژمنه يې وكړه چې نور به د وروڼو په څېر ژوند كوي. د ده په خبره همدارنګه يې د دې اړېكې د لا ټينګښت لپاره دوه پنجشنبې دواړه كورنۍ له يوه او بل كره مېلمنې كړې او د دې دوستۍ د پياوړتيا لپاره يې دعا وكړه.
تر جرګې وروسته ژوند
د جرګې پرېكړه سبب كېږي چې نور دواړه كورنۍ له دې ستونزې خلاصې او په خوشحالۍ ژوند پيل كړي. ضابط اميرمحمد وايي، له خپلې پرېكړې ډېر خوشحاله دى او د لوي الله ج په مرسته يې د يوې سترې منازعې مخه نيولې ده:(( اوس دواړه كورنۍ په ډېرې خوشحالۍ سره ژوند كوي، هيڅ ستونزه يې په منځ كې نشته، له يوه او بل كره تګ راتګ كوي او د ستونزې د بيا تكرار څرك هم نه ليدل كيږي.)) نوموړى زياتوي، كه چېرې د دې شخړې د حل لپاره یې هلې ځلې نه وای كړې، نن به دا وړه ستونزه په يوې قومي شخړې بدله شوې وای. معلم شيرعلي هم د جرګې له پرېكړې خوښ دى او د جرګې له مشرانو مننه كوي چې له دې لويې ستونزې يې خلاص كړ:(( ډېر خوشحاله يم، الله ج دې د جرګې له مشرانو سره ښه وكړي چې موږ دوه نږدې او خپلې كورنۍ يې سره بېرته يو ځاى كړو او د دې شخړې د اوږدېدو د مخنيوي لپاره يې ګامونه واخستل.)) شيرجان چې دعبدالله جان زوی دى او د شخړې په ټولو نښتو كې يې برخه درلوده، هم د خوښۍ احساس کوي:(( يقين وكړئ اوس بېرته عادي حالت ته راګرځېدلى يم، كار روزګار مې جوړ دى او له ټولو مشكلاتو مې خلاصون موندلى. داسې وخت و چې ان بيخې له ژوند بېزاره شوى وم.))
یادونه: دا دی کلید په یوه بل نوښت لاس پورې کړی. کلید اوس هغه پېښې څېړي او راپورونه پرې جوړوي چې ښيي سوله او عدم تشدد په هېواد کې ممکن دی. په سلګونه قضیو کې دا واقعیت لیدل کېږي. د سولې او عدم تشدد دا راپورونه پر کلید او مرسل اوونیزو سربېره د کلید ګروپ د ټولو راډیوګانو له لارې په غږیزه بڼه هم خپرېږي. کوم راپور مو چې ولوست د دغې لړۍ څوارلسم راپور دی چې خپور شوی.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


