د كابل ښاروالي وايي، چې سږ كال به د كابل ښار د څو مهمو سړكونو د جوړولو كار پيل كړي. د كابل ښاروالۍ وياند عبدالقادر ارزو نن كليد ته وويل، دوى پلان لري، چې سږ كال د كابل ښار د پروان سه، كارته نو او يو شمېر نورو مهمو سړكونو د جوړولو كار پيل كړي.
د كابل ښاروالي وايي، چې سږ كال به د كابل ښار د څو مهمو سړكونو د جوړولو كار پيل كړي.
د كابل ښاروالۍ وياند عبدالقادر ارزو نن كليد ته وويل، دوى پلان لري، چې سږ كال د كابل ښار د پروان سه، كارته نو او يو شمېر نورو مهمو سړكونو د جوړولو كار پيل كړي.
نوموړي كه څه هم كره نېټه په ډاګه نه كړه، خو زياته يې كړه، چې دوى په دې برخه كې مالي ستونزه نه لري.
اوسمهال د كابل ښار يو شمېر مهمې لارې خامې دي او ښاريان يې له ګڼو ستونزو سره مخ كړي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


