ads

جګړه د چا په کنټرول کې ده؟

كه څه هم له طالبانو سره د سولې د خبرو او د جګړې د درولو هڅې په نړيوله كچه روانې دي، خو شواهد ښيي چې دا مهال د هېواد له درېیو برخو يوه برخه په اعظمي كچه ناامنه، دوهمه برخه یې په منځنۍ کچه ناامنه او درېيمه برخه نسبتا نورمال او له لږو ګواښونو سره […]

نویسنده: TKG
3 چنګاښ 1394

كه څه هم له طالبانو سره د سولې د خبرو او د جګړې د درولو هڅې په نړيوله كچه روانې دي، خو شواهد ښيي چې دا مهال د هېواد له درېیو برخو يوه برخه په اعظمي كچه ناامنه، دوهمه برخه یې په منځنۍ کچه ناامنه او درېيمه برخه نسبتا نورمال او له لږو ګواښونو سره مخ ده.

 

 

كه څه هم له طالبانو سره د سولې د خبرو او د جګړې د درولو هڅې په نړيوله كچه روانې دي، خو شواهد ښيي چې دا مهال د هېواد له درېیو برخو يوه برخه په اعظمي كچه ناامنه، دوهمه برخه یې په منځنۍ کچه ناامنه او درېيمه برخه نسبتا نورمال او له لږو ګواښونو سره مخ ده.

موندنۍ ښيي چې د ناامنۍ وروستۍ څپه د طالبانو د پسرلنيو عملياتو له پيل سره سمه راپورته شوې او اوس ډېرى سيمې د تېرو كلونو په پرتله د طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ د نښتو او پوځي تحریکاتو شاهدانې دې. دا موضوع د كورنيو چارو وزير نورالحق علومي هم تاييدوي او وايي چې د هېواد دوه نيمايي ولايتونه له لومړۍ او دوهمه درجې ګواښونو سره مخ دي. نوموړي تېره اوونۍ د خپل وزارت د لومړيو سلو كاري ورځو د پلان د تشريح پر مهال وویل چې وزارت يې دا مهال په ګڼو ولايتونو كې د دولت د مخالفينو پلانونه شنډ كړي او لا هم په دې اړه د ګواښونو د له منځه وړلو په هڅه كې دى:(( زموږ ۱۲ ولایتونه له لومړۍ درجې امنيتي خطر سره مخامخ دي او ۹ نور ولایتونه له متوسط ګواښ سره مخامخ دي؛ پاتې نور نورمال دي، دا په دې معنی نه ده چې هلته د دښمن تحرکات نشته؛ یو ځای ماین ځای پر ځای کوي یا کوښښ کوي نور حرکتونه وکړي؛ هغه ولایتونه چې د جدي امنیتي خطر سره مخامخ دي؛ موږ او تاسو ټول ورباندې پوهیږو.))

ناامنه ولايتونه

د كورنيو چارو وزير نورالحق علومي له پاكستان سره په پوله پراته ولايتونه لكه هلمند، كندهار، زابل، غزني، نورستان، كونړ، ننګرهار او نور په لومړۍ درجه ناامنه ولايتونو كې شمېري او زياتوي، كه څه هم شمال تازه د ناامنيو له كبله اور اخستى، خو هلته موجود امنيتي ګواښونه په دې كچه نه دي چې په اعظمي كچ په ناامنه ولايتونو كې وشمېرل شي.

علومي په خپلو خبرو كې هرات، غور، كاپيسا، فارياب، پروان او ځينې نور ولایتونه له متوسط امنيتي ګواښ سره مخامخ وبلل او زياته يې كړه كابل، باميان او يو شمېر نور مركزي ولايتونه له نورمال امنيتي وضعيت څخه برخمن دي.

د كورنيو چارو وزير يادې څرګندونې په داسې حال كې كړې چې د دفاع وزارت د معلوماتو له مخې دا مهال د غزني ناوه، د زابل خاك افغان او د هلمند باغران او ديشو ولسوالۍ د طالبانو په ولكه كې دي.

بل لورته ته د بدخشان په اړه هم ويل كېږي چې تازه د نړيوالې ترهګرۍ په دام كېوتى چې وردوج، يمګان او يو شمېر نورې ولسوالۍ يې يا سقوط ته نږدې دي يا هم سقوط شوې دي.

شنونكي پر حكومت انتقاد كوي چې د طالبانو د پسرلنيو عملياتو له پيل راهيسې يې د هغوى د پراخو تحركاتو په مخنيوي كې لازمې هلې ځلې نه دي كړې او اوس د ناامنه ولايتونو شمېر هم هومره كم نه دى چې د كورنيو چارو وزارت يې په اړه ويلي دي.

متقاعد صاحب منصب ډګروال شمشېر خان وايي چې د امنيتي ځواكونو تر منځ يو شمېر جدي كمزورۍ د دې سبب شوې چې وسله وال زړور شي او په يو وخت په ټول هېواد كې د جبهه يي جګړې ډګر پرانيزي:(( همدا اوس د ننګرهار، لغمان، لوګر، نورستان او بدخشان يو شمېر ولسوالۍ په بشپړه توګه د وسله والو د تحركاتو مركزونه دي، دلته كه نن نه وي سبا ته يو لوى ګواښ متوجه كېداى شي، په وردګو، پكتيا او نورو سيمو كې هم چې دولت يې په نورمالو ولايتونو كې شمېري، وضعيت تر هغې بدتر دى چې دوى يې وايي.))

د تېرې مى مياشتې په دوهمه نيمايي كې د لندن تينك ټانګ ادارې د نړۍ د ۱۳۰۰ تر ګواښ لاندې ښارونو له ډلې كابل، كندهار او ننګرهار د شلو تر ټولو خطرناكو ښارونو په ډله كې حساب كړي وو.

جګړه کنټرول ده

كه څه هم د شنونكو لخوا په هېواد كې امنيتي وضعيت اندېښمنوونكى ارزول كېږي، خو د دفاع وزارت چارواكي وايي، طالبان د خپلو پسرلنيو عملياتو له پيله تر ننه په دې نه دي توانېدلي چې تر خپل هدف لاندې ولسوالۍ ترلاسه كړي.

د سږكال د غويي مياشتې له پيل سره سم طالبانو په شمالي سيمو كندوز، بدخشان، فارياب او يو شمېر نورو ولايتونو كې د پراخو بريدونو له لارې امنيتي ځواكونه قابو يوه مياشت بوخت وساتل. خو اوس د هېواد د امنيتي وضعيت په اړه د ملي دفاع وزارت د اوپراسيون رئيس جنرال افضل امان وايي چې دم ګړۍ د غزني ناوه، د هلمند خاك افغان، د ارزګان ديشو او باغران ولسوالـیو پرته چې په كې د طالبانو پر ضد عمليات پيلېدونكي دي، د افغانستان هیڅ کوم اداري واحد یا مهمه لویه لار د طالبانو په کنترول کې نه ده او نه هم پرې د كنټرول ترلاسه كولو توان لري.

ده همداراز وويل، ملي ځواكونه د روژې په رارسېدو د وسله والو پر وړاندې ټول نظامي عمليات دروي او د خپلو خلكو حمايوي ملاتړ به وكړي، خو كه طالبانو پر امنيتي ځواكونو بريد كاوه؛ نو د دفاع او پر شاتمبولو لپاره يې پوره پلانونه په پام كې نيول شوي دي.

متقابلې حملې

د ملي دفاع وزارت له خوا وركړل شوي ارقام ښيي چې طالبانو په تېرو څلورو مياشتو كې تر ۱۶۰۰ زيات، بمي بريدونه، انفرادي او ډله ييز ځانمرګي بريدونه او جبهه يي حملې ترسره کړې دي.  د ياد وزارت د اوپراسيون رئيس افضل امان دا هم د هېرولو وړ نه بولي چې ملي اردو په تېرو ۳ مياشتو كې ۸۱۵۹ تصفيوي او له بريا ډك عمليات ترسره كړې او په دې ډول د طالبانو ګڼ بريدونه پر شا تمبول شوي دي:(( په كندوز ولایت، پسابند، چارسده، ګلستان ولسوالیو، د هېواد په ختيځو ولايتونو، سرپل او نورو نقاطو كې مو د طالبانو سرچينې له منځه وړې دي او نن ورځ د افغانستان خلک دا انديښنه نه لري چې دښمن به د سیمو د بيا ترلاسه كولو هدف ته ورسیږي.)) د دفاع وزارت مرستيال وياند دولت وزيري هم وايي چې طالبانو د عزم عملياتو له لارې خپل ټول توان په كار واچاوه، څو د ځان لپاره ګڼ په ګوته كړي اهداف لاسته راوړي، خو په دې برخه كې يې هېڅ ترلاسه نه كړل.

طالبانو كه څه هم په دې اړه تر اوسه مجموعي معلومات نه دي خپاره كړي، خو وياند يې ذبيح الله مجاهد هره ورځ رسنیو ته په استول شویو پیغامونو کې د لاسته راوړنو ادعاوې کوي.

داعش د تمويل په لټه کې

د روان كال په پيل كې د خراساني سيمو لپاره  د داعش جبهې په نوم يوه ويډيو خپره شوه چې په كې ګڼ داخلي او بهرني وسله وال په كومه سرحدي پوله له داعش سره د بيعت مراسم پر ځاى كوي. ويل كېږي په افغانستان كې د داعش نوې راپيدا شوې ډله زياتره بهرني جنګيالي په خپل تشكيل كې لري، خو تر اوسه يې دقيق شمېر نه دى معلوم شوى.

د كورنيو چارو وزير نورالحق علومي څه موده وړاندې وويل، همدغه بهرني جنګيالي تر ۳ زرو نه اوړي، خو د غبرګولي د ۲۳مې نېټې په نوي بيان كې يې بيا وویل، هغو وسله والو چې د داعش بيرغونه پورته كړي، لا په افغانستان كې خاص ځاى نه لري او له پيله تر اوسه د خپلو مالي سرچينو په لټه كې دي. د كورنيو چارو وزير په همدې ورځ، جمهور رئيس غني ته د خپل وزارت د سلو ورځو كاري پلان د تشريح پر مهال زیاته کړه چې په هېواد كې د بهرنيو وسله والو ډلو ارزونه ضروري ده، ځكه اوسمهال د تاجكستاني، ازبكستاني، قرغيزي، چيچن، تركانو او ايغور وسله والو ګڼې ډلې دلته د فعاليت او ځاى پیدا کولو په لټه كې دي او په راتلونكې كې دا ډلې سخت ګواښونه راپورته كولى شي. علومي ټینګار وکړ په داسې حال کې چې افغان امنیتي سرتیري د داسې وسله والو ډلو مخه نیسي؛ په دې برخه کې د سیمې د هېوادونو همكاري هم لازمه ده:((  یو شمېر ډلې د داعش ډلې په استازیتوب ځان معرفي کوي؛ څو یو مشخص ادرس ولري چې له هغه ادرس څخه تمویل شي او هدف یې دا دى چې په افغانستان کې یوه اډه جوړه کړي او بیا له همغو سرچینو څخه استفاد وکړي؛ د سیمې هېوادونه پوهیږي، موږ ځان سپر کړی، څو زموږ خاورې نه د نورو هېوادونو د بې ثباتۍ لپاره ناوړه ګټه پورته نه شي.))

څو ورځې وړاندې تېر جمهور رئيس حامد کرزي هم په خپلو څرګندونو کې وویل چې په افغانستان کې د داعش حضور کولی شي د سیمې د هېوادونو لپاره یو جدي ګواښ وي. کرزي د روسیې له ((آر، ټي)) تلویزون سره په مرکه کې ویلي که چېرې په راتلونکې کې داعش په افغانستان کې ظهور وکړي؛ نو دا په دې معنی ده چې د بهرنیو له ملاتړ څخه برخمن دي:(( د دغې وسله والې ډلې هدف د سیمې د هېوادونو د منځنۍ اسیا او په ځانګړي ډول د چین او روسیې بې ثباتي ده .))

تر دې وړاندې د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست هم په هېواد کې د داعش ډلې حضور تایید کړی و، خو ویلي وو چې د دغې ډلې حضور محدود دى. بلخوا د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزیر هم د داعش د ډلې حضور د کانونو پر وړاندې یو جدي ګواښ بولي او وايي، دغې ډلې د افغانستان طبیعي زیرمو ته سترګې نیولې دي.

د طالبانو او داعش نښتې

كه څه هم د داعش ډلې له خوا افغان حكومت ته د موجودو ګواښونو په اړه اندېښنې ډېرې دي، خو ليدل كېږي چې داعش ډلې له راپورته كېدو سره سم د طالبانو پر وړاندې وسله اخستې ده.  په دې اړه له اوږدې مودې راهيسې په هلمند، زابل، فراه او يو شمېر نورو ولايتونو كې د طالبانو  او داعش تر منځ د نښتو خبرونه خپرېدل، خو ملي دفاع وزارت تېره اوونۍ په لومړي ځل تاييد كړه چې د ننګرهار په دوو ولسواليو كې داعش ډلې، د طالبانو په مقابل كې سنګرونه نيولي او د خپلمنځي نښتو پر مهال يې لسګونه كسان وژل شوي دي. دغه راز په ننګرهار کې د والي ویاند احمد ضیا عبدالزي له بي بي سي ته په مرکه کې تایید کړې چې د ننګرهار له بټي کوټ ولسوالۍ څخه د طالبانو او داعش د جګړو له کبله خلک بې کوره شوي، خو د شمېر په اړه یې معلومات نه لري.

داعش ډلې د حافظ سعيد د جبهې په نوم د لومړي ځل لپاره له افغانستانه يوه داسې ويډيو هم تازه په تازه خپره كړې چې په كې داعش جنګيالي د شينوارو په اچين كې له لسو تنو نيول شويو طالبانو څخه سرونه پرې كوي. طالبان په دې اړه تر دې دمه چوپ دي، خو دا چې افغان حكومت د داعش مسئله جدي نيولې او كه نه ده؟ په اړه يې د ملي دفاع وزارت د اوپراسيون رئيس افضل امان وايي، د دغو ډلو خپلمنځي نښتې د افغان امنيتي ځواكونو د ترهګرۍ  ضد عملياتو پر بهير اغېزه نه لري، خو داسې هم نه ده چې حكومت په دې برخه كې بې تفاوته پاتې وي:(( داسې نه ده چې د طالب او داعش تر منځ دې جګړه وي او موږ دې بې تفاوته پاتې شو. هر هغه ډله چې د افغانستان او زموږ خلکو پر وړاندې ګواښ پیدا کړي، موږ به يې پر وړاندې په عمل لاس پورې کړو.))

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA