پاکستاني رسنۍ وايي، چې له تېرو درېيو ورځو راهيسې د سند ايالت په مركز كراچۍ ښار او د دې ايالت په ځينو نورو سيمو كې د ګرمۍ له كبله د مړه شويو كسانو شمېر تر ٤٠٠ اوښتى دى.
پاکستاني رسنۍ وايي، چې له تېرو درېيو ورځو راهيسې د سند ايالت په مركز كراچۍ ښار او د دې ايالت په ځينو نورو سيمو كې د ګرمۍ له كبله د مړه شويو كسانو شمېر تر ٤٠٠ اوښتى دى.
د کراچۍ ښار د روغتيايي چارواکو په وينا، له شنبې ورځې راهيسې د زياتې ګرمۍ له كبله تر ټولو زيات كسان په کراچۍ ښار کې مړه شوي او لسګونه نور دا مهال د دې ښار په بېلابېلو روغتونونو کې تر درملنې لاندې دي، چې د ډېرو روغتيايي حالت ښه نه دى.
دوى وايي، چې لا هم د کراچۍ ښار روغتونونو ته د ګرمۍ او جل وهنې له كبله د بې هوښه شويو ناروغانو د راوړلو لړۍ دوام لري او د ښار په ټولو دولتي روغتونونو کې بېړنى حالت اعلان شوى دى.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


