ads

((ښوونځي ته تګ مه پرېږدئ!)

د کابل ـ ګردېز پر لويه لاره پروت د تېرې کلي اوسېدونکو له څه باندې ۱۳ کلونو وروسته، د ژوند ساه واخسته او د يوې مدني ټولنې له لارې يې خپلې ستونزې، ټولنيزې نيمګړتياوې او د راتلونکې ننګونې درک او بيان کړې. د دې مدني ټولنې د فعاليت موده له يوه کاله نه اوړي، خو […]

نویسنده: TKG
31 غبرګولی 1394
((ښوونځي ته تګ مه پرېږدئ!)

د کابل ـ ګردېز پر لويه لاره پروت د تېرې کلي اوسېدونکو له څه باندې ۱۳ کلونو وروسته، د ژوند ساه واخسته او د يوې مدني ټولنې له لارې يې خپلې ستونزې، ټولنيزې نيمګړتياوې او د راتلونکې ننګونې درک او بيان کړې. د دې مدني ټولنې د فعاليت موده له يوه کاله نه اوړي، خو په لږ وخت کې يې د ولايت

 

 

د کابل ـ ګردېز پر لويه لاره پروت د تېرې کلي اوسېدونکو له څه باندې ۱۳ کلونو وروسته، د ژوند ساه واخسته او د يوې مدني ټولنې له لارې يې خپلې ستونزې، ټولنيزې نيمګړتياوې او د راتلونکې ننګونې درک او بيان کړې. د دې مدني ټولنې د فعاليت موده له يوه کاله نه اوړي، خو په لږ وخت کې يې د ولايت په کچه پام وړ لاسته راوړنې لرلې دي.

د دې ټولنې غړيو شل ورځې وړاندې د کرکټ سياليو تابيا ونيوله چې د ګردېز د ۱۴ لوبډلو تر څنګ يې د کابل يوې لوبډلې ته هم د ګډون بلنه په کې ورکړه. دا سيالۍ (ښوونځي ته تګ مه پرېږدئ!) تر نوم لاندې پيل شوې وې چې پايلوبه يې د کابل مېشتو تېره والو ځوانانو او تېرې ځوانانو تر منځ وشوه. په دې وروستۍ ۱۲ اووريزه سيالي کې د تېرې سيمې لوبډلې ۷۶ منډې هدف وټاکه چې کابل مېشتي تېره وال ياد هدف ته د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ونه رسېدل.

د تېرې ځوانانو ټولنې مشرتابه وايي، لوبې ورته هومره اهميت نه لري، څومره چې د دې لوبو او سياليو له لارې ځوانانو او سيمه والو ته د پيغام رسول ارزښت لري. انجنير سلطان احمدزی د يادې ټولنې مرستيال دی چې د سياليو پيغام د سيمې د اوسېدونکو لپاره مهم يادوي او وايي، دوی ځوانان د همدې سياليو په اوږدو کې زده کړو ته هڅولي دي:(( موږ د دې شلو ورځو په اوږدو کې هره ورځ ځوانانو او زده کوونکو ته دا پيغام ورکړی چې ښوونځی او پوهنتون مه پرېږدئ، زده کړه وکړئ، له کتاب او علم سره مينه وکړئ.))

د پکتيا کرکټ بورډ غړي هم د تېرې ځوانانو له لوري د دا ډول سياليو ترسره کول د لوبو د ډګر ګرم ساتلو لپاره مهم يادوي. نورمحمد د کرکټ بورډ مدير دی چې د کرکټ لوبې د عامېدو او د ځوانانو د ښې روزنې لپاره دا ډول سيالۍ ګټورې بولي، خو تر څنګ يې هغه پيغامونه هم مهم بولي چې د سياليو په لړ کې ټولنې ته وړاندې کېږي:(( موږ د دا ډول سياليو ستاينه کوو چې ځوانان په کې د بوختيا تر څنګ ښه پيغامونه خپلې ټولنې ته وړاندې کوي. د نشه يي توکو او بې سوادۍ پر وړاندې د لوبو او سياليو له لارې ښه تبليغ کېدای شي.))

د تېرې ځوانانو ټولنې له لوري د کرکټ ټورنمنټ يوازينی پروګرام نه دی چې په وسیله یې ځوانان زده کړې ته رابلل کېږي، بلکې تر دې وړاندې يې ګڼ داسې فعاليتونه ترسره کړي چې په تېرې کلي کې يې پام وړ بدلونونه راوستي دي.

تېر ژمی د همدې مدني ټولنې له لوري د يادې سيمې د پنځو ښوونځيو د ټولو زده کوونکو لپاره وړيا کورسونه ايجاد شوي وو چې له برکته يې ګڼ شمېر ځوانانو د کانکور په ازموينه کې بريا خپله کړه.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA