افغانستان به د لومړي ځل لپاره د خپلو محصولاتو د پلورلو لپاره انلاين يا انترنيټي بازار جوړ کړي. د افغانستان د سوداګرۍ خونو د نړېوالو اړيکو د کمېټې رئيس اذرخش حافظي كليد ته وويل، چې د انلاين بازار له لارې به افغانان وكړاى شي، خپل کرنيز
افغانستان به د لومړي ځل لپاره د خپلو محصولاتو د پلورلو لپاره انلاين يا انترنيټي بازار جوړ کړي.
د افغانستان د سوداګرۍ خونو د نړېوالو اړيکو د کمېټې رئيس اذرخش حافظي د جمعې په ورځ كليد ته وويل، چې د انلاين بازار له لارې به افغانان وكړاى شي، خپل کرنيز محصولات، لاسي صنعتونه او قيمتي ډبرې، چې اوس د نورو هېوادونو په تېره د پاكستان په نوم په نړيوالو بازارونو كې پلورل كېږي په مستقيم ډول وپلوري.
د نوموړي په وينا، دې پروژې ته د عربي اماراتو او افغانستان ګډ خصوصي شركت دى۲۰ ميليونه ډالره ځانګړي کړي دي.
په همدې حال کې د سوداګرۍ خونې اجرايي رئيس حسيب رحيمي رسنيو ته ويلي، چې دا پروژه به راتلونکی کال په لومړي ګام کې يوازې په لويو ښارونو کې پيل شي او وروسته به کليوالي سيمو ته ورسېږي او خلکو ته به فرصت برابر کړي، چې خپل محصولات له دې لارې وپلوري.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


