ads

ښرنې كې یو سربند جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د پکتیکا ولایت د مرکز ښرنې په مهربان کلې کې یو سربند جوړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو. دغه سربند د پکتیکا ولایت د کلیو، پراختیا او بیارغونې ریاست اړوند د ثبات پروګرام له لورې جوړ شوى. د پکتیکا ولایت د مرکز ښرنې په مهربان کلې کې یو سربند جوړ او ګټې اخيستنې ته […]

نویسنده: TKG
25 غبرګولی 1394
ښرنې كې یو سربند جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د پکتیکا ولایت د مرکز ښرنې په مهربان کلې کې یو سربند جوړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو. دغه سربند د پکتیکا ولایت د کلیو، پراختیا او بیارغونې ریاست اړوند د ثبات پروګرام له لورې جوړ شوى.

د پکتیکا ولایت د مرکز ښرنې په مهربان کلې کې یو سربند جوړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.

دغه سربند د پکتیکا ولایت د کلیو، پراختیا او بیارغونې ریاست اړوند د ثبات پروګرام له لورې جوړ شوى.

د پکتیکا ولایت د کلیو، پراختیا او بیارغونې رئيس انجنیر نجیب الله جاهد د دغه سربند د پرانیستې په مراسمو کې خبریالانو ته وویل، چې په دغه سربند ۵،۳ ميلیونه افغانۍ لګښت راغلی، چې ۴،۸ ميلیونه  د دولت او ۰،۵ ميلیونه افغانۍ د سیمې د خلکو له لوري پرې لګېدلې دي.

جاهد وویل، چې د دغه سربند دېوال ۶۰۰ متره اوږدوالی لري، چې شپېته زره متره مکعب اوبه پكې ځايېداى شي.

نوموړی زیاته كړه، چې د دې سربند د جوړولو کار په درې میاشتي کې بشپړ شوی او د زرمتره مربع په شاوخوا کې ځمکه یې په برکې نیولې ده.

د مهربان د کلي اوسېدونکي سلام خان په دې اړه کلید ته وویل، چې د دغه سربند په جوړولو کې ځایي خلکو هم  ترخپلې وسې پورې هڅه کړې او کار یې په خورا ښه کیفیت سره سرته رسولی دی.

دی زیاتوي، چې د دغه سربند د اوبو له ذخیرې څخه به نه یوازې د دوی کلی بلکې نږدې کلي هم پوره ګټه واخلي.

د یادې سیمې یوه بل اوسېدونکي محمد انور هم د یاد سربند د جوړولو د پروګرام له مسولینو څخه د مننې ترڅنګ کلید ته وویل، چې پخوا تردې به د دغې سیمې ټولې اوبه ضایع کېدلې او چا ترې کومه خاصه ګټه نه شواى پورته کولى، چې د دغه سربند په جوړېدو دغه ستونزه اواره شوه.

نوموړي زیاته كړه، چې له یاد کاره وخت په وخت څارنه شوې او د دې ترڅنګ د سیمې بې روزګاره ځوانانو ته پکې د کار ښه زمینه هم برابره شوې وه.

دا په داسې حال کې ده، چې د کلیو، پراختیا او بیارغوني ریاست د ثبات پروګرام له لورې درې ورځې وړاندې په یوسف خېل ولسوالۍ کې هم د ویالو او استنادي‌ دېوال درې پروژې کټي اخیستنې ته سپارل شوې وې.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA