به بهرنیو چارو کې د پاکستان صدراعظم مشاور له هند سره د اړیکو پر خرابوالي اندیښنه ښودلې ده. سرتاج عزیز نن په اسلام اباد کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال وویل، چې د پاکستان پر ضد د هند لخوا وروستیو څرګندونو سیاسي ډلې سره نیږدې کړې دي.
به بهرنیو چارو کې د پاکستان صدراعظم مشاور له هند سره د اړیکو پر خرابوالي اندیښنه ښودلې ده.
سرتاج عزیز نن په اسلام اباد کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال وویل، چې د پاکستان پر ضد د هند لخوا وروستیو څرګندونو سیاسي ډلې سره نیږدې کړې دي.
که څه هم سرتاج عزیز وویل، چې له هند سره د کشمیر او اوبو د وېش پر مسئله خبرو ته تیار دي، خو خبرې به هیڅکله هم د هند په خوښه تر سره نه شي.
عزيز زیاته کړې، چې که له هند سره د پاكستان اړیکې څومره هم ترینګلې شي، خو بيا هم حکومت نه غواړي چې ور سره په جګړه كې ښكېل شي.
نوموړي له نړیوالې ټولنې وغوښتل، چې د پاکستان پر ضد د هند د صدراعظم نريندرا مودي د وروستيو پاروونکو څرګندونو جاج واخلي.
نریندرا مودي څو اونۍ وړاندې بنګله دېش ته د خپل سفر پر مهال ویلي وو، چې د بنګله دېش په خپلواکۍ کې هند د پاکستان د ظلمونو پر وړاندې درېدلی او د بنګله دېشي خلکو ملاتړ یې کړی دی.
مودي همدا راز ویلي وو، چې پاکستان په سیمه کې د ترهګرۍ د خپرولو هوډ لري.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


