ads

له لومړي بن نه تر ننه څومره بيه؟

په ۲۰۰۱ میلادي کال کې پر افغانستان د امریکا تر برید وروسته د بن کنفرانس ګډونوالو ژمنه كړې وه چې په افغانستان  كې به د امنيت د ټینګښت، د پوځ د جوړولو او تجهيزولو، ښې حكومتولۍ، بيارغونې، د نشه يي توكو خلاف مبارزه او د مهاجرينو د ځاى پر ځاى كولو لپاره، پراخې عملي هڅې […]

نویسنده: TKG
24 غبرګولی 1394
له لومړي بن نه تر ننه څومره بيه؟

په ۲۰۰۱ میلادي کال کې پر افغانستان د امریکا تر برید وروسته د بن کنفرانس ګډونوالو ژمنه كړې وه چې په افغانستان  كې به د امنيت د ټینګښت، د پوځ د جوړولو او تجهيزولو، ښې حكومتولۍ، بيارغونې، د نشه يي توكو خلاف مبارزه او د مهاجرينو د ځاى پر ځاى كولو لپاره، پراخې عملي هڅې كېږي، خو

په ۲۰۰۱ میلادي کال کې پر افغانستان د امریکا تر برید وروسته د بن کنفرانس ګډونوالو ژمنه كړې وه چې په افغانستان  كې به د امنيت د ټینګښت، د پوځ د جوړولو او تجهيزولو، ښې حكومتولۍ، بيارغونې، د نشه يي توكو خلاف مبارزه او د مهاجرينو د ځاى پر ځاى كولو لپاره، پراخې عملي هڅې كېږي، خو اوس د څه باندې ۱۳ كلونو په تېرېدو سره په دغو بېلابېلو برخو کې د شاوخوا ۱۰۴ ملیارده ډالره نړیوالو مرستو د لګېدو با وجود، ډېرې مثبتې اغېزې نه ترسترګو کېږي.

په تېره بیا چې له یوې د افغانستان په ۱۳ کلنه جګړه کې شاوخوا سل زره ملکي افغانانو سرونه خوړلي او له بل لوري له  له امریکا څخه په افغانستان کې د لګول شویو پیسو حساب هم ورک دی.

دغو دوو عمده ټکو ته د سیګار( په افغانستان کې د امریکا پر مرستو د څار اداره) او د امریکا د براون پوهنتون د نړیوالو څېړنو د انسټیټیوټ په راپورونو کې جدي اشاره شوې ده.

سیګار د روان ۱۳۹۴ كال لمریز کال د وري په ۱۳مه( د اپریل ۲مه) وویل چې له ۲۰۰۲ تر ۲۰۱۴ میلادي کاله پورې د افغانستان په ګڼو سيمو كې مېشتو امريكايي قومندانانو ته د وړو وړو پروژو د عملي كولو لپاره ۷۹۵ مليونه ډالر وركړل شوي وو، خو اوس همدغه امريكايي قومندانان د ۷۹۵ مليونه ډالرو له ۵۷ فيصده حسابۍ پرته نور هېڅ په لاس كې نه لري.

بلخوا واشنګټن په همدې موده كې د افغانستان پر بيارغونه د ۱۰۴ مليارده ډالرو د لګښت خبره كوي او ادعا لري چې له دې جملې ۶۶ مليارده يې د امريكا د دفاع وزارت لخوا لګول شوي، خو حقيقت دا دى چې د سيګار د مشر جان سوپكو په خبره پنټاګون په دې اړه هم تر ۲۰۱۰میلادي کاله پورې يوازې د ۲۱ مليارده ډالرو حساب له ځانه سره لري او نور نه معلومېږي چې پاتې پيسې په كوم ځاى كې او پر څه لګېدلې دي؟

د بهرنیو مرستو د بې اغېزتوب ترڅنګ د امريكا د براون پوهنتون د نړيوالو څېړنو د انسټيټيوټ لخوا په افغانستان کې د ملکي افغانانو د مرګ ژوبلې په اړه یوه تازه راپور کاږي چې په افغانستان کې د امريکا له خوا د جګړې له پيله د ۲۰۱۴ میلادي كال تر پايه پورې ټول ټال ۱۰۰ زره افغانان وژل شوي دي.

دا راپور امريكايي رسنيو د غبرګولي په ۱۲مه( د جون ۲مه) په تفصيلي ډول خپور كړى چې په كې د امريكا لخوا د افغان جګړې له پيله تر يو كال وړاندې ( ۲۰۰۱ څخه تر ۲۰۱۴ ) پورې اړوند معلومات خپاره شوي دي.

سرچينې ویلي، په ياده موده کې په پاکستان او افغانستان کې ١٤٩ زره کسان وژل شوي او ١٦٢ زره نور سخت ټپيان شوي دي.  په دې راپور كې دا هم ويل شوي چې په وژل شويو کې ١٠٠زره افغانان او ٤٩ زره نور پاکستانيان دي.

د دغه راپور يو چمتو کوونکي نيتاکراوفورډ ويلي، د دوی له لوري ترلاسه شوي معلومات ښيي چې د هر کال په تېرېدو سره د افغانانو د مرګ ژوبلې کچه لوړه شوې او داسې ښکاري چې دا جګړه نه ختمېدونكې ده.

په دې راپور كې د جګړې په اړه څرګنده شوې، اندېښنه ځكه واقعيت ته نږدې ده چې د ۲۰۱۵ میلادي كال په لومړۍ ربع كې په كابل كې د يوناما دفتر د وژل شويو ملكي وګړو شمېر ۹۷۴ تنه وښود، د ټپيانو شمېر يې ۱۹۶۳ تنه اعلان كړ او دا يې هم وويل چې په افغانستان كې سږكال د ملكيانو په مرګ ژوبله كې ۱۶ فيصده زياتوالى راغلى دى.

د ملکي تلفاتو په کچه کې زیاتوالی په ډاګه كوي چې د هېواد امنيتي وضعيت سږکال هم ښه نه دی. د روان ۱۳۹۴ كال د وري په ۲۵مه( د اپریل ۱۴مه) جنرال شېرمحمد كريمي هغه وخت چې دى د افغان ملي اردو لوى درستيز و، رسنيو ته ويلي وو چې سږكال په ۱۱ ولايتونو كې امنيتي ګواښونه خطرناك حد ته رسېدلي او د ملي ځواكونو د رهبرۍ په سيسټم كې مشكلات د دې سبب شوي چې تلفات او ناامنۍ ورځ تر بلې زياتې شي. تر څنګ يې د كورنيو چارو وزير نورالحق علومي هم ويل چې يوازې همدا ۱۱ ولايتونه له ګواښ سره مخ نه دي، بلكې ۹ نور ولايتونه داسې دي چې په متوسط ډول له امنيتي ګواښونو سره مخ دي، خو پاتې  ۱۴ نور بيا نسبتا ارام دي. دغه راز د مى مياشتې په دوهمه نيمايي كې د بريټانيا د يو څېړنيز مركز تينك ټانګ هم د نړۍ د ۱۳۰۰ خطرناكو ښارونو له ډلې د افغانستان جلال اباد، كابل او كندهار د لومړيو شلو خطرناكو ښارونو په ليست كې شمېرلي وو. وروستي راپورونه هم د جلال اباد او په ټوله كې د ننګرهار امنيتي وضعيت خطرناك ارزوي، حال دا چې تېره میاشت په كندوز او بالاخره ټول شمال كې د ناامنۍ يوې سترې څپې د افغانستان په اړه اټكلونه بدل کړل.

پیاوړی ځواک او  بې ساري تلفات

نړيوالو ځواكونو چې په سر کې یې امريكا ده په تېرو څه باندې ۱۳ كلونو كې په افغانستان كې په اصطلاح د ترهګرۍ د ځپلو لپاره تر ۲۰۱۶ میلادي پورې د يو پياوړي افغان ځمكني او هوايي ځواك د رامنځته كولو دنده هم پر غاړه لرله،  مګر اوس دا دى ۲۰۱۶ كال د څو مياشتو په فاصله کې دى، خو په دې برخه كې نه يوازې ځمكني ځواكونه له پرمختللو وسايلو او تجهيزاتو بې برخې دي، بلكې افغان هوايي ځواك هم په نشت حساب دى.

نړيوالو د افغان ځواكونو د تجهيز په اړه په تازه وعدو كې د ۱۳۹۳ كال په منځ كې واك ته له رسېدو سره سم د لندن كنفرانس په بحثونو كې جمهور رئيس غني ته د كال په حساب د ۴ اعشاريه ۳ مليارده ډالرو د وركړې ژمنه وكړه، مګر افغان ځواكونو ته د تجهيزاتو د وركړې په اړه تر اوسه هېڅ كوم څرګند ګام وانخستل شو.

چارواكي وايي، افغان هوايي ځواك ته د امريكا لخوا د ۱۳۹۲ كال په وروستيو كې يوازې د ۱۱۵ ملیونه ډالرو په ارزښت روسي هلكيوپټرې واخستل شوې او تر دې دمه د ۱۶۰ افغان پيلوټانو د روزنې خبره لا پر ځاى پاتې ده. افغان مسوولين وايي، تر دې وړاندې چې كومې ۱۵ جيټ الوتكې له اسپانيا څخه افغانستان ته رانيول شوې وې، هغه هم خرابې دي او په قراردادونو كې يې فساد شوى دى.

بلخوا د افغان ځمكنيو ځواكونو د مسلكي توب او تلفاتو په اړه حيرانوونكى خبر دا دى چې د غبرګولي په ۱۴مه( جون په ۴مه) د ناټو ځواكونو د روزنيز ماموريت د عامه چارو رئيس ډګروال برين تريبس وويل، سږ ۲۰۱۵ كال د افغان ځواكونو تلفات چې د ټول هېواد امنيتي چارې ورته يوازې پاتې دي، د تېر كال په پرتله ۷۰ فيصده لوړ شوي دي.

بېنوا ويبپاڼې په دې برخه كې د ناټو ځواكونو د يو بل داسې قومندان قول هم راخستى چې د تلفاتو په اړه يې د شمېرو د شريكولو اجازه نه لرله، هغه ويلي:(( دا مرګ ژوبله په تېرو ۱۳ كلونو كې بې سارې ده، ځكه د روان كال په لومړيو پنځو مياشتو كې ۴۹۵۰ تنه افغان پوليس او د ملي اردو سرتېري وژل شوي يا ټپيان دي، په داسې حال كې چې تېر كال دا شمېره ۲۹۰۰ تنه وه.))

بل لورته ته كه څه هم د افغان مسوولينو لخوا د سرتېرو د تلفاتو سږنۍ شمېرې لا په لاس كې نشته، خو  دفاع وزارت د ۱۳۹۳ كال د تلفاتو كره شمېر هم نه په ډاګه كوي او يوازې د ۱۳۹۲ كال په اړه د همدغه وزارت وياند جنرال ظاهر عظيمي ويلي  وو چې په ياد كال كې هره ورځ درې يا څلور افغان عسكر وژل شوي دي. ظاهر عظيمي زياته كړې وه چې په ۱۳۹۲ كال كې ملي ځواكونو ته د امكاناتو، تجهيزاتو او د ماين پاكۍ د مسلكي زده كړو د نشتوالي له كبله ۸۵ فيصده مرګ ژوبله د سړك د غاړې په ماين چاودنو كې اوښتې ده، دا ستونزه په تېر ۱۳۹۳ كال كې هم د افغان ځواكونو لپاره د سر دردۍ سبب وه او لا هم افغان پوځيان كافي اندازه د ماين خنثى كولو وسايل او امكانات نه لري.

بله مهمه خبره دا ده چې په تېره څه باندې ۱۳کلنه جګړه كې يوازې افغان ځواكونه له تاوان سره نه دي مخامخ شوي، بلكې په خپله امريكا هم وايي چې تر ۱۳۹۲لمریزکاله پورې يې ۳ زره عسكر په افغانستان كې وژل شوي او سلګونه نور ټپيان دي.

شنونكي وايي، دغه ټول تلفات د امريكا او نړيوالو د وعده خلافيو نتيجه ده چې له افغانانو سره يې كړې وې او بيا يې پرې عمل ونه كړ. متقاعد ډګروال شمشيرخان په دې اړه وايي، كه امريكا او ملګرو هېوادونو يې په افغانستان كې يو پياوړى ځمكنى او هوايي ځواك رامنځته كړى واى، اوس به د پوځيانو د مسلكي توب له پلوه د نظامي تلفاتو ګراف دومره لوړ نه و: (( امريكا او نړۍ د يو مجهز افغان ځواك په رامنځته كولو كې پاتې راغلل، افغان جنګيالي دا مهال په سنګر كې يوازې خپله د هېواد پالنې جذبه لري، نور له دوى سره تر مخالفينو كمزوري وسايل او تجهيزات وي چې د دښمن مخه پرې نه شي نيول كېداى، په خپله پخواني لوى درستيز شيرمحمد كريمي څه موده وړاندې ولسي جرګې ته وويل چې په يو وخت كې څو ځايه هوايي عمليات د دوى په توان پوره نه دي.))

مهاجرين او په  کور دننه بې ځایه شوي

د طالبانو د رژيم تر رانړېدو وروسته يو مهم بحث دا و چې د افغان مهاجرو او بې ځايه شويو کډوالو لپاره به په هېواد کې دننه ځاى ځايګى او لازمې مرستې برابرېږي. په دې اړه كه څه هم په تېرو څه باندې ۱۳کلونو کې ظاهرا منډې ترړې شوي او اوس مهال يوه برخه مهاجر له ايران او پاكستان څخه په راستنېدو سره د ننګرهار، كابل، غزني او نورو ولايتونو د كډوالو په ښارګوټو كې ژوند كوي، خو د ملګرو ملتونو د كډوالو چارو د سږنۍ احصائیې له مخې د تېرو څو لسيزو په نسبت سږكال یو بيا په حيرانوونكي ډول له افغانستان څخه د خلکو د وتلو شمېر زيات شوى او هغه چې پخوا په ګاونډيو هېوادونو كې مېشت وو، دا مهال له سختو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

د ملګرو ملتونو د عالي كمیشنرۍ وياند نادر فرهاد د وروستيو مهاجرتونو په اړه وايي، دا ځل د مهاجرينو لورى د خارج پر خوا دى او په ۲۰۱۴ كې چې دوى ورته حساب كړى دى؛ نو شاوخوا ۳۸ زره افغانانو په اروپا او نورو هېوادونو كې د قبولۍ لپاره اسناد وركړي دي:(( دې افغانانو په ۴۴ صنعتي هېوادونو كې د پناه غوښتنې اسناد وركړي دي او اكثرو يې د پناه غوښتنې وجه په افغانستان كې مخ پر لوړه روانه ناامني ښودلې ده.))

دې لور ته بل لړزوونكى خبر دا دى چې د ۲۰۱۵ كال له پيله تر اوسه ۹۶۴ زره افغانان په هېوا کې دننه هم بې ځايه شوې دي. دا خبر د روانې غبرګولي مياشتې په لسمه( د می په ۳۱مه) د ملكي وګړو د ژغورنې ډلې لخوا خپور شوى او ورسره جوخت يې ويلي چې په دومره شمېر افغانان د ناامنیو زیاتوالي بې ځايه كېدو ته اړ كړي او ان ځينې یې مجبوره شوي، څو د مخالفینو لیکو ته ور ګډ شي.

د ملکي وګړو د ژغورنې د ډلې یو غړي محمد نبي تدبیر په دې اړه خبریالانو ته ويلي، دا مهال اکثره اوږد مهاله بې ځایه شوي وګړي چې د لویو ښارونو په لمنو کې اوسیږي؛ په ستونزمنو شرایطو کې ژوند کوي:((دا ارقام ښيي چې په افغانستان کې د بې ځایه شویو وګړو شمېر د ۲۰۱۴ کال په مقایسه دوه برابره زیات شوی دی، بله دا چې د کډوالو او بې ځایه شویو وزارت تر اوسه د بې ځایه شویو لپاره کومه ځانګړې بودجه هم نه لري.))

په راپور كې ويل شوي، سږ كال يوازې د كندوز له ناامنيو څخه ۲۰ زره وګړي بې ځايه شوي او په نورو سيمو كې له ښوونې روزنې، خوراكي موادو او پاكو اوبو څخه د محروميت ژوند تېروي.

د نشه يي توكو ضد ناکامه مبارزه

نړيوالو او خصوصا امريكا په تېرو ۱۳ كلونو كې په افغانستان كې د مخدره توكو د كركيلې او توليد د مخنيوي پر ضد مبارزه كې شاوخوا ۸ ملیارده ډالره لګولي، خو په دې موده كې افغانستان د كوكنارو د كركيلې له پلوه د نړۍ د لومړۍ درجه هېوادونو د ليست له سر څخه راونه لوېد.

بله دا چې د افغانستان مخدره توكي د بېلابېلو ډلو لپاره مهمې مالي سرچينې ګڼل شوې او د كال په حساب اټكلونه ښيي چې مخالفين له دې لارې سلګونه مليونه ډالره عايد ترلاسه كوي، خو تر څنګ يې قاچاق او تجارت په هېواد كې دننه د نورو مافياوي كړيو دارو مدار هم ساتلى دى.

په دې اړه د ملګرو ملتونو د نشه يي توكو د مبارزې ادارې په ۲۰۰۹ كال كې راپور وركړ چې مخدره مواد په كال كې له ۹۰ څخه تر ۱۶۰ مليارده ډالرو پورې عايدات وركوي چې له دې جملې يو مليارد او ۲۰۰ زره ډالر د بزګرو، دوه مليارده او ۲۰۰ زره ډالر يې د قاچاقچيانو او شاوخوا ۴۵۰ مليونه ډالره ګټه يې هم طالبانو ته رسېږي

د قبايلو او سرحداتو چارو برحال وزير ګلاب منګل په همدغه كال د هلمند والي وو، هغه وخت يې له بي بي سي سره په مركه كې د كوكنارو او مخدره توكو د قاچاق مسئلې ته له امنيتي مسئلو سره نږدې رابطه وركړه او ويلي يې وو كه حكومت او نړۍ غواړي چې تروريزم ته ماتې وركړي؛ نو لومړى دې د كوكنارو او نشه يي توكو د توليد او قاچاق مخه ونيسي.

اوس هم  ګڼو محلي چارواكو رسنيو ته په ځلونو دا منلې ده چې وسله وال خپل ۶۰ فيصده جنګي مصارف د افغانستان د لوېدېځې حوزې د مخدره توكو په مرسته پيدا كوي. سږني ارقام هم په دې اړه د خطر زنګ وهي او وايي، طالبانو په ۲۰۱۵ كال كې د تېرو كلونو په پرتله ۱۷۰ مليونه ډالره زيات عايد د مخدره توكو له قاچاقه ترلاسه كړی او جګړه به تر ډېره توده وساتي.

دې ټكو ته په پام نړيوال شنونكي په افغانستان كې د مخدره توكو په مبارزه كې د افغان حکومت ترڅنګ امريكا هم په بشپړه توګه ناكامه بولي. د افغانستان او پاكستان لپاره د امريكا پخواني ځانګړي استازي ريچارډ هالبروك په دې اړه  ويلي، امريكا چې د كال په حساب په افغانستان كې د مخدره موادو د مخنيوي لپاره كوم ۸۰۰ مليونه ډالر مصرفوي، همدغه پيسې كه د بزګرو د تشويق لپاره مصرف كړي، نتيجه به يې څو چنده ښه راووځي.

دا په داسې حال كې ده چې د مخدره توكو پر وړاندې د مبارزې وزارت د پخوانۍ رهبرۍ د معلوماتو له مخې  په ۲۰۱۴ كال كې د افغانستان ۲۲۴ زره هكټاره ځمكه په كوكنارو پوښلې وه چې ټول ټال ۶۴۰۰ ټنه ترياك ترې لاسته راغلي وو. د مخدره توکو وزارت د معلوماتو له مخې په افغانستان كې د كوكنارو ستر توليدوونكي ولايتونه هلمند، كندهار، فراه، نيمروز، كندهار او كونړ دي چې په ۴۱ ولسواليو كې يې د افغانستان ۹۶ اعشاريه ۵ فيصده كوكنار كرل كېږي.

افغان حكومت كه څه هم د كوكنارو د كښت او قاچاق د جرم په اړه قوانين سخت كړي او په ۱۳۹۳ كال كې یې په دې اړه د ۷۲۷ قضيو  د څېړنې خبر ورکړی، خو ښكاره ده چې دغه لا نه دی مهار شوی.

حکومتداري

كه څه هم په تېرو څه باندې ۱۳ کلونو کې په تشکیلاتي لحاظ د افغانستان د حکومتدارۍ سیستم وده کړې، خو اداري فساد، د ځکمو تالان،د نړیوالو او کورنیو مرستو غلا کولو او د واك پر چوكيو ناسمې ګومارنې او د ټوپکسالارانو واکمنول، هغه نیمګړتیاوې دي چې د دغې حکومتدارۍ پښې یې ټینګېدو ته پرې نښودې او د اوسنۍ رهبرۍ لپاره یې سرخوږی جوړ کړی دی.

د كابل بانك د فساد دوسيه هغه مالي غلا وه چې په افغانستان كې يې د سرمايو په خوندي ساتلو ګڼ خلك شكمن كړي وو، د فساد د ځينو دوسيو په اړه د دولت چوپتيا او د اجتماعي عدالت د ټينګښت په برخه كې د حكومت ناتواني هم هغه موارد دي چې په افغانستان كې يې د ښې حکومتدارۍ د رامنځته کولو په برخه کې د تېرو حکومتي مشرانو او نویوالو ژمنې بې ارزښته کړې. د چارو شنونكى خالد نور وايي، كه يوه ښه حكومتداري رامنځته شوې وای او د خلكو زړونه يې ساتلي واى؛ نو اوس به ولس له حكومت سره په ډېرو برخو كې همكار پاتې وای او ناامني به نه وای پراخه شوې.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA