د غزني ولایت په ځینو ولسوالیو كې د دولت وسله والو مخالفینو روغتیایي مرکزونو ته له نارینه وو پرته د ناروغو ښځو پر تګ بندیز لګولی او دغه راز یې روغتیایي کارکونكي هم ګواښلې چې له نارینه وو پرته دې د ورغلو ښځو درملنه نه کوي.
د غزني ولایت په ځینو ولسوالیو كې د دولت وسله والو مخالفینو روغتیایي مرکزونو ته له نارینه وو پرته د ناروغو ښځو پر تګ بندیز لګولی او دغه راز یې روغتیایي کارکونكي هم ګواښلې چې له نارینه وو پرته دې د ورغلو ښځو درملنه نه کوي.
د غزني ولایت د اندړو او مقر ولسوالیو ځینو اوسېدونکو د ټليفون پر لیکه او دغه راز د مخامخ مركو په ترڅ كې د غزني کلید راډیو ته ویلي چې وسله والو مخالفینو یې په سیمو كې خلک ګواښلي چې له نارینه وو پرته دې ښځې یوازې روغتیایي مرکزونو ته نه ورځي او روغتیایي کارکونکو ته یې هم ګوتڅنډنه کړې چې له نارینه وو پرته که ورغلو ښځینه ناروغانو ته روغتیایي خدمات وړاندې کړي؛ نو له بدو پايلو سره به مخ شي.
د غزني ولایت د قره باغ ولسوالۍ اوسېدونكې فرزانې د دې ولایت په ملكي روغتون كې د کلید خبریال ته وویل چې وسله والو مخالفینو څه موده مخكې په ټولو کلیو كې اعلان کړی و چې ښځې باید له نارینه وو پرته روغتیایي مرکزونو ته له تګ څخه ډډه وکړي. د هغې په وینا، وسله والو ګواښ کړی، که یې له امر څخه څوک سرغړونه وکړي په عام محضر كې به یې په دورو ووهي:((په کلیو كې ټليفونونه کار نه کوي، نارینه یا په کروندو كې وي، یا بل ځای مصروفیت لري، مخكې چې به په کور كې کوم ماشوم ناڅاپه ناروغ شو یا به یې ځان خوږ کړ؛ نو ښځو به ژر کلینیک ته رساوه، خو اوس چې طالبانو خلکو ته اخطار ورکړی، كورنۍ مجبوره دي چې مریضان په ساعتونو ساعتونو د نارینه تر راتګه کور كې وساتي.))
د غزني ولایت د اندړو ولسوالۍ د ابراهیم زيو کلي اوسېدونكې لیلا هم وايي چې له دریو میاشتو راهیسې وسله والو مخالفینو د دوی په سیمه كې روغتیایي مرکزونو ته له نارینه پرته د ښځو پر تګ راتګ بندیز لګولی دی. د لیلا په خبره، وسله والو دغه راز د یادې سیمې د کلینیک روغتیا پالانو ته هم ويلي، که چېرې له كومې ښځې سره خپل محرم نه وي؛ نو دوى يې درملنه نه شي كولى:(( دلته په سیمه كې ډېرې کورنۍ نارینه نه لري، کونډې دي، یا هم د ډېرو كورنيو نارینه په مسافرۍ تللي دي، له دې كبله كورنۍ له مشكلاتو سره مخ دي.)) لیلا زياتوي چې د وسله والو له لوري د دغه بندیز له كبله كېدای شي، ډېرى عادي ناروغان هم خپل ژوند له لاسه ورکړي او یا یې روغتیایي وضعیت د نارینه وو تر راتګه لا نور پسې خراب شي.
دا مېرمنې د دولت له وسله والو مخالفینو غوښتنه کوي چې باید د خلکو ستونزې په پام كې ونیسي او د خلکو وضعې ته په پام معقول ګامونه واخلي. خو د غزني ولایت د عامې روغتیا مشره ډاکټر ضیاګل اسفندي بیا وایي چې په دې ولایت كې روغتیایي کارکوونکو ته وسله والو هېڅ راز ګواښ نه دى کړی او که یې کړی هم وي؛ نو د دې په خبره، دوی ته رسما تر اوسه داسې کوم راپور نه دی رسېدلی:(( موږ داسې هېڅ خبر نه لرو چې ولسي خلکو او ښځو ته وسله والو ګواښ كړى وي چې روغتیایي مرکزونو ته دې د ښځو پرتګ بندیز لګول شوى وي.)) اسفندي همداراز وړاندې وايي چې په ګیرو او شمالي اب بند ولسوالیو كې یې روغتیایي مرکزونه د سیمې د خلکو ترمنځ د خپلمنځي اختلافاتو له کبله له فعالیت پاتې دي:(( نور نو د دې ولايت په ناوه ولسوالۍ كې هم روغتيايي مركزونه فعال دي او حتى ښځینه روغتیاپالې په كې شتون لري.))
هڅه مو وکړه چې په دې اړوند د طالبانو نظر هم واخلو، خو تر پایه بریالي نشوو.
د یادونې ده چې په لرې پرتو سیمو كې تر ډېره د شته دودونو، د روغتیايي مرکزونو د نشتوالي، د اقتصادي کمزورۍ، د لارو د لرېوالي او خرابوالي له کبله هم ډېرې ښځې او ماشومان له روغتیایي خدماتو بې برخې دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


