په خوست ولايت کې د سيکا مرستندويه بنسټ لخوا د ١٤٣ پلان شويو پروژو له ډلې د ١٣١پروژو چارې بشپړې شوې. د خوست ولایت مقام له مطبوعاتي دفتره كليد ته په رالېږل شوې خبر پاڼې کې راغلي، چې سيکا يا ثبات پروګرام د دې ولايت د ګربزو، اسماعيل خېلو او
په خوست ولايت کې د سيکا مرستندويه بنسټ لخوا د ١٤٣ پلان شويو پروژو له ډلې د ١٣١پروژو چارې بشپړې شوې.
د خوست ولایت مقام له مطبوعاتي دفتره كليد ته په رالېږل شوې خبر پاڼې کې راغلي، چې سيکا يا ثبات پروګرام د دې ولايت د ګربزو، اسماعيل خېلو او مندوزيو، نادرشاه کوټ، تڼيو او ځاځي ميدان ولسواليو کې د څه د پاسه دوه سوه درې شپېته ميليونه افغانيو په ارزښت ١٣١ پروژې بشپړې کړي او د پاتې ۱۲ پروژو چارې به هم په نږدې وخت كې بشپړې كړي.
د خبر پاڼې د معلوماتو له مخې پدې پروژو کې له سېلابونو څخه د زراعتي ځمکو د ژغورلو په موخه استنادي دېوالونه، د کرنيزو ځمکو د خړوبولو لپاره د سربندونو جوړول، د اوبو ذخيروي ټانکۍ، په ښوونځيو کې د زده کوونکو لپاره د سپورټي لوبغالو جوړول او یوشمېر نورې پروژې شاملې دي.
د یادولو ده، چې سيکا پروګرام د خوست ولايت په پنځو ولسواليو کې فعاليت لري، چې په سيمه کې د خلکو د ضروتونو په پام کې نيولو سره د ولسواليو په سطحه جوړو شويو شوراګانو سره په تفاهم پروژې انتخاب او پلي کوي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


