ads

پر ټاکنو څوک واکمن وو؟

په هېواد كې تېرو تجربو ښودلې چې له یو شمېر سیاسي ګوندونو، مطرحو  سیاسي اشخاصو، قومي مشرانو او د هېواد په اړونده ولایتونو، ولسوالیو، کلیو او بانډو کې د نفوذ خاوندانو تر هر څه وړاندې پر پټو معاملو سربېره د ژبې او سمت په پلمه له سیمه ییزو اوسیدونکو څخه د خپلو ګټو په خاطر […]

نویسنده: TKG
20 غبرګولی 1394
پر ټاکنو څوک واکمن وو؟

په هېواد كې تېرو تجربو ښودلې چې له یو شمېر سیاسي ګوندونو، مطرحو  سیاسي اشخاصو، قومي مشرانو او د هېواد په اړونده ولایتونو، ولسوالیو، کلیو او بانډو کې د نفوذ خاوندانو تر هر څه وړاندې پر پټو معاملو سربېره د ژبې او سمت په پلمه له سیمه ییزو اوسیدونکو څخه د خپلو ګټو په خاطر ګټه پورته

 

 

په هېواد كې تېرو تجربو ښودلې چې له یو شمېر سیاسي ګوندونو، مطرحو  سیاسي اشخاصو، قومي مشرانو او د هېواد په اړونده ولایتونو، ولسوالیو، کلیو او بانډو کې د نفوذ خاوندانو تر هر څه وړاندې پر پټو معاملو سربېره د ژبې او سمت په پلمه له سیمه ییزو اوسیدونکو څخه د خپلو ګټو په خاطر ګټه پورته كړې او په کابینه او نورو حکومتي ادارو کې یې د خپلې برخې د ترلاسه کولو لپاره له بېلابېلو کاندیدانو څخه خپل ملاتړ کړی دی.

پر دې ټولو سربېره دا ټكی هم خورا مهم دى چې افغانان بايد په دې وپوهيږي چې د جمهوري رياست تېرې ټاكنې څومره د انتخاباتو د نافذه قوانينو په رڼا او د ډمو كراسۍ د اصولو پر بنياد ترسره شوي دي. په دې اړه موږ په هرات، بادغیس او غور ولایتونو کې له شپیتو تنو سره مرکې کړې چې د كومو اصولو او كومې تګلارې له مخې یې په تېرو ټاکنو کې برخه اخستې، چا ته یې رايه وركړې او د كانديد د ټاكلو لپاره یې معيارونه یې څه وو؟

د ملاتړ عوامل

د جمهوری ریاست له کاندیدانو څخه د قومي مشرانو ملاتړ د دوى په  وینا د کاندیدانو د کاري پلانونو او کاری تجربې پر بنیاد شوی، خو پر يو بل د كاندايدانو د پلويانو له تورونو داسې معلوميږي چې دغه حمایتونه د یو لړ نورو تمایلاتو لکه سمت، ژبې، تنظیم او په دولتی ادارو کې د کار او دندې پر ورکړې سربیره د پيسو له مخې هم ترلاسه شوی دی.

د هرات ولایت اوسېدونکی، ملک عبدالرحیم چې د عبدالله عبدالله د ټیم پلوی دی، وایي چې د انقلاب له پیله تر اوسه پورې له هغه سره یو ځای و او له همدې کبله يې خپله رايه هغه ته وركړه. د هرات بل اوسیدونکي  ملک عبدالله د خپلې خوښې کاندید د اسلامي اصولو د درلودلو پر بنا ټاکلی او پر خپلې رایې سربیره یې یو شمېر دوستان هم استاد سیاف ته د رایې ورکولو لپاره هڅولي وو، دی وایي:(( دا چې زموږ ملک یو اسلامي ملک دی، باید مشر یې هم په اسلامي اصولو پابند وي.))

د باغیس ولایت قومي مشر عبدالقدوس چې له اشرف غني يې د ملاتړ لپاره غږ پورته كړى و، د خپل ملاتړ علت د نوموړي علم او پوهه په ګوته كوي. ده له كليد سره په خپلو خبرو كې ویلي:(( کله چې اشرف غني بادغیس ولایت ته راغی له نورو کسانو سره يې ستړی مشي وکړل، خو له ما سره یې روی ماچي هم وکړه او کله چې زه د نوموړي له زده کړو څخه خبر شوم؛ نو دا پرېکړه مې وکړه چې له نورو کاندیدانو څخه بهتره دی او ټول خپل دوستان مې وهڅول چې ورته رایه ورکړي.))

د بادغیس ولایت یو تن پخوانی جهادي قومندان او د استاد عبدالرب رسول سیاف د کمپاین مشر عبدالغني خان چې په نوموړي ولایت کې د ده په وینا نژدې (۲۱۰۰) کسانو ورڅخه پلوي کړې، وايي:(( تاسې پوهیږئ چې په تېرو څو کلونو کې ستونزې وې او لا تر اوسه هم شته، دغو ټکو زه دې ته اړ کړم چې له یو مجاهد او تکړه عالم څخه ملاتړ وکړم. دا چې ټول کاندیدان ښه او عالم شخصیتونه دي، خو د دوی په پلانونو کې تفاوت شته او دا د استاد علمي او جهادي شخصیت  دی؛ نو ځکه یې خلکو پلوي کوله.))

د غور ولایت د مرکز اوسېدونکی او قومي مشر حاجی سلطان محمد د خپلې خوښې له كانديد څخه ملاتړ د هغه په علمي شخصيت پورې تړي:((الله پاک حکم کړی چې د یو ملک پاچا باید هغه څوک وي چې علم او پوهه ولري او زه د یو مسلمان په صفت باید هغه څوک وټاکم چې په خپل څنګ کې یو څه ولري، سره له دې چې ښاغلی عبدالله او ټول کاندیدان ښه شخصیتونه دي، خو زما د خوښې کاندید د اقتصاد ډاکټر دی او بل دا چې لاسونه یې تر اوسه پورې په جنګ او جګړو کې دخیل نه دي.))

د هرات ولایت اوسیدونکی محمد عارف سره له دې چې د کاندیدانو په کمپاینونو کې ګډون نه درلود او د چا له خوا هم د کوم کاندید په ګټه بلنه نه ده ورکړل شوې، وايي: (( ما له ډاکټر عبدالله عبدالله سره له هغه وخت څخه چې د شهید احمدشاه مسعود ویاند و، اشنایي درلوده، هغه مسلمان سړی دی او د هغه خبرې مې د میډیا له طریقه اورېدلې، دا چې ټولو خلکو نوموړي ته رایه ورکوله ما هم خپله رایه ورکړه.))

د بادغیس ولایت اوسېدونکی عبدالله بیا له خپلو ملګرو سره د وري د شپاړسمې نېټې په ټاکنو کې د یوې ناڅاپي پرېکړې پر اساس ګډون كوي او وايي، خپله رايه يې د يوې ناڅاپې پرېكړې له مخې د يوه عالم شخصيت په نظر كې نېولو سره كړې ده؛ نو له همدې کبله يې استاد سياف وټاكه.

قومي او ژبنی سیوری

د هرات، بادغیس او غور په ولایتونو کې پر زیات شمېر نورو ستونزو سربېره ژبنیو او قومي ستونزو هم پر ټاکنو مستقیم اثر وغورځاوه او زیات شمېر خلکو په احتیاط، خو یو شمېرو نورو بیا په زغرده دغه مسایلو ته اشاره کوله او ویل یې چې پر ټاکنو یې مستقیم اغېز درلود او ټاکنې د ژبنیو او سمتي لېوالتیاوو پر اساس ترسره شوې دي.

د هرات ولایت اوسېدونکی او پخوانی جهادي قومندان محمد انورخان وردګ چې ټول کاندیدان خپل وروڼه ګڼي، له كليد سره په خپلو خبرو كې دې ټكو ته په اشارې وايي:(( موږ نه د اشرف غني د ټیم کسان يو، نه مو هم نوموړی په خپله لیدلی دی او نه مو کومه وعده ترلاسه کړې ده. خو کله چې موږ ته روښانه شوه چې ټاکنې سمتي او قومي بڼه لري، تاجک وروڼه په خپل تاجک پسې او هزاره وروڼه په خپل هزاره پسې ځي؛ نو موږ هم له خپل پښتانه ورور اشرف غني سره ودرېدو.))

د غور ولایت د ولایتي شورا رئيس فضل الحق احسان چې د دې ولايت ولايتي شورا ته یې د دوهم ځل لپاره ځان کاندید کړی و، په هېواد کې د قومونو تر منځ د شته ستونزو د کموالي د پخلي لپاره د مثال په ورکولو، وايي چې افغاني ټولنه يوه سنتي او هغه ټولنه ده چې د زده كړو كچه په كې خورا كمه او كه څوك وغواړي يا نه، دې ډول ټكو ته په كې لمن وهل كيږي. دى وايي:(( لعل او سرجنګل  ولسوالۍ څخه چې وړاندې به له هزاره وروڼو پرته بل چا ته چا رایه نه ورکوله، ما په کې ۷۰۰ رایې تر لاسه کړې وې. خو بيا هم له ستونزو سره سره اوس د خلکو فکرونه د پخوا په پرتله د ښه انتخاب په لټه کې دي، انشاالله امیدونه زیات شوي چې سیمه ییز اوسیدونکي له قومي ستونزو څخه خلاص شي.))

د کمپاینونو لګښتونه

سره له دې چې د کاندیدانو پر ولایتي کمپاینرانو سربېره، یو شمېر نور قومي مشران چې له کمپاینرانو سره اړیکې لرې د ټاکنو لپاره د خپلو کمپاینونو مصارف ناڅیزه بولي او زياتوي چې د کمپاین د مرکزي دفتر له خوا ورسره تر یوې کچې مرسته شوې او نور مصارف ټول د کاندیدانو د پلویانو له خوا په رضاکارانه ډول تر سره شوي دي، خو کله چې له سیمه ییزو اوسیدونکو یا د کوم ټیم له مخالف لوري سره خبرې کوې؛ نو هغوی په زغرده سره دا مصارف خورا جګ په ګوته کوي او هر هغه چا چې د کوم کاندید د کمپاین له دفتر سره راشه درشه درلوده، ویلي چې تر خپله توانه یې له دغو مصارفو څخه یو څه تر لاسه کړې دي. په هرات ولایت کې د ډاکټر عبدالله عبدالله  د کمپاین د ولایتي دفتر مشر عبدالرازق احمدي په وینا، دا چې د ټاکنو کمسیون له خوا د مصارفو کچه معلومه وه؛ نو کمپاینرانو هم زیاته توقع نه لرله او اکثریت کمپاینرانو په رضاکارانه ډول خپل کارونه پر مخ وړل. نوموړی وايي، د هغو مصارفو په اړه دې هم حساب وركول شي چې كانديدانو ترسره كړي دي.

د هرات ولایت پخوانی جهادی قومندان جنرال کمال الدین عرب سره له دې چې په تېرو ټاکنو کې د کوم کاندید رسمي کمپاینر نه و، خو د کاندایدانو د کمپاینرانو له خوا د مصارفو په اړه وایي، د کاندیدانو خورا ضعیف کس هم له لس ملیونه افغانیو زیات مصارف درلودل. د ده په ټكو لس ملیونه افغانۍ نن سبا ډېرې کمې دي چې د كانديدانو د يوې اوونۍ مصارف هم نه ايجابوي.

په دوهم ځل ټاکنو کې د پلوۍ لاملونه

د وري په شپاړسمه ټول ټال ۸ تنو خپل ځانونه د جمهوري ریاست چوکۍ ته کاندید کړي وو، خو په دوهم ځل (د غبرګولی په ۲۴مه) ټاکنو کې یوازی  دوه مخکښ کاندیدانو شتون  درلود چې خلکو ور څخه  د بېلابېلو لاملونو پر بنسټ ملاتړ كاوه. د غور ولایت اوسېدونکی خداداد چې د خپلې خوښې کاندید د مطبوعاتو د معلوماتو له مخې ټاکلی، وايي چې د وري په شپاړسمه نېټه یې خپله رایه ډاکټر عبدالله ته ورکړې ده، خو په دوهم ځل ټاکنو کې یې په تصمیم کې بدلون راغی او خپله رايه يې ډاكټر غني ته په صندوق كې غورځولې ده. دى د خپلې دې پرېكړې بدلون د نوموړي علم او پوهه په ګوته كوي. د دغه ولایت یو تن قومي مشر نورالدین چې په لومړی دور ټاکنو کې یی له استاد سیاف څخه ملاتړ کړی و، په دوهم ځل ټاکنو کې ډاكټر غني غوره بللى، ځکه په خبره یې غني عالم شخص دی او د تېرو ناخوالو پړه يې هم پر غاړه نشته.

نامسووله وسله وال

نن سبا د بدو شرایطو له کبله زورواکان او نامسوول وسله وال هم په خپلو اړوندو سیمو کې له قانوني لارو چارو ډېر لرې له خپل زور څخه ګټه پورته كوي او هڅه کوي چې د ټاکنو پرمهال د خپلې خوښې کاندید واک ته ورسوي. په غور ولایت کې د غیررسمي ارقامو له مخې او د سیمه ییزو اوسېدونکو په وینا د نامسووله وسله والو کسانو شتون له لسو زرو زیات ښودل شوی، خو رسمي ارقام یې ۷۶۰۰ تنه ښودل شوي چې په خپلو اړوندو سیمو کې واک چلوي او د نافذه قوانینو درناوی نه کوي او ان  د غور- هرات پر لویه لاره له باروړونکو ټرانسپورتي موټرو څخه هر کال په لکونو افغانۍ ترلاسه کوي.

ویل کیږي چې د وري په شپاړسمه په یو شمېر سیمو لکه بالامرغاب، پسابند، دولینه او چارسده کې د دغه کسانو د شتون له کبله ټاکنې ترسره نه شوې او يوازې په مركز كې خلكو رایې  وکارولې. د غور ولایت یو تن قومي مشر مولوي نیاز محمد نیازمند چې په لومړي پړاو ټاکنو کې د استاد سیاف تر څنګ ولاړ و، په دې عقیده دی چې هر افغان وګړی باید کوښښ وکړي، هغه لاره وټاکي چې وطن ته ګټوره وي. د نوموړي په نظر د هېواد روانه  بدبختي د دې سبب شوې وه چې دوى له داسې یو ټیم سره یو ځای شي چې په هغه د ټول ملت درد دوا شي. د ده په ټكو څلوېښت یا پنځوس په سلو کې سیمه ییز اوسېدونکي شاید په خپله خوښه د کاندیدانو له ټیمونو سره یو ځای شوي وي او نور ټول سیمه ییز اوسیدونکي د زورواکانو تر اغېز لاندې وو.

د غور ولایت امنیه قومندان مل پاسوال احمد فهیم قایم چې تېرکال تازه په تازه پر دنده ګمارل شوی و، کلید ته داسې ویلي: ماته ته د لومړي ځل ټاکنو په اړه د دولتي چارواکو د لاسوهنې کوم راپور نه دی راغلی، خو تر خپل توان پورې مې د دوهم ځل ټاکنو په اړه سیمه ییزو اوسېدونکو ته د امنیت ډاډ وركړ او هیچا ته مې په ټاکنو کې د لاسوهنې اجازه نه ده وركړې.

 

 

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA