د لومړي ځل لپاره په غزني ولایت كې د یوې ۲۳ کلنې ښځې د وژلو په تور یوه بل مېرمن د دې ولایت د استیناف محکمې له لورې په علني توګه محاکمه او په ۱۶کاله بند محکومه شوه. خو محکومې شوې ښځې د محکمه پرېکړه غیرمنصفانه بللې او ګواښ یې کړی چې په زندان کې به ځان وژنه وکړي.
د لومړي ځل لپاره په غزني ولایت كې د یوې ۲۳ کلنې ښځې د وژلو په تور یوه بل مېرمن د دې ولایت د استیناف محکمې له لورې په علني توګه محاکمه او په ۱۶کاله بند محکومه شوه. خو محکومې شوې ښځې د محکمه پرېکړه غیرمنصفانه بللې او ګواښ یې کړی چې په زندان کې به ځان وژنه وکړي.
د فاطمې محکمه چې ویل کېږي درې میاشتې مخكې یې د غزني ولایت د مالستان ولسوالۍ په چکمتور شیرداغ کلي كې د کورنۍ شخړې له کبله خپله ۲۳ کلنه نږور، وزیر بیګم د خپل خاوند په مرسته زندۍ کړې وه، د غویي په ۲۸مه نېټه د ځايي خبریالانو او مدني فعالانو په حضور كې ترسره شوه.
د پېښې په تړاو نیول شوې تورنې فاطمې په خپلو خبرو كې وویل چې نږور یې ځان وژنه کړې، خو د ځان وژنې علت یې ورته نه دی څرګند. فاطمې زیاته کړه:(( زه مې له خاوند سره درمند ته تللی وم، کور ته چې راغلم ومې لیدل چې وزیر بیګم نشته او بوټان یې هم نه وو، څو ځله مې ورغږ کړل، خو ځواب یې رانغی، کوټې ته چې ورغلم، بستره یې اواره وه، په غوسه شوم، نورو کوټو ته پسې لاړم، خو نه وه، اخر چې دالان ته لاړم ومې لیدل چې ځان یې زندۍ کړی دی.))
خو د قضیې موظف څارنوال بیا د صورت دعوا د لوستلو په لړ كې د عدلي طب او د فاطمې د کلیوالو له خولې هغه څرګندونې او شواهد محکمې ته وړاندې کړل چې د وژل شوې وزیر بېګم د جسد د معاینې پر مهال ترلاسه شوي او د دې څرګندويي کوي چې نوموړې لومړی په وهلو ټکولو وژل شوې او وروسته یې جسد ځوړند شوی دی. د قضیې موظف څارنوالی وویل:(( د عدلي طب راپور ښیي چې وزیر بېګم لومړی په وهلو ټکولو وژل شوې، ځکه د سر په برخه كې یې د ضربې له کبله پړسوب تر سترګو شوی، بله دا چې پښې یې هم ټولې وې او ژبه یې په خوله کې وه، دا شواهد څرګندوي چې وزیر بېګمې ځان وژنه نه ده کړې، بلكې په قتل رسېدلې ده.))
د مقتولې وزیر بېګم د کورنۍ یوه غړي د غزني کلید راډیو ته د نوم نه اخستو په شرط وویل چې له وزیر بېګم سره یې د خاوند کورنۍ د واده تر لومړۍ ورځې وروسته، له دې کبله ناوړه چلند کاوه چې خاوند یې پر خپلې کورنۍ په غوسه وو چې کونډه ښځه يې د پیغلې په نوم ورته واده کړې ده.
د غزني د استیناف محکمې مشر محمد علي کریمي د دواړو لوریو د خبرو، ادعاوو او شواهدو تر اورېدو او لیدلو وروسته فاطمه د خپلی نږور په قتل كې ښکېله او په ۱۶کاله بند محکومه کړه:(( موږ د غزني ولایت د استیناف محکمې د دیوان جزا هیئت غړو، د دواړو لوریو په حضور كې د محاکمو د تشكېل او صلاحیت قانون د ۵۴مې مادې سره سم د رایو په اتفاق سره مو د مالستان ولسوالۍ د ابتدائیه محکمې پرېکړه، د شته نواقصو له کبله رد او استینافا مو حکم وکړ چې ته فاطمه بنت حسن د خپلې نږور وزیر بېګم په قتل كې د شته شواهدو له مخې مجرمه وپېژندل شوې او د جزا قانون د ۳۹۶مې مادې پر اساس د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د منعې قانون د ۲۱مې مادې په نظر كې نیولو سره تاسې د توقیف له نېټې په ۱۶کاله بند محکوم شوئ.))
محمد علي کریمي دغه راز اړونده ارګانونو ته سپارښتنه وکړه چې د فاطمې خاوند عوض هم توقیف کړي. کریمي زیاته کړه، که مجرم د دې محکمې پر پرېکړې قناعت ونه لري، کولی شي چې د تمیز غوښتنه وکړي. فاطمې په خپل وار د قاضي پرېکړه غیرمنصفانه وبلله او ګواښ یې وکړ چې په زندان كې به ځان وژنه وکړي.
خو په غزني كې په علني توګه د یوې ښځې د قاتل علني محاکمه په دې ولایت كې د ښځو د حقونو د مدافعینو له هرکلي سره مخ شوې ده. په غزني كې د ښځو د حقونو مدافعین وایي، هر هغه څوك چې د ښځو پر وړاندې تاوتريخوالى كوي او په علني ډول محاكمه كيږي، دا به په قضایي ارګانونو كې د شفافیت د ښکارندویي تر څنګ د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ګراف هم راټيټ كړي. په غزنی كې د ښځو د حقونو یوې فعالې ښایسته روحاني د غزني كليد راډیو ته وويل چې د علني محکمو جوړېدل پرعدلي او قضایي ارګانونو د خلکو باور ډېرولی شي. په دغه ولايت كې د ځوانانو د مدني خوځښت غړې سوریا وفا هم د غزني ولایت د استیناف محکمې له لوري د یوې ښځې د قاتلې علني محکمه د ستایلو وړ وبلله.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


