خوست ښار بهرنيو سوالګرو پر سر اخستى دی. د دغه ښار اوسېدونكي وايي چې دغو سوالګرو په لومړیو کې په عاجزانه توګه د پیسو سوال کاوه، خو اوس خلك تر جامو او څادر كشوي او په زور پيسې ترې غواړي.
خوست ښار بهرنيو سوالګرو پر سر اخستى دی. د دغه ښار اوسېدونكي وايي چې دغو سوالګرو په لومړیو کې په عاجزانه توګه د پیسو سوال کاوه، خو اوس خلك تر جامو او څادر كشوي او په زور پيسې ترې غواړي.
دوی وایي چې دا سوالګرافغانان نه دي، بلکې له ګاونډي هېواد پاکستان څخه راغلي دي. د خوست اوسېدونکو په وینا، په دې سوالګرو کې ځوانې ښځې، ماشومان او یو شمېر معیوب سړي هم شامل دي چې د سوال ترڅنګ فحشا هم خپروي.
د خوست ښار اوسېدونكى روح الله چې له دې سوالګرو پوزې ته راغلی، وایی:(( دا سوالګر د سوال په وخت کې خلک په ځانګړې ډول ځوانان تر پښو نیسي، د تګ راتګ لارې پرې بندوي، له کالیو او څادر يې کشوي، څو د پیسو ورکولو ته یې اړ کړي.)) امین الله چې په خوست ښار کې دوکان لري، وايي چې دغو بهرنیو سوالګر یې حتي دوکانداري ور خرابره کړې ده:(( څوک چې د سودا لپار ر اشي؛ نو دوی ور پورې نښلي او په زور پیسې ترې اخلي، دوی زموږ کاروبار هم راخراب کړی او مشتریان ترې په تېښته وي.)) د خوست ښار بل اوسېدونکی حبیب الله وايي:(( دوی فحشا او بدکاري خپروي، چې د غلا فرصت په لاس ورشي غلا هم کوي.))
د خوست ښار اوسېدونکي او ځایي چارواکي که څه هم د دغو سوالګرو له هویته بې خبره دي، خو د اسماعیل خیلو او مندوزیو ولسوالۍ اوسېدونکی عبیدالله د بل چا له خولې وایي چې دغه سوالګر د پاکستان د بلوچستان اوسېدونکي دي:(( یو چا راته خبره کوله چې دغه کسان د پاکستان په بلوچستان کوېټه کې هم په غلاوو او نورو ناوړه کړنو مشهور دي چې اوس دلته هم همدا کارونه کوي.))
ځینې کسان دا هم وایي چې دا سوالګر د یو شمېر خاصو کسانو لخوا دلته د سوال لپاره د تجارت په هدف راوستل شوي دي. د خوست اوسېدونکي له حکومته غواړي چې د دغو سوالګرو په دې پلټنه وکړي، که چېرې خارجي په تېره بیا پاکستاني وختل، له پولې دې واړوي. د کلید خبریال په خوست ښار کې هڅه کړې چې له دغو سوالګرو سره هم مرکې وکړې، خو د مایک او ثبت وسایلو په لیدو ورڅخه تښتېدلي دي.
د خوست امنیه قومندان مل پاسوال فیض الله غیرت هم وایي، دوی هم په دې نه پوهیږي چې دغه سوالګر څوک او له کومه ځایه راغلي دي؟ نوموړی وايي:((همدا سوالګر مو څو ځلې له ښاره ټول کړل او له سرحده مو هم واړول، خو دوی بیا هم په ښار کې لیدل کیږي.))
د خوست امنیه قومندان وايي چې دغه سوالګر د نامعلومو کسانو له خوا د سوالګرۍ د تجارت لپاره خوست ته راوړل شوي، خو دوی نه دي توانیدلي چې یاد کسان مشخص او د قانون منګولو ته وسپاري:(( زموږ کشفي ارګانونه په دې هڅه کې دي چې دغه په اصطلاح تجاران ونیسي او د قانون منګولو ته یې وسپاري.)) له جنرال غیرت مو دغه راز وپوښتل چې ولې یې ښار ته د داخیلدو مخنیوی نه کیږي؟ نوموړي وویل:(( خوست له ګاونډي هېواد پاکستان سره اوږده پوله لري؛ نو ځکه دا خلک په اسانۍ په پټو لارو هېواد ته راځي.)) خو د خوست امنیه قومندان ژمنه وکړه چې د دې سوالګرو په مخنیوي کې به خپلې هلې ځلې وکړي او نور به اجازه ور نه کړي چې د سوال په بهانه دلته راشي او خلکو ته سرخوږی جوړ کړي.
د یادولو ده چې له دې وړاندې څو ځلې امنیتي ځواکونو یاد سوالګر له ښاره شړلي، خو ویل کیږي چې د یوې ډلې تر ایستلو وروسته بله را پیدا شي چې دوی هم د پخوانیو په پله پل ایښی او له خلکو په هماغه ډول د پیسو غوښتنه کوي. خلک له دې سوالګرو یوازې د سوال په برخه کې شکایتونه نه کوي، بلکه وایې چې ډېری یې په اخلاقي فساد هم ککړ دي، خو دا چې د امینتي ځواکونو دا وروستۍ وعده او ورسره هڅه به کومه پایله ورکړي او که نه، دا به وروسته په ډاګه شي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


