ads

د “اوبه د ژوند لپاره” لسيزې د عملي كولو نړيوال كنفرانس پيل شو

د “اوبه د ژوند لپاره” لسيزې د عملي كولو نړيوال كنفرانس نن سهار د تاجكستان په پايتخت دوشنبې كې د دغه هېواد د جمهوررئيس امام علي رحمان په پرانيستونكې وينا پيل شو. د “اوبه د ژوند لپاره” لسيزې د عملي كولو نړيوال كنفرانس نن سهار د تاجكستان په پايتخت دوشنبې كې د دغه هېواد د […]

نویسنده: TKG
19 غبرګولی 1394
د “اوبه د ژوند لپاره” لسيزې د عملي كولو نړيوال كنفرانس پيل شو

د “اوبه د ژوند لپاره” لسيزې د عملي كولو نړيوال كنفرانس نن سهار د تاجكستان په پايتخت دوشنبې كې د دغه هېواد د جمهوررئيس امام علي رحمان په پرانيستونكې وينا پيل شو. د “اوبه د ژوند لپاره” لسيزې د عملي كولو نړيوال كنفرانس نن سهار د تاجكستان په پايتخت دوشنبې كې د دغه هېواد د جمهوررئيس امام علي رحمان په پرانيستونكې وينا پيل شو.
په دې كنفرانس كې د افغان حكومت د اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله او د ملګرو ملتونو د عمومي سرمنشي بانكي مون په ګډون د پاكستان، قرغزستان او يو شمېر نورو هېوادونو لوړ پوړي چارواكي ګډون لري.
تاجك چارواكي د دغه نړيوال كنفرانس د جوړولو هدف د اوبو اړوند مسايلو په اړه د نړيوالې ټولنې د پوهې د كچې لوړولو لپاره په وخت او ګټور اقدام بولي.
ټاكل شوې، چې په دې كنفرانس كې څلور برخې اوبه او ماشومان، اوبه او ښځې، اوبه او غرني هېوادونه او اوبه او مخ پر ودې هېوادونه او جزيره يي دولتونه تر بحث لاندې ونيول شي.
د تاجكستان د بهرنيو چارو وزارت د تحليل او اطلاعاتو څانګې په خپره شوې خبرپاڼه كې ويلي، چې په دې كنفرانس كې د ۹۹ هېوادونو او ۲۹ نړيوالو سازمانونو استازي ګډون لري.
د يادونې وړ ده، چې د ملګرو ملتونو سازمان عمومي مجمع د ۲۰۱۴ كال په ډسمبر كې له ۲۰۰۵ څخه تر ۲۰۱۵ كاله د “اوبه د ژوند لپاره” لسيزې په نوم پرېكړه تصويب كړ، ترڅو بېلابېل هېوادونه د اوبو د ذخيرو د ودې او ملاتړ په هدف وهڅوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA