ads

شمالي وزيرستان كې ۲۶ وسله وال او امنيتي سرتيري وژل شوي

په شمالي وزیرستان کې د پاکستاني سرتېرو او وسله والو تر منځ نښتې او ځانمرګي بريد كې د دواړو لوریو څخه ۲۶ تنه وژل شوي دي. پاکستاني رسنیو د پوځي چارواکو له قوله ویلي، چې پېښه نن سهار په شمالي وزیرستان کې هغه مهال رامنځته شوه، چې سرتېري له وسله والو سره په شمالي وزیرستان […]

نویسنده: TKG
18 غبرګولی 1394
شمالي وزيرستان كې ۲۶ وسله وال او امنيتي سرتيري وژل شوي

په شمالي وزیرستان کې د پاکستاني سرتېرو او وسله والو تر منځ نښتې او ځانمرګي بريد كې د دواړو لوریو څخه ۲۶ تنه وژل شوي دي. پاکستاني رسنیو د پوځي چارواکو له قوله ویلي، چې پېښه نن سهار په شمالي وزیرستان کې هغه مهال رامنځته شوه، چې سرتېري له وسله والو سره

په شمالي وزیرستان کې د پاکستاني سرتېرو او وسله والو تر منځ نښتې او ځانمرګي بريد كې د دواړو لوریو څخه ۲۶ تنه وژل شوي دي.

پاکستاني رسنیو د پوځي چارواکو له قوله ویلي، چې پېښه نن سهار په شمالي وزیرستان کې هغه مهال رامنځته شوه، چې سرتېري له وسله والو سره مخامخ شول.

په پېښه کې ۱۹وسله وال وژل شوي، چې پنځه یی قوماندانان بلل شوي.

همدا راز په بله پېښه کې بیا یو ځانمرګي برید کې د پاکستان اووه امنیتي سرتیري وژل شوي دي.

یاده پېښه هم په شمالي وزیرستان کې را منځته شوې ده.

پاکستاني پوځیانو لخوا له تېر یونیم کال راهیسې د خیبرپښتونخوا په قبایلي سیمه شمالي وزیرستان کې د ضرب عضب په نوم پوځي عملیات روان دي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA