ads

هند او بنګله دېش د ځمکې د بدلولو تړون لاسليک کړ

هند او بنګله دېش د خپلې پولې د کړکیچ د حل کولو لپاره د ځمکې د بدلولو يو تاريخي تړون لاسليک کړ. دا تړون پرون د هند لومړي وزير نريندرا مودي، له خپلې سيالې شیخ حسينه سره په ډاکه کې لاسليک کړ. هند او بنګله دېش د خپلې پولې د کړکیچ د حل کولو لپاره […]

نویسنده: TKG
17 غبرګولی 1394
هند او بنګله دېش د ځمکې د بدلولو تړون لاسليک کړ

هند او بنګله دېش د خپلې پولې د کړکیچ د حل کولو لپاره د ځمکې د بدلولو يو تاريخي تړون لاسليک کړ. دا تړون پرون د هند لومړي وزير نريندرا مودي، له خپلې سيالې شیخ حسينه سره په ډاکه کې لاسليک کړ.

هند او بنګله دېش د خپلې پولې د کړکیچ د حل کولو لپاره د ځمکې د بدلولو يو تاريخي تړون لاسليک کړ.

دا تړون پرون د هند لومړي وزير نريندرا مودي، له خپلې سيالې شیخ حسينه سره په ډاکه کې لاسليک کړ.

په زرګونو بنګله دېشيان د هند په ۵۰ کليو او بانډو کې اوسیږي، او ګڼ شمېر هنديان د بنګله دېش په ۱۰۰ کليو او بانډو کې ژوند کوي.

د نوي تړون پر اساس دواړه هیوادونه به خپلې ځمکې له يو بله سره بدلې کړي او د سيمې اوسېدونکي به حق ولري، چې په هر هېواد کې اوسیدل غواړي ژوند وکړي.

دا سيمې د بنګله دېش او هند تر منځ پر ۴۰۰۰ کيلومتره اوږده پوله پرتې دي او زياتره وخت د دواړو هېوادونو تر منځ د تاوتريخوالي سبب کیږي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA