ads

د بې پيلوټه الوتكې بريد كې ۸ وسله وال ووژل شول

په قبایلي سیمې شمالي وزیرستان كې د امریکا بې پیلوټه الوتکې په برید کې اته وسله وال وژل شوي دي. پاکستاني رسنیو ویلي، یاد برید تېره ورځ د شمالي وزیستان په شوال سیمه کې شوی دی، چې له كبله یې په یوه کور کې اته وسله وال وژل شوي او په قبایلي سیمې شمالي وزیرستان […]

نویسنده: TKG
17 غبرګولی 1394

په قبایلي سیمې شمالي وزیرستان كې د امریکا بې پیلوټه الوتکې په برید کې اته وسله وال وژل شوي دي. پاکستاني رسنیو ویلي، یاد برید تېره ورځ د شمالي وزیستان په شوال سیمه کې شوی دی، چې له كبله یې په یوه کور کې اته وسله وال وژل شوي او

په قبایلي سیمې شمالي وزیرستان كې د امریکا بې پیلوټه الوتکې په برید کې اته وسله وال وژل شوي دي.

پاکستاني رسنیو ویلي، یاد برید تېره ورځ د شمالي وزیستان په شوال سیمه کې شوی دی، چې له كبله یې په یوه کور کې اته وسله وال وژل شوي او یوشمېر نور ټپیان دي.

د شینهوا خبري اژانس د پاکستاني پوځي چارواکو له قوله ویلي، چې په یاد کور کې د وسله والو غونډه روانه وه، چې بې پیلوټه الوتکې پرې دوه توغندي وتوغول.

تر اوسه د وژل شویو کسانو هویت نه دی معلوم.

په برید کې یاد کور په بشپړ ډول له منځه تللی دی.

پاکستاني رسنیو تر اوسه د دغه برید د کره وخت په اړه څه نه دي ویلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA