ads

د سولې د خبرو اترو هڅې امید بښونکې كه اغفالونكې؟

د سولې د خبرو اترو لپاره هڅې که څه هم امید بښونکي باید وګڼل شي خو دا اندېښنه دې هم هيره نه شي چې دا خبرې اترې د رسمي نارسمي نومونو لاندې د وخت ګټلو او د یوه او بل لوري او د عادي افغانانو د اغفالولو لپاره وي.     د سولې د خبرو […]

نویسنده: The Killid Group
16 غبرګولی 1394
د سولې د خبرو اترو هڅې امید بښونکې كه اغفالونكې؟

د سولې د خبرو اترو لپاره هڅې که څه هم امید بښونکي باید وګڼل شي خو دا اندېښنه دې هم هيره نه شي چې دا خبرې اترې د رسمي نارسمي نومونو لاندې د وخت ګټلو او د یوه او بل لوري او د عادي افغانانو د اغفالولو لپاره وي.

 

 

د سولې د خبرو اترو لپاره هڅې که څه هم امید بښونکي باید وګڼل شي خو دا اندېښنه دې هم هيره نه شي چې دا خبرې اترې د رسمي نارسمي نومونو لاندې د وخت ګټلو او د یوه او بل لوري او د عادي افغانانو د اغفالولو لپاره وي.

د مدني ټولنو له ښځو استازو سره د طالبانو خبرې کول د دغې ډلې له خوا پخپلو سرسختو کړنلارو کې د بدلون راوستلو خبر ورکوي. خو یو شمېر له دې کبله چې وايي پاکستان پر دې ډلې ژور نفوذ لري، د طالبانو دا ډول حرکتونه په احتیاط ارزوي.

له څه مودې راهیسې نړیوالو هیوادونو ته د طالبانو د سیاسي استازو پښې خلاصې شوې او د غیر رسمي خبرو تر نامه لاندې يې د افغانستان د یو شمېر غیر دولتي سازمانونو له استازو سره يې خبرې اترې پيل کړې دي. تر چین، قطر، دوبۍ او المان وروسته دا دی د طالبانو سیاسي استازي ناروې ته رسیدلي او هلته يې د یو شمېر مدني ټولنو او د افغانستان ولسي جرګې له ښځينه غړو سره لکه شکریه بارکزۍ او فوزیه کوفي سره خبرې کړې دي. ویل شوي چې د ښځو مساله د دې خبرو اترو د اجنډا اصلي موضوع ده.

د طالبانو له خوا له ښځو استازو سره خبرې اترې د اهمیت وړ بلل کېږي، ځکه پخپله دا ناسته نه یوازې په ملي کچه بلکې په نړیواله کچه د خلکو او سیاستوالو توجه ځان ته جلب کړې. طالبانو د خپلې واکمنۍ او تر هغه وروسته تل په دې مشهور پاتې شوي چې عملا د ښځو تعلیم او کار سره مخالف دي. ډېری ښځې اوس هم دا اندېښنه لري چې ل طالبانو سره د احتمالي سولې په صورت کې یو ځل بیا د دوی رول کمزوری نه شي.

د ناروې حکومت ويلي چې په دې خبرو کې ټولې خواوې خپل شخصي نظرونه مطرح کوي. د ناروې د بهرنیو چارو وزارت ویاند فرود اندرسن رسنیو ته ويلي چې هیواد یې یوازې د افغان سیاستوالو د غونډې کوربه توب کوي. د ده په وینا په دې غونډه کې، سیاستوال، د مدني ټولنې غړي او طالبان خبرې کوي.

که څه هم د سولې خبرې اوږده پروسه ښکاري، خو د طالبانو ځيني سیاسي حرکتونه خلکو ته هیلې پیدا کوي او دا تمه يې ډېرېږي چې سوله به راځي. شنونکي هم دا ډول حرکتونه يې ستايي خو ډېر باور له دې کبله پرې نه څرګندوي چې وايي پر دې ډلې پاکستان ژور نفوذ لري. د دوی اندېښنه دا ده چې پاکستان تل په خپلو ځینو موقتي حرکتونو سره د افغان حکومتونو د اغفال هڅه کړې او هيڅکله يې خپلې ژمنې په صادقانه ډول نه دي عملي کړي.

دا چې افغانان نور له جنګه ستړي شوي او هغه ته د یوه تحميلي جګړې په سترګه ګوري، تمه لري چې وسله والې ډلې، تېرې ناخوالې يوې خوا ته پرېږدي او د خپل ولس او وطن د بقا لپاره فکر وکړي چې په دې کار سره د دوی راتلونکې بقا هم تضمینېدای شي.

ښايي دا ډول نارسمي خبرې اترې د رسمي خبرو اترو لپاره یوه لار وي. له همدې کبله داسې انګېرل چې د طالبانو او افغاني ټولنې د یو زیات شمېر بنسټونو ترمنځ د نظر د همغږۍ د رامنځته کېدو په خاطر د طالبانو سیاسي نړیوال سفرونه نورو هیوادونو ته هم چې پر نورو ملکونو اغېزښندونکي دي، وغځېږي. د افغانانو تمه دا ده چې له اقتصادي او پوځي اړخ نه اغېز ښندونکي هيوادونه د افغانستان تېر، اوس او راتلونکي ته په ژور کتلو او په راتلونکې کې نړۍ ته د دې سیمې د نه ګواښمن کېدو په خاطر صادقانه هڅې وکړي او له افغانانو سره خپله رښتني دوستي په اثبات ورسوي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA