ads

د نړيوال شل اوريز جام ټاكنيزو سياليو لپاره ملي لوبډله اعلان شوه

د افغانستان كركټ بورډ د نړيوال شل اوريز جام د ټاكنيزو لوبو لپاره ملي لوبډله اعلان كړه. ټاکل شوې د روان زيږديز کال د جولاى په دويمه نېټه د ۲۰۱۶ كال نړيوال شل اوريز جام ته د لارموندنې په هدف ټاكنيزې سيالۍ پيل شي چې په ايرلنډ او سكاټلنډ كې ترسره كېږي. د افغانستان كركټ […]

نویسنده: TKG
16 غبرګولی 1394

د افغانستان كركټ بورډ د نړيوال شل اوريز جام د ټاكنيزو لوبو لپاره ملي لوبډله اعلان كړه. ټاکل شوې د روان زيږديز کال د جولاى په دويمه نېټه د ۲۰۱۶ كال نړيوال شل اوريز جام ته د لارموندنې په هدف ټاكنيزې سيالۍ پيل شي چې په ايرلنډ او سكاټلنډ كې ترسره كېږي.

د افغانستان كركټ بورډ د نړيوال شل اوريز جام د ټاكنيزو لوبو لپاره ملي لوبډله اعلان كړه.

ټاکل شوې د روان زيږديز کال د جولاى په دويمه نېټه د ۲۰۱۶ كال نړيوال شل اوريز جام ته د لارموندنې په هدف ټاكنيزې سيالۍ پيل شي چې په ايرلنډ او سكاټلنډ كې ترسره كېږي.

د كركټ بورډ له لوري كليد ته په رالېږل شوي خبرپاڼه كې، د دغه لوبو لپاره د افغانستان په ۱۵ كسيزه لوبډله كې، اصغر ستانكزى كپټان، جاويد احمدي مرستيال كپټان، نوروز منګل، شهزاد محمدي، محمد نبي، سميع الله شينوارى، شفيق الله شفق، نجيب ځدراڼ، ميرويس اشرف، دولت ځدراڼ، شاپور ځدراڼ، حميد حسن، شرف الدين اشرف، افتاب علم او ګلبدين نايب شامل دي.

ددې تر څنګ، كريم صادق، عثمان غني او فريد ملك هم په احتياطي لوبغاړو كې اخيستل شوي دي.

افغان ملي لوبډلې ته ددغه سياليو په بي ګروپ كې د متحده عربي اماراتو، هالنډ، سكاټلنډ، كاناډا، كېنيا او عمان لوبډلو تر څنګ ځاى وركړل شوى.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA