ads

په شمال كې د رايې وركولو معيارڅه وو؟

په افغانستان كې له تېرو ۱۳ كلونو راهيسې درې ځله تر سره شويو انتخاباتو دا په اثبات رسولې چې په شمالي ولايتونو كې ژبه او قوم پالنه لا هم خلكو ته د رايې وركولو لومړى او تر ټولو ستر معيار ګڼل كېږي. په افغانستان كې له تېرو ۱۳ كلونو راهيسې درې ځله تر سره شويو […]

نویسنده: TKG
13 غبرګولی 1394
په شمال كې د رايې وركولو معيارڅه وو؟

په افغانستان كې له تېرو ۱۳ كلونو راهيسې درې ځله تر سره شويو انتخاباتو دا په اثبات رسولې چې په شمالي ولايتونو كې ژبه او قوم پالنه لا هم خلكو ته د رايې وركولو لومړى او تر ټولو ستر معيار ګڼل كېږي.

په افغانستان كې له تېرو ۱۳ كلونو راهيسې درې ځله تر سره شويو انتخاباتو دا په اثبات رسولې چې په شمالي ولايتونو كې ژبه او قوم پالنه لا هم خلكو ته د رايې وركولو لومړى او تر ټولو ستر معيار ګڼل كېږي.

وروستۍ موندنې د تېر كال ټاكنې همداسې ارزوي او ښيي چې كله د ۱۳۹۳ كال د حمل د شپاړسمې په ټاكنو كې هېڅ يوې ډلې ۵۰ جمع يوه رايې پوره نه كړاى شوې؛ نو د دوهم پړاو ټاكنو همداسې يوه بڼه واخسته. كليد ګروپ په دې اړه په بلخ، سمنګان، سرپل، جوزجان، فارياب او يو شمېر نورو ولايتونو كې چې اكثريت اوسېدونكي يې تاجك، هزاره، ازبك او پښتانه دي، خلك پوښتلي چې د جمهوري رياست په دوهم پړاو ټاكنو كې يې رايه د كوم معيار پر اساس وركړې ده؟

دغلته اوسېدونكي خلك په لويه كې د ملي جنبش له اړخه په جنرال دوستم، د اسلامي جمعيت له اړخه په عطامحمد نور او د اسلامي وحدت ګوند له اړخه په محمدمحقق پسې ولاړ او د تقسيم په چاړه هم وېشلي او د كمپاين يا رايې وركولو معيارونه يې هم دا ګڼل چې څوك د چا په ګوند كې دى، د هماغه ملاتړي ملګري ته به رايه وركوي.

دا خبره مو په بلخ كې د ډاكټر عبدالله د كمپاين د دفتر ملګري ذبيح الله فطرت مخې ته هم كېښوده، هغه وويل دى په خپله د جمعيت اسلامي ګوند غړى او له همدې كبله يې ډاكټر عبدالله ته كمپاين وكړ:(( يو خو مې ګوندي و، د ګوند لخوا كانديد و، بله دا چې ټول عمر له خلكو سره پاتې شوى او خپل خلك يې په ښو او بدو ورځو كې نه دي هېر كړي.)) د سمنګانو سيمه ييز مشر عبدالعزيز هم كليد ته ويلي چې له عبدالله سره يې د جمعيت اسلامي ګوند له كبله اخلاص پاللى او هغه ته يې كمپاين كړى دى.

د جوزجان د ولايتي شورا غړى او د ملي جنبش غړى نبيه مصطفى بيا وايي، دى په تېرو ټاكنو كې په اشرف غني پسې ځكه درېدلى و چې د ګوند مشر يې د تحول او تداوم ټيم مهم غړى  و. د فارياب د ولايتي شورا رئيس او د ملي جنبش مرستيال رحمت الله تركستاني هم تقريبا ورته خبره كوي او وايي، له يوې خوا يې د اشرف غني برنامه خوښه وه او له بلې خوا يې ورسره د ګوند د ملاتړ له كبله اخلاص پاللى دى.

د تېر كال د انتخاباتو څارونكي هم په ټاکنو کې د خلکو پلوۍ ته ګوندي رنګ وركوي او وايي، دا مهال اكثره ګوندونه په خاصو قومونو پورې اړوند او د مشخصو قومونو د حقونو د غوښتلو داعيه پر مخ وړي، ځكه نو په تېر كال ټاكنو كې هم اكثره قومونه د ګوندونو په جامه كې يو په بل پسې د خپلو ګټو د تامين لپاره درېدلي وو.

خو دا چې د تېر كال په جمهوري رياست ټاكنو كې د قوم، ګوند او سمت پالنې ذهنيت ولې عام و؟ دا هغه پوښتنه ده چې  شنونكي يې په اړه بېلا بېل تحليلونه لري. د بلخ ولایت مدني فعال محمد نبي اسير وايي، په ۴۰مه او ۵۰مه لسيزه كې ګوندونه ملي او د قوم پالنې له حدودو ډېر پراخ وو:(( موږ ګورو چې جمعيت ګوند د تاجكانو، وحدت اسلامي او حركت ګوندونه د هزاره ګانو او جنبش ګوند كې له استثنا پرته ټول ازبكان وو، په نور افغانستان كې هم حزبونه په محدودو قومونو پورې تړلي او په همدې اساس يو په بل پسې ملاتړ ته راپورته كېدل.))

دوستي که برنامه پالنه؟

كه څه هم د تېركال د ټاكنو يو شمېر كمپاين كوونكي له مشخصو كانديدانو خپل ملاتړ د قوم يا ګوند پر بنياد بولي، خو د تېر كال د جمهوري رياست د كانديدانو د دفترونو يو شمېر مسوولينو بيا دا هم ويلي چې له كانديدانو څخه يې خپل ملاتړ د شخصي ژورې دوستۍ پر بنسټ اعلان كړى و. د سرپل د ولايتي شورا مشر اسدالله خرم همدا خبره كوي او وايي، دى په ډاكټر عبدالله پسې تېر كال ځكه ملاتړ ته راپورته شوى و چې هغه يې له نږدې پېژانده او دوستي يې ورسره لرله:(( د اشرف غني په نسبت مې د عبدالله د ډلې خلك ډېر نږدې ملګري وو، له دغې ډلې سره زما پيژندګلوي ژوره وه.))

خو په تېر كال ټاكنو كې د شمال د ډډې داسې خلك هم وو چې وايي، له كانديدانو څخه يې خپل ملاتړ د هغوى د ښو برنامو پر اساس كړى دى. د بلخ قومي مشر توره باز ستانكزى وايي، نه د كوم ګوند غړى دى، نه يې د تحول او تداوم له ټيم سره دوستي لرله او نه كومه بله رشته، خو يوازې يې د اشرف غني د غوره مديريت او له وړتيا ډكه كړنلاره خوښه شوې وه:(( اشرف غني یو برنامه جوړوونکى شخص دی او کولای شي چې افغانستان یو ثبات لرونکی او په ځان بسیا هېواد کړي، ځکه هغه غوره اقتصادي، امنیتي او انکشافي برنامې درلودې، ځكه مې ملاتړ هم ورځنې كړى دى.))

د بلخ پوهنتون احمدضيا فيروز بيا د عام ذهنيت په اړه همدا ټكى تحليلوي او وايي، د خلكو سياسي تفكر پوخ شوى او يوه لويه برخه افغانانو د تېر كال په ټاكنو كې له قومي، سمتي او ګوندي دايرو ډېر پورته د شخصيتونو د درايت، پوهې او وړتيا په اساس رايه كارولې ده. د سرپل د ولايتي شورا غړى سيد حيات الله غلامي هم دا خبره تاييدوي او وايي، كه څه هم ژبني او قومي معيارونه اساسي ګڼل كېدل، خو په وينا يې بيا هم د تېر كال د حمل د شپاړسمې په ټاكنو كې يوه ټاكنيزه تنوع په ښکاره تر سترګو كېده:((مذهبي، قومي او ژبني مسايل به وو، خو ډېرو خلكو دې ته ونه كتل، بلكې په اهليت پسې ولاړل.))

رايې څه راښيي؟

كه څه هم يو شمېر كارپوهان دا ردوي چې د تېر كال ټاكنې تر ډېره په قومي او سمتي رنګ رنګ نه وې، خو بيا هم د كليد راپورونه د شمال د اوسېدونكو رايې د تاجكانو، هزاره ګانو او ازبكانو په درېيو كټګوريو وېشي. دقيق راپورونه وايي، د شمال د هزاره ګانو او تاجكانو رايې د ډاكټر عبدالله د دوهم مرستيال محمد محقق او عطا محمد نور د نفوذ له كبله د اصلاحاتو او همپالنې ټيم ته پرېوتې دي.

خو له اشرف غني سره د جنرال دوستم د لومړي مرستيال كېدو له كبله د شمال ازبكانو بيا خپلې ډېرې رايې د تحول او تداوم ډلې په ګټه وكارولې. په دې جمله كې لومړى سمنګان ولايت راځي چې اكثره اوسېدونكي يې تاجك او لږ ازبك دي، دلته د رايو په شمېره كې څرګند فرق و، خو په جوزجان، سرپل او فارياب كې بيا د ازبكانو د زياتوالي له كبله اشرف غني تر ټولو زياتې رايې وړې وې.

سيد حيات الله عالمي د سرپل د ولايتي شورا غړى دى، هغه په دې اړه پوره توضيحات لري:((د ازبكانو رايه له دې ځايه ځكه اشرف غني ته ولاړه چې دوستم دلته د ازبكانو محبوب رهبر دى، خو د سرپل هزاره ګانو بيا د محقق، عالمي بلخي، استاد اكبري او ډاكټر علي كاظمي د نفوذ له كبله ډاكټر عبدالله ته رايه وركړه.))

د پيسو رايه

په شمال كې د تېر كال په جمهوري رياست ټاكنو كې د پيسو په زور د رايې اخستنې خبره هم كېږي او هلته مېشت يو شمېر مشران دا تاييدوي، خو ځينې بيا وايي، دوى د پيسو په بدل كې د رايې د وركړې كومه معامله نه ده ليدلې. د دې خبرې تاييدوونكې سرچينې وايي، يو شمېر كانديدانو د ټولنې عادي افرادو ته د رايې په بدل كې پيسې وركړې او دوى ليدلي.

د جوزجان اوسېدونكى احمد نويد ملك زاده وايي، په خپلو سترګو يې ليدلي چې يوې لويې قبيلې يا كلي له مشخصو كانديدانو څخه پيسې اخستي او بيا يې ورته نور خلك مجبور كړي چې رايه وركړي. د سمنګانو اوسېدونكى رضوان الله اميري بيا وايي، په خپله ورته چا د رايې په بدل كې د پيسو وړانديز نه دى كړى، خو ليدلي يې دي چې ځينو دوستانو يې له انتخاباتي ټيمونو څخه ښې ډېرې پيسې واخستې. شهاب الدين بيا د جوزجان اوسېدونكى دى او د ټاكنو د ورځې د سترګو ليدلى حال راته وايي:(( يو مشخص ټيم كسان مؤظف كړي وو، دوى د رايو په مركزونو كې ولاړ وو او خلكو ته يې ټاكلې اندازه پيسې د رايې په بدل كې وركولې.))  د سرپل د ولايتي شورا رئيس اسدالله خرم بيا د پيسو په بدل كې د رايې د اخستنې تور په يو مشخص ټيم لګوي او وايي، د صيادو او كوهستاناتو خلك د ډاكټر عبدالله پلويان وو، مګر د ډاكټر غني ډلې له يادې سيمې څخه په پيسو زياتې رايې ټولې كړې:(( هلته ډېرى خلكو د اقتصادي ضعف له كبله په رايو معامله وكړه، دوى ته د مركزي دفترونو څخه پيسې راتلې.)) خو په سرپل كې د سيد حيات الله په نوم د تحول او تداوم د ټيم غړى دا خبره ردوي او وايي، يو شمېر كسانو ترې د رايې په بدل كې پيسې غوښتي، خو په وينا يې دوى كومه معامله له چاسره نه ده كړې:(( دلته اكثره خلكو د رايو په بدل كې پيسې راڅخه غوښتي، خو موږ نه دي وركړي.)) په جوزجان كې بيا د ډاكټر اشرف غني كمپاين د وخت غړي وايي، دوى له سره داسې كومې معاملې سره هم  نه دي مخامخ شوي چې په كې له دوى څخه د پيسو غوښتنه شوې وي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA