د لويو وچو يا انټرکانټينېنټال جام سياليو په لړ کې پرون د افغانستان او سکاټلنډ د كركټ ملي لوبډلو ترمنځ د کېدونکې څلور ورځنۍ لوبې د لومړۍ ورځې لوبه د باران له كبله لغوه شوه.
د لويو وچو يا انټرکانټينېنټال جام سياليو په لړ کې پرون د افغانستان او سکاټلنډ د كركټ ملي لوبډلو ترمنځ د کېدونکې څلور ورځنۍ لوبې د لومړۍ ورځې لوبه د باران له كبله لغوه شوه.
دا لوبه به نن د كابل په وخت ماسپښين دوه نيمې بجې په سكاټلنډ كې پيل شي.
دا د سږ كال انټرکانټينېنټال جام سياليو کې د افغانستان لومړۍ څلور ورځنۍ لوبه ده.
افغانستان د درېيم ځل لپاره په دې سياليو کې برخه اخلي، په ٢٠١٠ کال کې يې په خپل لومړي ځل ګډون سره اتلولي خپله کړې وه او په ٢٠١٣ کال کې يې په دغو سياليو كې دويم مقام خپل کړى و.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


