ads

مارګرېت اتوود څه ډول لیکل کوي؟

لیکواله او شاعره اتوود چې بشپړ نوم يې مارګرېت الینور اتوود دی، د ۱۹۳۹ کال د نوامبر په ۱۸مه د کاناډا په اوتاوا کې زېږېدلې او له شپږ کلنۍ يې لیکوالۍ ته مخه کړې ده. نوموړې یوه ښه شاعره، لیکواله، ادبي کره کتونکې، سیاسي فعاله او پېژندل شوې فېمینسته ده. لیکواله او شاعره اتوود چې […]

نویسنده: The Killid Group
12 غبرګولی 1394
مارګرېت اتوود څه ډول لیکل کوي؟

لیکواله او شاعره اتوود چې بشپړ نوم يې مارګرېت الینور اتوود دی، د ۱۹۳۹ کال د نوامبر په ۱۸مه د کاناډا په اوتاوا کې زېږېدلې او له شپږ کلنۍ يې لیکوالۍ ته مخه کړې ده. نوموړې یوه ښه شاعره، لیکواله، ادبي کره کتونکې، سیاسي فعاله او پېژندل شوې فېمینسته ده.

لیکواله او شاعره اتوود چې بشپړ نوم يې مارګرېت الینور اتوود دی، د ۱۹۳۹ کال د نوامبر په ۱۸مه د کاناډا په اوتاوا کې زېږېدلې او له شپږ کلنۍ يې لیکوالۍ ته مخه کړې ده. نوموړې یوه ښه شاعره، لیکواله، ادبي کره کتونکې، سیاسي فعاله او پېژندل شوې فېمینسته ده.

په ۲۰۰۰ میلادي کال کې د بوکر جایزې ګټونکې (ړوند قاتل او اوریکس او کریک) کتابونه یې ډېر مشهور دي. اتوود په ۲۰۰۰ کال کې د بوکر او ارتورسي کلارک او په ۲۰۰۸ کال کې د پرنس استریاس ادبي جایزې اخستې دي.  تر اوسه د اتوود ۳۰ ټوکه کتابونه چې ناولونه، لنډې کيسې، شعرونه، ادبي کره کتنې او د ټولنیز تاریخ او ماشومانو په اړه دي، چاپ شوي دي.  د نوموړې اثار د سنتي ریالیزم له سرچینو اوبه څښي او پخپلو لیکنو کې له ښځو نه د یوه اصلي شخصیت په توګه استفاده کوي.

اتوود په خپلو داستانونو کې ټولنیز واقعیتونه د تخیل، اسطوره پېژندنې او طنز په مټ بیانوي. د سیلاونو کال، بیا اداینه، فریبکاره ناوې، ړوند قاتل، د پيشو سترګه، اوریکس او کریک د نوموړې ناولونه او ډمې نجونې او کېږدۍ يې د لنډو کیسو ټولګې دي.

مارګرېت اتوود ۱۹ شعري ټولګې لري، خو تر ډېره د خپلو ناولونو له مخې مشهوره ده. د خدمتګار په نوم ناول يې تر ټولو زیات لوستونکي لري.

نوموړې وايي: په ۱۹۵۰ کې چې کاناډا له فرهنګي ځوړ سره مخ وه، ما تازه په تازه لیکوالي پیل کړې وه. خو اوس ګورم چې دا هېواد له فرهنګي اړخه ډېر فعال ښکاري او داسې ډېر شمېر لیکوال يې نړۍ ته ورپيژندلي چې په لوړ نړیوال دریځ کې دي.

چې ماشومه وم، دا مې عادت و چې کتاب ساز کړم. له بازار نه مې سپينې پاڼې اخستې، څنګ په څنګ به مې کېښودې او و به مې ګنډلې. خو یو وخت دا فکر راپیدا شو چې د دې سپينو پاڼو پرمخ باید یو څه لیکل شوي وي چې کتاب شي، له دې فکر سره مې لیکل هم پیل کړل.

زما لومړی ناول د مېږيانو په اړه و، دغه ناول مې چندانې داستاني جوړښت نه درلود، خو د لیکواله کېدو لپاره مې يو ښه تمرین و. لیکوال باید ترپايه د یوه کتاب د لوستلو لپاره یو ښه دلیل ولري. کورنۍ مې راته وايي چې ما په پنځه کلنی کې لیکوالۍ ته مخه کړه، شپږ کلنه او یا هم اووه کلنه به وم چې له لیکوالۍ نه لاس په سر شوم او انځورګرۍ ته مې مخه کړه او په ۱۶ کلنۍ کې مې بیا ورته مټې بډ وهلې.

له عمر سره د یو چا تجربې هم زیاتېږي. کله چې ما (بیا اداینه) کتاب لیکه، یو څېړنیز مرستیال مې ونیو چې په دې کتاب کې د یو لړ مطرح شویو موضوعاتو په اړه څېړنه وکړي، خو د کتاب اصلي ايډياګانې مې خپلې دي.

کله چې ناول لیکم، تر هر څه لومړی یو تصویر مې ذهن ته راځي، یوه صحنه یا یو غږ.  زه په لاس لیکل کوم، خوښېږي مې چې په خودکار لیکل وکړم، ځکه ډېره په کې راحته یم. دا کار په چټک لیکلو کې راسره مرسته کوي. څه چې لیکم ډېر ژر يې له چا سره نه شریکوم. ځکه بدلونونه باید په کې راولم او څه په کې باید زیات او کم کړم. تر دې وروسته دغه متن ټايپوم چې تر ډېره په اسانه نه لوستل کېږي.

معمولا د سهار له لسو بجو د مازیګر تر څلورو بجو لیکل کوم. کله کله مې د شپې له مخې هم لیکلو ته  زړه کېږي په تېره چې د یو ناول په لیکلو کې بېړه ولرم.  لکه څنګه چې نارینه لیکوال، په خپلو اثارو کې د ښځې شخصیت په ښځینه توصیفونو انځوروي؛ زه هم نارینه شخصیتونه لکه څنګه چې دې هماغسې انځوروم. کله چې مې د (تر نارینه وو مخکې ژوندون) ولیکه، په هغه کې مې د نارینه محاسن په کې انځور کړل چې د ډېر ظرافت او دقت وړ وو. ښايي تاسې به د یوې ښځې په توګه په اسانه او یو ځل لوستلو سره درک نه کړئ، ځکه چې نارینه نه يې.

د یوه لیکوال تر ټولو مهم هنر دا دی چې وکولای شي خپل ځان د نورو په ایینه کې وګوري. دا نور کېدای شي هر څوک وي، حتی غیر انساني موجودات. تاسو باید د یوه معقول روایت لپاره، خپل ځان د بل په ځای احساس کړی، دا هغه کار دی چې زه يې ترسره کوم.

ما ډېره هڅه کړې چې خلکو ته ووایم، ډېر زیات سم یا ناسم کړه وړه يې له لرغونو اسطورو پور کړې دي. تر ډېره زما هدف کنایه ویل وي، نه مسخره کول. که زه مخامخ تاسو ته ووایم چې ناپوهه يې، باور لرم چې ډېره بده درباندې لګېږي.

که په کمپيوټر کې لیکل کوئ، د خپل تخلیق د خوندي ساتلو لپاره یوه بله اضافي حافظه هم باید ولرئ، یعنی  هغه یو بل ځای هم خوندي کړئ.

ناول د ټولنې د ارزونې یو اوزار دی. کله چې په ناول کرکترونه رامنځته کوم د اړتیا له مخې دغه شخصیتونه هغه څه چې ډېر شخصي وي، نه بیانوي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA