ads

د جګړې بيه چا ګاللې؟

په تېرو ۱۴ کلونو كې د جګړې له كبله د وژل شویو او ټپي شویو افغانانو کره شمېره معلومول سخت دي. ځکه له ۱۴ کلونو راهيسې افغانان د دوو اورونو ترمنځ واقع شوي او پر مرګ ژوبله يې هيڅ صرفه نه ده شوې. خو د یوه امریکايي پوهنتون په يو څېړنیز رپوټ کې راغلي، چې […]

نویسنده: The Killid Group
12 غبرګولی 1394
د جګړې بيه چا ګاللې؟

په تېرو ۱۴ کلونو كې د جګړې له كبله د وژل شویو او ټپي شویو افغانانو کره شمېره معلومول سخت دي. ځکه له ۱۴ کلونو راهيسې افغانان د دوو اورونو ترمنځ واقع شوي او پر مرګ ژوبله يې هيڅ صرفه نه ده شوې. خو د یوه امریکايي پوهنتون په يو څېړنیز رپوټ کې راغلي، چې په یاده موده کې په

په تېرو ۱۴ کلونو كې د جګړې له كبله د وژل شویو او ټپي شویو افغانانو کره شمېره معلومول سخت دي. ځکه له ۱۴ کلونو راهيسې افغانان د دوو اورونو ترمنځ واقع شوي او پر مرګ ژوبله يې هيڅ صرفه نه ده شوې. خو د یوه امریکايي پوهنتون په يو څېړنیز رپوټ کې راغلي، چې په یاده موده کې په افغانستان او پاکستان کې د مرګ ژوبلې کچه ۳۰۰ زرو تنو رسېږي. ارقام چې هر ډول وي له لویه سره سړی دا ویلای شي چې د روانې جګړې ټول زور ولس ګاللی دی.

تازه په تازه بروان امریکايي پوهنتون د جګړې بیې تر عنوان لاندې يو څېړنيز رپوټ خپور کړی او په هغه کې راغلي دي چې د ۲۰۱۴ کال ترپایه پورې په افغانستان او پاکستان کې د جګړو له کبله ۱۴۹ زره تنه وژل شوي او ۱۶۲ زره نور سخت ټپیان شوي دي.

په دې رپوټ کې دا هم ويل شوي چې ارقامو ته په کتو جګړه ختمېده نه لري او ورځ تربلې اوضاع بدتره کېږي.

دا رپوټ د ۲۰۱۴ کال ترپايه پورې د مرګ ژوبلې کچه په ګوته کوي چې اندېښمنوونکې ده خو که چېرته تر هغه را وروسته وضعیت ته وکتل شي او په دې برخه کې په افغانستان کې د وګړو تلفاتو ته د ملګرو ملتونو رپوټ ته تم شو، چې وايي د ۲۰۱۵ کال له پیله تراوسه د وګړو تلفات ۱۶ فیصده لوړ شوي، دا رقم لا نور بوګنوونکی کېږي.

که څه هم دا ډول څېړنې د یو لړ منل شوو معیارونو په بنسټ جوړېږي او پایله يې له خلکو سره شریکېږي، خو له لویه سره په تېرو ۱۴ کلونو کې د دوو هیوادونو په سطحه د جګړې د تلفاتو دا رقم کم ښکاري.

په یادو کلونو کې که چېرته یوازې په افغانستان کې شویو جګړو او عملیاتونو ته په پام د تلفاتو کچه وارزول شي، د براون پوهنتون ورکړل شوي ارقام ښايي له افغاني تلفاتو هم کم وي. د دې ادعا علتونه هم معلوم دي.

په دغو کلونو کې افغانان د دوو اورونو ترمنځ واقع وو، له یوه لوري په هوايي او شپني عملیاتو کې په ګڼ شمېر افغانانو ته تلفات اوښتل او له بل لوري د سړک غاړې په ماینونو او ځانمرګو بریدونو ګې ګڼ خلک له منځه لاړل.

دا چې دا ډول څېړنې تر ډېره بریده د رسمي سرچينو په ارقامو ولاړې وي، ارقام دقیق نه ښکاري، ځکه افغانان د دې شاهد وو، چې په يوه پېښه کې به هرځل ګڼ خلک له منځه تللي وو او ټپيان شوي وو، خو د رسمي سرچینو له خوا به دا ارقام ډېر کم ښودل کېدل ترڅو د خلکو د اندېښنو له زیاتېدو مخنیوی و شي. مګر دا ولس و چې سره له دې يې هم دا تاوان پرې کړ.

داسې تصور موجود و چې ښايي له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو په وتو سره جګړې تمې شي او یا هم شدت کچه يې راښکته شي. خو وروسته له هغه چې امریکا په افغانستان کې خپل ماموریت پای ته رسیدلی اعلان کړ، جګړو لا نور زور واخیست او د میلادي کال د لومړيو میاشتو د ارزونو په بنسټ د تلفاتو کچه ښايي د تېرو کلونو په پرتله دوه نیم برابره هم شي. ځکه په تېرو شپږو میاشتو کې د مرګ ژوبلې په میزان کې ۱۶ فیصده زیاتوالی همدا خبره کوي. د ملګرو ملتو سازمان د دغې فیصدي په ښودلو سره په رپوټ کې ويلي چې د دغه کال په لومړیو ۴ میاشتو ۹۷۶ تنه عام افغانان وژل شوي او ۱۹۶۳ تنه ټپیان شوي دي.

 

 

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA