ads

د امريکا د بې پيلوټه الوتکو بريد كې څلور وسله وال وژل شوي

په قبايلي سيمې شمالي وزيرستان كې د امريکايي بې پيلوټه الوتکو بريد كې څلور وسله وال وژل شوي. ځايي امنيتي چارواکو رسنيو ته ويلي، چې د امريکا بې پيلوټه الوتکو تېره شپه د شمالي وزيرستان په شوال سيمه کې پر يوه موټر پرله پسې دوه توغندي په قبايلي سيمې شمالي وزيرستان كې د امريکايي بې […]

نویسنده: TKG
12 غبرګولی 1394

په قبايلي سيمې شمالي وزيرستان كې د امريکايي بې پيلوټه الوتکو بريد كې څلور وسله وال وژل شوي. ځايي امنيتي چارواکو رسنيو ته ويلي، چې د امريکا بې پيلوټه الوتکو تېره شپه د شمالي وزيرستان په شوال سيمه کې پر يوه موټر پرله پسې دوه توغندي

په قبايلي سيمې شمالي وزيرستان كې د امريکايي بې پيلوټه الوتکو بريد كې څلور وسله وال وژل شوي.

ځايي امنيتي چارواکو رسنيو ته ويلي، چې د امريکا بې پيلوټه الوتکو تېره شپه د شمالي وزيرستان په شوال سيمه کې پر يوه موټر پرله پسې دوه توغندي توغولي، چې په ترڅ کې يې لږ تر لږه  څلور  وسله وال وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپيان دي.

شوال د شمالي وزيرستان لرې پرته سيمه ده، چې د ځايي سرچينو په وينا، په دې سيمه کې د پاکستاني طالبانو، القاعدې او حقاني شبکې وسله وال مېشت دي.

دا په روان کال کې پر  شمالي وزيرستان د امريکا د بې پيلوټه الوتکو اتم بريد دى.

 

 

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA