د افغانستان د كركټ ملي لوبډله نن د لويو وچو يا انټرکانټينېنټال جام سياليو په لړ کې خپله لومړۍ څلور ورځنۍ لوبه د سکاټلنډ له لوبډلې سره په دغه هېواد کې پيلوي.
د افغانستان د كركټ ملي لوبډله نن د لويو وچو يا انټرکانټينېنټال جام سياليو په لړ کې خپله لومړۍ څلور ورځنۍ لوبه د سکاټلنډ له لوبډلې سره په دغه هېواد کې پيلوي.
د افغانستان د کرکټ د ملي لوبـډلې کپتان اصغر ستانکزي سکاټلنډ ته له رسېدو سره سم خبريالانو ته وويل، چې دوى دې لوبې ته بشپړ چمتووالى لري.
د هغه په وينا، په اسټراليا کې د يو ورځني کرکټ د ٢٠١٥ کال نړيوال جام سياليو کې د افغانستان ګډون دوى ته ډېره ګټه ورسوله.
نوموړي زياته كړه، له قوي لوبډلو سره د لوبو کولو له كبله په توپوهنه او توپ اچونه کې د افغان لوبغاړو وړتياوې زياتې شوې او په دې برخو کې نور هم پياوړي شول.
ستانكزى وايي، سکاټلنډ پياوړې لوبډله لري او په خپل هېواد کې يې تل ښه لوبه کړې، خو د افغانستان لوبډله هم له بشپړو تياريو سره دغه هېواد ته ورغلې او د لوبې د ګټلو هڅه به کوي.
افغانستان د درېيم ځل لپاره د انټرکانټينېنټال جام په سياليو کې برخه اخلي، په ٢٠١٠ کال کې يې په خپل لومړي ځل ګډون سره اتلولي خپله کړې وه او په ٢٠١٣ کال کې يې په دغو سياليو كې دويم مقام خپل کړى و.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

