ads

خوست کې پولیسو د ولس زړه ته لاره کړې

د خوست ښار اوسېدونکي وایي چې په دې وروستیو کې دوى د پولیسو له نرم او ښه چلند څخه خوښ دي او پوليس بيا وايي كه خلك ور سره همكاره شي، نور به هم د پوليسو او خلكو تر منځ واټن له منځه ولاړ شي.     د خوست ښار اوسېدونکي وایي چې په دې […]

نویسنده: TKG
12 غبرګولی 1394

د خوست ښار اوسېدونکي وایي چې په دې وروستیو کې دوى د پولیسو له نرم او ښه چلند څخه خوښ دي او پوليس بيا وايي كه خلك ور سره همكاره شي، نور به هم د پوليسو او خلكو تر منځ واټن له منځه ولاړ شي.

 

 

د خوست ښار اوسېدونکي وایي چې په دې وروستیو کې دوى د پولیسو له نرم او ښه چلند څخه خوښ دي او پوليس بيا وايي كه خلك ور سره همكاره شي، نور به هم د پوليسو او خلكو تر منځ واټن له منځه ولاړ شي.

فضل الرحیم زیارمل چې د خوست ښار څلور لارې ته نږدې دوکان لري، وایي چې پولیس ښار ته دننه کېدونکي موټر تلاشي کوي او له سپرلۍ سره ښه چلند کوي:(( په دغه ځای کې د موټرو زیاته ګڼه ګوڼه وي، خو بیا هم پولیس په ډېره نرمه لهجه له دوی سره خبرې کوي او موټر په منظم ډول تلاشي کوي.))

رحیم الله د خوست ښار بل اوسېدونکی هم د پولیسو له چال چند څخه خوښ دی. نوموړی وايي، پولیس شپه او ورځ د دې لپاره لالهانده دي چې خلکو ته د ارام او هوسا ژوند زمینه برابره کړي:(( خلکو ته هم په کار ده چې پولیسو ته متقابل احترام ولري.))

خو د دې ترڅنګ یو شمېر خلک بیا د پولیسو ځینو نیمګړتیاوو ته هم ګوته نیسي او وایي چې کله نا کله همدا بي غورۍ د بېلابېلو امنیتي پېښو سبب کیږي. د خوست ښار اوسېدونکی جان صادقیار په همدې عقیده دی. د نوموړي په خبره پولیس تر ډېره مسلکي شوي، خو ځای ځای ستونزې لري:(( ډېر کله یو شمېر پولیس د دندې پر مهال په ځانګړې توګه د تلاشۍ په وخت کې په ټلیفون یا هم له کوم ملګري سره په خبرو بوخت وي چې دا کار یې د لارې بندښت او د ځینو موټرو بې تلاشۍ تېرېدلو ته لاره اواروي.))

حکمت الله په خوست ښار کې د ملي پولیسو غړی دی. نوموړي چې په خپله اړونده ساحه کې د موټرو تلاشي کوي، وايي چې دندې ته د راوتو پرمهال ورته د قومندان له لوري سپارښتنه کېږي چې له خلکو سره به ښه سلوک کوي:(( موږ خپله هم ډېره هڅه کوو چې د خلکو زړونه خپل کړو او خدمت وکړو.)) خو حکمت الله تر یوې کچې له خلکو هم ګیله من دی او وايي چې نه قوانین مراعاتوي او نه پولیسو ته ارزښت ورکوي:(( ځینې خلک شته چې موږ ته خاص ارزښت نه راکوي، کله کله له اصولو هم سرغړونه کوي او دا هغه څه دي چې موږ توند چلند او برخورد ته مجبوروي.))

د خوست امنیه قومندان جنرال فیض الله غیرت وایي چې د پخوا په پرتله اوس د پولیسو تعلیم او تربیه ته ډېر پام کېږي او اتیا په سلو کې پولیس مسلکي شوي دي:(( په دې کې شک نشته چې پولیس به نیمګړتیاوې او ستونزې نه لري.))

د غیرت د څرګندونو له مخې دم ګړۍ دوی په دغه ولایت کې د پولیسو د روزلو فعال مرکز لري او په هرو دوو یا درې میاشتو کې په کې پولیسو ته مسلکي روزنه ورکول کېږي:(( د همدې زده کړې په برکت، خلک له پولیسو خوښ دي.))

د دې ترڅنګ د خوست امنیه قومندان، له پولیسو سره د خلکو همکاري او ښه چلند هم مهم ګڼي. نوموړی د خوست ښار عامو اوسېدونکو ته توصیه کوي چې پولیس خپل وګڼي او په ځينو مواردو كې چې د مرستې اړتيا وي، ځان دريغ نه كړي.

په خوست کې د پولیسو د روزنیز مرکز استاد سمونیار محمدزمان وایي چې له ۱۳۹۰ کال را په دې خوا یې له یاد مرکز څخه ۱۰۳۶ تنه پولیس فارغ کړي چې له ډلې څلور تنه یې ښځې دي:(( پولیسو ته مو په بېلابېلو برخو کې روزنیز پروګرامونه جوړ کړې دي.))  د ده په وینا، د قانون تطبیق، له خلکو سره ښه سلوک، له زندانیانو سره چال چلند، تلاشي، له جنګي او پولیسو تجهیزاتو او وسایلو سره اشنايي، هغه څه دي چې په دغه مرکز کې پولیسو ته ښودل کېږي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA