ads

د ۱۳۲ ميليونه افغانيو په لګښت د چک سړک د جوړولو چارې پيل شوې

د ميدان وردګو ولايت د سيد اباد ولسوالۍ دشتې ټوپ سيمې څخه چک ولسوالۍ ته د غځېدلي ۱۷ كيلو متره سړك د جوړولو چارې نن د ټولګټو چارو وزارت د پرمختيايي بوديجې په  ۱۳۲ ميليونو افغانيو مالي  لګښت پيل شوې او د يوه کال په موده کې به بشپړې شي. د ميدان وردګو ولايت د […]

نویسنده: TKG
11 غبرګولی 1394
د ۱۳۲ ميليونه افغانيو په لګښت د چک سړک د جوړولو چارې پيل شوې

د ميدان وردګو ولايت د سيد اباد ولسوالۍ دشتې ټوپ سيمې څخه چک ولسوالۍ ته د غځېدلي ۱۷ كيلو متره سړك د جوړولو چارې نن د ټولګټو چارو وزارت د پرمختيايي بوديجې په  ۱۳۲ ميليونو افغانيو مالي  لګښت پيل شوې او د يوه کال په موده کې به بشپړې شي.

د دغه سړک د جوړولو په ترڅ کې، چې ۵ ساتني متره قير به پرې واچول شي، همداراز ۵ سوه متره استنادي دېوال، اتيا پلچکونه او څلور لوي پلونه به هم ورغول شي.

د ياد سړک د چارو د پيلېدو په مراسمو کې د ميدان وردګو ولايت د ټولګټو چارو رئيس سيد يونس نجفي زاده وويل، ټاکل شوې وه، چې د دغه سړک د جوړولو چارې شاوخوا څلور کاله وړاندې پيل شوې واى، خو د امنيتي ستونزو له كبله يې کارونه وځنډېدل.

د ميدان وردګو د ولايتي شورا غړى عبدالوحيد اکبرزوى وايي، چې د دغه سړک د چارو د پيلېدو په ترڅ کې ګڼ شمېر ځوانانو ته کاري زمينې برابرې شوې دي.

د ميدان وردګو سرپرست والي عبدالمجيدخوږياڼي د سيمې اوسېدونکو ته لارښوونه وکړه، چې د سړک جوړولو پر مهال د تخنيکي ډلې ترڅنګ دوى ځانګړې څارنه وکړي او د اړتيا پر مهال د ولايت مقام په جريان کې کړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA