ads

په خيبر پښتونخوا كې د ټاكنو پر مهال لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

په خيبر پښتونخوا ايالت کې پرون د ښاروالۍ ټاکنو پر مهال په بېلابېلو سيمو کې د نښتو او ډزو په پايله کې د سياسي ډلو د کارکوونکو په ګډون لږ تر لږه ۸ تنه وژل شوي او شاوخوا ۸۰ تنه ټپيان دي. په خيبر پښتونخوا ايالت کې پرون د ښاروالۍ ټاکنو پر مهال په بېلابېلو […]

نویسنده: TKG
10 غبرګولی 1394
په خيبر پښتونخوا كې د ټاكنو پر مهال لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

په خيبر پښتونخوا ايالت کې پرون د ښاروالۍ ټاکنو پر مهال په بېلابېلو سيمو کې د نښتو او ډزو په پايله کې د سياسي ډلو د کارکوونکو په ګډون لږ تر لږه ۸ تنه وژل شوي او شاوخوا ۸۰ تنه ټپيان دي.

په خيبر پښتونخوا ايالت کې پرون د ښاروالۍ ټاکنو پر مهال په بېلابېلو سيمو کې د نښتو او ډزو په پايله کې د سياسي ډلو د کارکوونکو په ګډون لږ تر لږه ۸ تنه وژل شوي او شاوخوا ۸۰ تنه ټپيان دي.

د پېښور پوليس وايي، چې د تاوتريخوالي تر ټولو ډېرې پېښې په چارسده کې رامنځته شوې دي.

په وژل شويو کې يو كانديد هم شامل دی.

د خيبر پښتونخوا ايالت د پوليسو مشر د هغو کسانو پر وړاندې د قانوني ګام پورته کولو غوښتنه کړې، چې ډزې يې کړې دي.

په دې ايالت کې د ۴۱زره او ۷۶۲ څوکيو لپاره ۸۴ زره او ۴۲۰ کسان ټاکنيزو سياليو ته ولاړ وو.

د حکومتي ټلويزيون د ابتدايي او غير رسمي شمېرو له مخې، په خيبر پښتوخوا ايالت کې واکمن ګوند تحريک انصاف تر نورو مخکې دی.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA