ناامنۍ ورځ تر بلې زیاتېږي او ورسره د خلکو اندېښنې هم دوه چنده کېږي. ځينې په دې باور دي چې کېدای شي دغه ناامنۍ د ولس په مستقیمه هڅه، پاڅونونو او د دولت په همکارۍ کنټرول کړای شي، خو د هېواد اوسنیو حالاتو او تېرو تجربو ته په کتو که دغه هڅې او پاڅونونه سم مدیریت نه شي
ناامنۍ ورځ تر بلې زیاتېږي او ورسره د خلکو اندېښنې هم دوه چنده کېږي. ځينې په دې باور دي چې کېدای شي دغه ناامنۍ د ولس په مستقیمه هڅه، پاڅونونو او د دولت په همکارۍ کنټرول کړای شي، خو د هېواد اوسنیو حالاتو او تېرو تجربو ته په کتو که دغه هڅې او پاڅونونه سم مدیریت نه شي او د دولت له خوا ورسره مرسته ونه شي، کېدای شي په راتلونکي کې نورې سرخوږۍ رامنځته کړي.
په دې وروستیو کې د هېواد په شمال، جنوب او ختيځ کې د ناامنیو له پراختیا سره له یو شمېر دولتي چارواکو او خلکو سره دا فکر پیدا شوی چې د ناامنیو په وړاندې ولسي پاڅونونو ته مخه وشي.
تازه په تازه په بدخشان ولایت کې خلکو د يوې پراخې غونډې په بهير کې پرېکړه کړې چې ۱۰۰۰ ولسي كسان دې وسله راواخلي او د دولت د وسله والو مخالفينو په وړاندې دې ودرېږي.
خو دې کار یو لړ اندېښنې راپارولي او ځينې په دې اند دي که چېرته داسې پاڅونونه ترسره او ښه مدیریت نه شي، نو د دې امکان شته چې په راتلونکي کې د نظام لپاره خطرناک هم تمام شي.
په تېرو دیارلسو کلونو کې خلکو د ناامنیو په وړاندې یو لړ پاڅونونه کړي چې تر یو بریده پورې مثبت هم تمام شوي دي، خو دا چې سم ملاتړ يې نه دی شوی، نو پاڅونوال په لنډه موده کې خواشیني شوي او له ګڼو ستونزو سره مخ شوي دي. په تېرو کلونو کې د هېواد په مرکزي ولایتونو غزني او لوګر کې موږ د ولس د دغه راز پاڅونونو شاهدان وو، خو دوی تل دا شکایت درلود چې دولت ورسره هېڅ راز مرسته نه ده کړې او په خالي لاس يې د هغو وسله والو په وړاندې مقاومت کړی چې د دوی د سیمې امنيت يې له ګواښ سره مخامخ کاوه.
له بل لوري له ناامنیو سره د مقابلې لپاره، د دولت په چوکاټ کې سیمه ییز پولیس رامنځته شول. دې پولیسو په سر کې ښه نتیجه درلوده او ولس ورته په ورین تندي هرکلی وایه، خو وروسته یو شمېر شکایتونه هم ترې وشول او وویل شول چې په دې پولیسو کې یو شمېر پخواني جګړه مار ځای شوي او ولس ته ګواښ پېښوي.
د ملي يووالي د حکومت له رامنځته کېدو سره د جمهوري ریاست لومړي مرستیال د یو شمېر قوتونو د جوړولو خبره وکړه او ورپسې بیا د هېواد په شمال کې د مرګ ډلې د حضور اعلان وکړ، خو لکه چې دا دواړه د هېواد ګټو ته په پام بېرته غلي شول. نن سبا د دې حرکتونو کومه خبره بیا نه ده شوې.
اوس چې د بدخشان خلک د ناامنیو د کابو کولو لپاره ولسي پاڅونونو ته مخه کوي او غواړي له خپلو سیمو د ناامنیو جرړې وباسي، په کار ده چې د مدیریت لپاره يې چې په راتلونکي کې کوم بل ګواښ ترې سر راپورته نه کړي، ډېر فکر وشي.
په دې برخه کې د ډېر فکر ضرورت ځکه احساسېږي چې افغان دولت دمګړۍ له داخلي او سلیقوي کشمکشونو سره مخ دی او کېدای شي چې یو ناڅاپي او عاجل اقدام د افغانستان ګټې په پراخه كچه له ګواښ سره مخ کړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


