ads

وسله والې ډلې، ثبات كه راتلونكې بې ثباتي؟

داسې راپورونه دي چې د هېواد په بېلا بېلو برخو كې د دولت له خوا پر ځايي خلكو د وسلو د وېش لړۍ پيل شوې، خو كه له يوې خوا دا لړۍ د هېواد د امنيت د لا ګډوډۍ سبب ګڼل كېږي، له بلې خوا بيا يو شمېر شنونكي دا كار په خاص قانوني چوكاټ […]

نویسنده: TKG
10 غبرګولی 1394

داسې راپورونه دي چې د هېواد په بېلا بېلو برخو كې د دولت له خوا پر ځايي خلكو د وسلو د وېش لړۍ پيل شوې، خو كه له يوې خوا دا لړۍ د هېواد د امنيت د لا ګډوډۍ سبب ګڼل كېږي، له بلې خوا بيا يو شمېر شنونكي دا كار په خاص قانوني چوكاټ كې د سالم مديريت په شرط د افغانستان د ثبات لپاره يوازنۍ لاره بولي.

داسې راپورونه دي چې د هېواد په بېلا بېلو برخو كې د دولت له خوا پر ځايي خلكو د وسلو د وېش لړۍ پيل شوې، خو كه له يوې خوا دا لړۍ د هېواد د امنيت د لا ګډوډۍ سبب ګڼل كېږي، له بلې خوا بيا يو شمېر شنونكي دا كار په خاص قانوني چوكاټ كې د سالم مديريت په شرط د افغانستان د ثبات لپاره يوازنۍ لاره بولي.

كارپوهان دا خبرې وروسته له هغې كوي چې وویل شول، په كندوز كې له وروستيو نااراميو سره هم مهاله په سلګونه تنه د دولت د مخالفينو پر ضد  له وسلو سره راپورته شوي او د هرې ورځې په تېرېدو دغه شمېره په زیاتېدو ده. د كندوز امنيه قومندانۍ په ټولنيزو پاڼو كې دا خبره تاييد او يوه ويډيو يې هم خپره كړې چې په كې په ملكي لباس كې پر وسلو سمبالو كسان وايي، ګل تپه به له مخالفينو ډېره ژر تصفيه كړي.

د دوى په اړه له خلكو سره ډول ډول پوښتنې راپورته شوي، خو ځايي چارواكو ويلي، دوى ته يې وسلې وركړي، تل به يې دولت ته وفادار ساتي او د كابل د كنټرول ساحې په زياتولو كې به مرسته وكړي.


وسلې څوك اخلي؟

په دې اړه رويټرز خبري اژانس له كندوزه معلومات وړاندې كوي او وايي، په دې ولايت كې اوس د پخوا په پرتله ډېره وسله سيمه ييزو ملېشو او محلي پوليسو ته وركول كېږي، خو دا ډلې د سيمه ييزو قومندانانو لخوا كنټرولېږي.

د ارګ وياند اجمل عبيد عابدي هم د دغو وسلو د وېش په اړه ویلي:((هغه څه چې ورباندې فکر کیږي، د داوطلبو ملکي وګړو له ډلې څخه د یو شمېر کسانو انتخابول دي چې د ترهګرو پر وړاندې له خپل هېواد څخه دفاع وکړي.))

د كندوز والي عمر صافى هم  دغلته د مخالفو وسله والو د وروستيو تحركاتو پر وړاندې د سيمه ييزو وسله والو خوځښت چې ویل کېږي اوس د محلي پوليسو په چوكاټ كې تنظیم شوی دی، مؤثر بولي او وايي:((افغان امنیتي ځواکونه کولی شي چې امنیت ټینګ کړي، خو دغه خلک سیمه ښه پیژني او ډېر ګټور دي.))

د ازادۍ راډیو د راپور له مخې عمر صافي منلې چې په كندوز كې شاوخوا زرو كسانو ته چې مشري يې د پخوانيو قومندانانو پر غاړه ده، وسلې وركول شوي او زر تنه نور هم په داوطلب ډول چمتو دي چې وسلې وركړل شي او د مخالفينو په ځپلو پسې ووځي.

په دې اړه تر ټولو تازه مورد كې د بدخشان سيمه ييزو چارواكو او د ملي شورا استازو پرېكړه كړې چې كه مخالفين سوله ونه كړي، ولس به يې پر وړاندې وسله واخلي. هاخوا بيا د جمعيت ګوند اجرائيوي مشر او د بلخ سرپرست والي هم حكومت ته برېت تاو کړی، كه د شمال امنيت ته پام ونه كړي، دى به په خپله د خلكو ډلې راټولې كړي او د سيمې مستقلانه دفاع ته به مټې راونغاړي.

دا په داسې حال كې ده چې د هېواد په نورو ولايتونو لكه غزني، كونړ، كندهار، لوګر او ځينو نورو سيمو كې هم د وسله والو له كړنو پوزې ته راغلي ولسي وګړو وسله وال پاڅونونه كړي چې په تېر وخت کې یې دولت یا مرسته او یا یې د محلي پوليسو په چوكاټ كې ترې زياتره كسان جذب كړي دي.

اندېښنې

خو منتقدین وايي چې د دولت او دولتي چارواكو لخوا له خودجوشه پاڅونونو ملاتړ، وسلې اخستل يا پر خلكو د وسلو د وېش مسئله به په اوږد مهال كې افغانستان يو ځل بيا پر بدبختيو او كورنيو ناخوالو واړوي.

دوى وايي، پر خلكو د وسلو وېشل يوې نوې ناامنۍ ته د لمنې وهلو په معنی دي، ځكه هغه كسان چې دولت ورته وسلې وركوي، پر ځينو يې د بشري حقونو د پايمالولو تورونه لا هم موجود دي.

د چارو كارپوه ډاكټر خليل همدغه اندېښنه لري، نوموړي كليد ته په مركه كې ويلي، اوس مهال پر وسلو سمبالېدونكې ځينې ډلې له پخوا راهيسې يو تر بله رقابتونه او دښمنۍ لري.

د خليل په وينا كه دوى بېرته په وسلو سمبال شي، هره ورځ به يې د خپلمنځي تلفاتو او جګړو ګراف حكومت ته سرخوږى جوړ كړي:(( زه باور لرم چې كه پخوانيو قومندانانو باندې وسلې توزيع شي، دوى به خپلمنځي اورونه بل كري، دا بيرته د ملوك الطوايفۍ خوا ته موږ يو ګام پر شا بيايي، خلك به بیخي له هر څه زړه توري شي، حكومت دې هغه څه نه كوي چې تېرو واكمنو يې بدې پايلې تجربه كړې او افغانستان پرې تباه شوى دى.))

د بشري حقونو د څار سازمان يو كارپوه ګروسمن چې له بهرنیو رسنیو سره خبرې کړې،  ورته نظر  لري او وايي، ملېشې په سيمه كې يوازې زورواكانو ته ځواب وايي، نه د يوې واحدې قومندانۍ اوامرو ته، ځكه يې نو په اړه د نړۍ اندېښنې زياتې دي.

د افغانستان د څېړونكو د شبكې غړى توماس روتيك هم له رویټرز سره خپل دغه باور شریک کړی دی، نوموړی له افغان ځواكونو سره په څنګ كې د نورو مليشو رامنځته كول د افغان حكومت په ګټه كار نه بولي، بلكې په خبره یې بې ثباتي به لا زياته كړي:(( اوس دغه سیمه ییز قومندانان د دولت ملاتړ کوي، خو موږ نه پوهیږو چې هغوی به تر دې وروسته څه وکړي.))

دا په داسې حال كې ده چې دا مهال په هېواد كې د دولت پلوه نامسووله وسله والو په اړه ګڼ شكايتونه او د بشري حقونو ضد مسايلو راپورونه ثبت دي. په دې اړه د غزني د ولايتي شورا مرستیال او غزني والي وايي، یو شمېر نامسووله وسله والو د ولسي پاڅون کوونکو په نوم د خلکو ژوند ور تریخ کړی او له کلیو باج اخلي.

د غزني د ولايتي شورا مرستيال عبدالجامع جامع څه موده وړاندې په دې اړه كليد ته ويلي وو چې په اندړو، قره باغ، مقر، ګيلان او ده يك ولسواليو كې د دغو نامسووله وسله والو شمېر له ۴۰۰ اوړي او ګڼ شخصي زندانونه يې هم جوړ كړي دي:((دې زندانونو ته بې ګناه خلك راوړي، بيا يې د خوشې كولو په بدل كې له كورنيو زياتې پيسې اخلي.)) جامع وايي، دولت بايد د دغو وسله والو مخه ونيسي، ځكه دوى په سيمه كې د دې سبب شوي چې د خلكو او حكومت تر منځ واټن زيات كړي.

په دې اړه د غزني سرپرست والي موسى خان اكبر زاده بيا د غزني كليد راډیو ته په مركه كې ويلي وو، هڅه كوي د غزني پاڅون كوونكي په يو رسمي دولتي چوكاټ كې راولي تر څو ځايي حكومت ته په سرخوږي وانه وړي.

خو د غزني د پاڅون كوونكو وسله والو يو غړى فیضان الله فیضان بيا ازادۍ راډيو سره په يوه تازه مركه كې ويلي، نه دوى كوم دولتي تشكيل ته ور اضافه كېږي، نه هم ورسره مرسته شوې ده. دى وايي، دوى پر خپل پاڅون پښېمانه دي او دولت ورسره تر اوسه پورې هېڅ مرسته نه ده كړې:(( زموږ مشوره اوس دا ده چې هېڅوک باید دا کار ونه کړي. ځکه موږ دا کار کړی، خو متاسفانه همداسې هېر شوي او شاته پاته شوي دي. له کونډو او یتیمانو سره یې مرسته نه ده شوې او همداسې یې په میدان پرې ایښي.))

د فرصت لټه

كه څه هم د كندوز ولايت چارواكي پخوانيو قومندانانو ته د دولت په چوكاټ كې د  وسلو وېش د كابل د نفوذ او كنټرول په پراختيا كې مرستندوى بولي او وايي چې غواړي په دې ډول پخواني ناراضه قومندانان بېرته له دولت سره پخلا كړي، خو شنونكي وايي، داسې نه ده، بلكې پخواني وسله وال چې اوس تش لاس دي يو ځل بيا د ناامنۍ جوړولو يا د خپلو ګټو د خونديتوب لپاره د يو ښه فرصت په انتظار كې ناست و چې اوس په لاس ورغلی دی.

د نظامي چارو كارپوه او پخوانى صاحب منصب ډګروال سپين غر نیازی پر همدې عقیده دی، نوموړی وايي په دې اړه د حكومت بې پروايي د ډاكټر نجيب د وخت په څېر خپل سرو ملېشو ته د لارې اوارولو په معنی ده. د دغه ډګروال په استدلال هلته هماغو ملیشو د دولت ثبات او استحكام ته صدمه ورسوله، کومې چې یې رامنځته کړې وې: (( وروره! حكومت ناجايزه كوي، بېرته يې په زړو ټوپكسالارانو د وسلو توزيع شروع كړې ده، دا خپلې پښې په زوره وهي، همدا مصارف كه په ملي ځواكونو وشي، نتيجه به وركړي، كه نه اوس مهال زياتره ستونزې دولت پلوه نامسووله وسله والو ډلو جوړې كړې دي.))

خو د كندوز والي محمد عمر صافى وايي، دغه ملېشې چې ځايي حكومت به يې پر وسلو سمبالوي، تل به يې دولت ته وفاداره ساتي:(( په دې كې له دولته ناخوښه پخواني مجاهدينو ته ونډه وركول شوې، دوى به يو منظم چوكاټ ته راداخل كړو او د دولت كنټرول به په سيمه كې زيات شي.))

 

قانوني چوکاټ

كه څه هم په دې  اړه د نظر اختلافات زیات دي، خو د ولسي جرګې يو شمېر غړي په هېواد كې د يو منظم چوكاټ په دايره كې د مخالفانو پر ضد د سيمه ييزو وسله والو جلب و جذب مهم بولي او وايي، كه ولسي پاڅونونه په وسلو سمبال او ښه مديريت شي؛ نو د هېواد د ثبات په برخه كې به مهم رول ولوبوي.

په ولسي جرګه كې د بدخشان د خلكو استازى عبدالولي نيازى همدا خبره كوي او وايي كه مديريت موجود نه وي، د دا ډول وسله والو ساتل د خلكو لپاره د ګټې پر ځاى سخت تاوانونه متوجه كولى شي:((که ولسي پاڅونونه مدیریت نه شي، نو هېڅکله به د خلکو په خیر نه وي. خو که ښه مدیریت او تنظیم شي چې د حکومت او خلکو لپاره سرخوږی جوړ نه کړي؛ نو کولی شي په اوسنیو شرایطو کې له افغان حکومت سره چې په کورنیو او سلیقوي اختلافاتو کې سوځي؛ مرسته وکړي.))

نیازی خپله خبره غځوي او وايي، په ځینو مواردو کې امنیتي ځواکونه د امنیت په خوندي کولو کې پاتې راغلي؛ نو ځکه پرېکړه شوې چې د اړتیا په صورت کې د حکومت په ملاتړ یو ولسي ځواک رامنځته شي.

د دفاع وزارت وياند جنرال دولت وزيري كه څه هم له ولسي پاڅونونو د ملاتړ خبره كوي، خو وايي، حكومتي ځواكونه كولى شي هر ځاى عمليات وكړي، مګر له نامسووله وسله والو به ملاتړ ونه كړي:((د دفاع وزارت په خپله دا توان لري چې په ناامنو سیمو کې عملیات وکړي. یو هغه د خلکو پاڅونونه دي چې له هغې نه موږ ملاتړ کوو. خو له غیر مسووله وسله والو نه دفاع وزارت ملاتړ نه کوي.))

دا په داسې حال كې ده چې افغان حکومت په ځانګړې توګه جمهور رئيس  اشرف غني تل پر دې ټینګا کړی چې د قوې مشروع استعمال یوازې او یوازې د افغان امنیتي ځواکونو صلاحیت دی. نوموړي واك ته له رسېدو سره همداراز ژمنه هم كړې وه چې ناقانونه او نامسووله وسله وال به له يوې مخې له منځه يوسي.

 

 

 

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA