كه چېرې زموږ د هېواد ښځو ته د جګړو، ټولنيزو او دوديزو ستونزو سره سره د كار كولو زمينه برابره شي، نو په يقين سره ويلاى شو چې ډېر ځله ښځې تر نارينه وو زياتې فعالې دي او په كارونو كې د ښې ادارې وړتيا لري.
كه چېرې زموږ د هېواد ښځو ته د جګړو، ټولنيزو او دوديزو ستونزو سره سره د كار كولو زمينه برابره شي، نو په يقين سره ويلاى شو چې ډېر ځله ښځې تر نارينه وو زياتې فعالې دي او په كارونو كې د ښې ادارې وړتيا لري.
مرواريد نورزۍ هم همداسې يوه فعاله ښځه ده چې په هرات ولايت كې د
“آرمان سوم” په نوم د ښځينه جامو د يو توليدي ټولنې مشره او د “خواهران صبا” په نوم د غالۍ اوبدلو د شرکت مرستياله ده.
هغه له ۱۳ كلنۍ څخه لاسي ګنډنې كوي.
كله چې يې شركت د جامو ګنډلو په برخه كې پرمختګ وكړ، نو د غاليو اوبدلو برخه يې هم پيل كړه.
نوموړې وايي، د كار په پيل كې ۱۵ تنه ښځو ورسره كار كاوه.
د هغې په خبره، اوس د هرات ولايت په ۱۵ ولسواليو او ۱۰ ناحيو كې له ښځو سره د غالۍ اوبدلو په برخه كې كار كوي او په هرات ښار او ولسواليو كې ۱۵۰ تنه ښځې ورسره په كار بوختې دي.
مرواريد زياتوي:” كه چېرې موږ مواد او بنسټيزې پروژې ولر، نو كولاى شو د يوه كال په ترڅ كې په عمده ډول ۱۰۰ تختې غالۍ هم توليد كړو، له نورو اتحاديو او ټولنو سره همغږي لرو، له هغو څخه هم غالۍ اخلو او نورو هېوادونو ته يې صادروو.”
نوموړې له دولت څخه غواړي د هغو ښځو لپاره دې چې د بېلابېلو ټولنو او شركتونو تر چتر لاندې كار كوي؛ يوه پراخه ساحه وټاكي، ترڅو وكولاى شي خپلو توليداتو ته وده وركړي.
مرواريد وايي:” هر توليدي شركت د كارګرانو په ټاكلو كې ځانګړي معيارونه لري، خو زموږ د شركت معيار دا دى چې كارګران بايد له موږ سره دا ژمنه وكړي، دا چې زموږ د شركت د غاليو ډيزاينونه په نورو شركتونو كې نشته، نو بايد له موږ سره دوامداره كار وكړي او هر كال د دوى معاشونه يو فيصد زياتوو.”
نوموړې د غالۍ اوبدلو د شركت او د لاسي ګنډنو د ټولنې ترڅنګ د وچو مېوو د پروسس په برخه كې هم كار كوي.
هغه وايي، كله چې هند ته نندارتون كې د ګډون په خاطر تللې وه، نو ويې ليدل چې افغاني وچې مېوې هم د هند هېواد په مارك يا نښان پلورل كېږي او د افغانو ښځو د محنت او زيار په لاسته راوړنو نور هېوادونه وياړي.
د مرواريد په وينا، د غالۍ اوبدلو د صنعت په برخه كې يې يوه لويه ستونزه دا ده چې په هېواد كې د غاليو پروسس په سټنډرډ ډول سر ته نه رسېږي.
د هغې وړانديز دا دى چې كه چېرې د سوداګرۍ او صنايعو وزارت له خوا يو ځانګړى مارك د افغاني غاليو لپاره جوړ او په غاليو كې و اوبدل شي، ترڅو نور هېوادونه ونه شي كولى زموږ د هېواد غالۍ په خپل مارك نورو هېوادونو ته صادرې كړي، نو هغه وخت به افغاني غالۍ ډېر پراخ بازار ولري.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


