ads

د سولې مزل

په داسې حال كې چې د هېواد د بهرنيو چارو مرستيال وزير حكمت خليل كرزى په اسلام اباد كې د اسيا زړه له كنفرانسه د افغان سولې، اقتصاد او امنيت په برخه كې د خبرو د پرمختګ په اړه د خوشبينۍ زېرى راكوي، ورسره هم مهاله داسې راپورونه خپاره شوي چې د چين په كوربتوب […]

نویسنده: TKG
10 غبرګولی 1394
د سولې مزل

په داسې حال كې چې د هېواد د بهرنيو چارو مرستيال وزير حكمت خليل كرزى په اسلام اباد كې د اسيا زړه له كنفرانسه د افغان سولې، اقتصاد او امنيت په برخه كې د خبرو د پرمختګ په اړه د خوشبينۍ زېرى راكوي، ورسره هم مهاله داسې راپورونه خپاره شوي چې د چين په كوربتوب د سولې

په داسې حال كې چې د هېواد د بهرنيو چارو مرستيال وزير حكمت خليل كرزى په اسلام اباد كې د اسيا زړه له كنفرانسه د افغان سولې، اقتصاد او امنيت په برخه كې د خبرو د پرمختګ په اړه د خوشبينۍ زېرى راكوي، ورسره هم مهاله داسې راپورونه خپاره شوي چې د چين په كوربتوب د سولې عالي شورا مهم غړو، ګڼو نورو استازو او طالب مركچيانو په اورمچي كې سره ليدلي دي.

د استانبول بهير د قلب اسيا غونډه چې د دولس غړيو، ۱۶ ملاتړيو او دولسو نړيوالو سازمانونو استازو په كې ګډون درلود، په اړه يې د كرزي خوشبيني د لېدو وړ ځكه وه چې ويل يې، دلته د افغان سولې د پروسې پر څرنګوالي، امنيت او اقتصادي ودې په اړه ګټورې خبرې لرلې، دا خبره له دې پلوه هم د هيلو د تازه كېدو لپاره مهمه وه چې له دې سره جوخت د غبرګولي په ۵مه داسې راپورونه خپاره شول چې چین كټ مټ د قطر د غونډې په څېر د يوې بلې ناستې كوربه و.

طالبانو په دې اړه راپورونه رد كړي، خو د سولې عالي شورا يو شمېر غړو بيا په دې خبره تېره كړې چې د موضوع حساسيت ته په پام نه دا خبره ردولى شي نه يې هم تاييدولى شي. د دوى نظر دا دى چې د سولې د حساسې پروسې ځينې غونډې ډېرې محرمانه دي. دا خبره د سولې عالي شورا يو غړي مولوي قلم الدين كړې او ويلي يې دي پخپله له غونډې ناخبره دى، مګر ردولى يې ځكه نه شي چې دا ډول غونډې اكثره حساسې او محدود كسان پرې خبر وي.

د سولې شورا بل غړى حبيب الله فوزي بيا كه څه هم په اورمچي كې د خبرو د تاييد په  اړه غلى دى، خو وايي، د سولې عالي شورا هڅه کوي هر څومره ژر چې وي له طالبانو سره مخامخ خبرې پیل کړي.

مګر امريكايي وال سټريټ ژورنال بيا په دې اړه ښكاره ويلي چې د مى په ۱۹مه او ۲۰مه نېټه د سنګيانګ مركز اورمچي رښتيا هم د معصوم ستانكزي(تر دا وخته د سولې د عالي شورا د دارالانشا‌ء مشر و، خو يوه ورځ وروسته دفاع وزير شو) او د كوټې شورا  څو طالب مشرانو عبدالجلیل، ملامحمد حسن رحماني او ملا عبدالرزاق د خبرو كوربه و.

وال سټريټ ژورنال  د يو ډپلوماټ له خولې چې نوم يې نه اخلي، د دې خبرو د اهميت په اړه هم تحليل كړى او ويلي يې دي د چين په اورمچي كې شوې خبرې د سولې لپاره مقدماتي خبرې وې او اهميت يې ځكه زيات دى چې د پاكستاني استخباراتو او چينايي چارواكو لخوا ورته زمينه برابره شوې وه.

د دې غونډې په اړه د وال سټريټ شننه دا ده چې ګواكې په دې سره پاكستاني استخباراتو د  افغان سولې په اړه خپل ښه نيت ښكاره كړى دى، ځكه تر دې څو ورځې وړاندې يې له كابل سره په دې اړه تفاهم هم كړى و، خو ځينې راپورونه بيا داسې هم راوتلي چې د چين په غونډه كې د سولې عالي شورا د استازي تر څنګ د پاكستان، په كابل كې د ملګرو ملتونو د دفتر او اجرايي رياست استازي هم ګډون درلود او د طالبانو لخوا په دې ناسته كې قارى دين محمد، عبدالسلام حنفي، شيرمحمد ستانكزي، جان محمد مدني، سيد رسول حليمي، سيد طيب، مولوي شهاب الدين، سهيل شاهين همدا راز د حزب اسلامي لخوا قريب الرحمن سعيد او غيرت بهير ونډه اخستې وه او د طالبانو شرطونه په كې په خورا توند ډول وړاندې شوي دي.

ويل كېږي چې غونډې ته طالبانو ويلي اوسنى حكومت په رسميت نه پېژني، بهرنيان بايد ووځي، د طالبانو تور ليست دې لغوه شي، طالب زندانيان دې له ځنډ پرته خوشې شي، د ښځو حقونه دې په شرعي اصولو برابر وركړل شي، اساسي قانون دې تغيیر شي، په غونډو كې دې د اجراييوي رئيس او جمهور رئيس استازي ګډون نه كوي، نړيواله ټولنه دې د افغانستان د رغولو له پاره ژمنه وركړي، په قطر، كابل او تركيه كې دې د خبرو مركزونه رسما خلاص شي او موافقه به يوازې له سولې شورا او نړيوالو استازو سره كېږي چې حكومت به په كې ونډه نه لري.

كارپوهان د سولې په رابطه په وروستیو هڅو او راپورونو خوشبینه کړي او وايي كه دا راپورونه سم وي؛ نو سوله ډېره نږدې بلكې د افغانستان په درشل کې ده. دوى په دې اړه د پټو غونډو تاييد هم كوي او وايي د سولې غونډې له دې كبله هم بايد پټې وي چې كه يې په اړه خبرې بهر راووځي؛ نو هغوى چې سوله نه غواړي په دې اړه د مخنيوي اقدامات او حتى تبليغات كوي، تر څو په هر وار د سولې پروسه تحريم كړي. سياسي كارپوه امان الله صداقت همدا خبره كوي او وايي، وروستيو خبرو ته خوشبين دى او هيله لري چې ژر به سوله راشي:(( حالات داسې ښيي چې سوله راتلونكې ده، د طالبانو دريځ د پخوا په نسبت ډېر نرم شوى او زه باور لرم چې د يو قانوني او ټول منلي سازو باز له مخې به اخته ډلې بېرته ولس ته راوګرځي.))

خو مدني فعال ادريس غروال بیا د طالبانو سختو شرطونو او دا چې غواړي د سولې په خبرو اترو كې د يوې فاتح ډلې په توګه کیني، له اندېښنه ډک بوليٍ. نوموړى وايي، د طالبانو وروستي شرطونه په فاتحانه انداز وړاندې شوي او دې ته په كتو شايد حكومت حاضر نه شي چې ژر تر ژره سوله وكړي:(( كه د طالبانو لګولي شرطونه رښتيا وي؛ نو دې كې د حكومت مشروعيت تر پښو لاندې شوى، هېڅوك د سولې په برخه كې له قانون پورته اقدام نه شي كولى، داسې هم نه ده چې طالبان فاتح دي، بلكې پر هغوى هم د داعش زور او فشار د هغوى صفونه ماتولى شي، حكومتي عملياتو هم د دوى زور اوبه كړى؛ نو سرزوري دې نه كوي، بلكې داسې شرطونه دې وړاندې كړي چې ټولو ته د منلو وړ وي.))

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA